>

وزيراعظم راجه پروېز اشرف د نيوزي لېنډ په ضد په كاميابۍ د پاكستان قامي كركټ ډلې ته مباركي وركړه

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم راجه پروېز اشرف د په سري لنكا كښې په ټي ټونټي ورلډ كپ كښې د نيوزي لېنډ په ضد په مېچ كښې په كاميابۍ د پاكستان قامي كركټ ډلې ته مباركي وركړې۔د پاكستان كركټ ډلې منيجر او كپتان په نامه د مباركۍ په پېغام كښې وزيراعظم د لوبغاړو كاركردګي وستائېله۔ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې د پاكستان كركټ ډله به د كاميابۍ سفر جاري وساتي او هېواد لپاره به درناوښت ترلاسه كړي۔

 

 

سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان پيپلز ګوند اثاثه ده٬هېواد او پيپلز ګوند لپاره به د ده خدمات تل ياد ساتلې شي٬د پي پي پي تاريخ د قربانو څخه ډك دې٬ پيپلز ګوند سوئس چارواكو ته د خط ليكلو په معامله يوټرن نه دې اخيستې۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير قمرزمان كائره په ډېره كائره كښې خبريالانو سره خبرې

لاله موسٰی 23 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير قمرزمان كائره وئېلي دي چې پخوانې وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان پيپلز ګوند اثاثه ده٬هېواد او پيپلز ګوند لپاره به د ده خدمات تل ياد ساتلې شي٬د پي پي پي تاريخ د قربانو څخه ډك دې٬ پاكستان پيپلز ګوند سوئس چارواكو ته د خط ليكلو په معامله يوټرن نه دې اخيستې۔ده په ډېره كائره كښې خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې پاكستان پيپلز ګوند سوئس چارواكو ته د خط  ليكلو په معامله يوټرن نه دې اخيستې٬عدالت هم وئېلي دي چې مينځنۍ لار دې راويستل شي او عدالت دا هم وئېلي دي چې د وفاق د تحفظاتو به خيال ساتلې شي٬ مونږ ته يوه لار په نظر راغلې او مونږ مثبت ځواب وركړې دے۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې سيد يوسف رضا ګېلاني د ګوند لپاره كومې قربانۍ وركړېدي پاكستان پيپلز ګوند د ده قربانو ته د قدر په سترګه ګوري او پيپلز ګوند د ګېلاني كورنۍ ډېر احترام كوي