>

وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني سېنېټر ميا رضا رباني خپل سلاكار غوره كړو

اسلام آباد 18 مارچ ﴿اے پي پي( وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني سېنېټر ميا رضا رباني خپل سلاكار وټاكلو۔ ميا رضارباني دا مهال د پيپلز پارټۍ دوهم ستر سكتر دے۔ دې د آئيني اصلاحاتو كمېټۍ چيئرمېن هم دے۔ ميا رضا رباني د 1994م نه 1996م پورې د قانون او انصاف دوهم وزير هم پاتې شوېدے۔ دې ددې نه وړاندې په اوسني حكومت كښې د صوبو ترمېنځه د رابطو وزير هم پاتې شوېدے۔