>

اولس مشر آصف علي زرداري په مردان كښې په ګرجا ګهر د بريد او د سوځولو غندنه وكړه

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پی پی)اولس مشر آصف علي زرداري په مردان كښې په ګرجاګهر د بريد او د سوځولو غندنه كولو سره په دې پېښه خواشيني ښودلې۔ د اتوار په ورځ په خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل چې د اسلام مخالف فلم د ټولې نړې او په خاص توګه د پاكستان مسلمانانو او غېر مسلمو غندنه كړې خو په سركاري او نجي املاكو او په خاص توګه د نورو مذهبونو په عبادت خانو بريدونه غېر اسلامي او د غندنې وړ دي۔اولس مشر دا پېښه افسوس ناكه او د غندنې وړ ګرځولو سره ووئيل چې دا د اسلامي تعليماتو په ضد ده كوم چې د ټولو مذهبونو د عبادت خانو د احترام درس وركوي۔ده ووئيل چې د داسې پېښو سره د پاكستان او مسلمانانو په اړه منفي تشخص پېدا كېږي۔ده د خېبر پښتونخوا په حكومت غږ وكړو چې د عيسايانو او نورو اقليتونو د مذهبي ځايونو ساتنې لپاره اقدامات وكړي۔

 

 

د پاكستان پيپلز ګوند مشرانو هېواد او قام لپاره ځان قربان كړے۔ سردار غلام صادق

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پی پی)د آزاد كشمير اسمبلۍ سپيكر سردار غلام صادق خان وئيلي دي چې د پاكستان پيپلز ګوند مشرانو هېواد او قام لپاره ځان قربان كړے۔د پيپلز ګوند حكومت د شهيدې بېنظير بهټو مشن له مخې اولس ته ريليف وركوي۔د اتوار په ورځ د ګوند كاركنانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پيپلز ګوند تل د اولس په طاقت اقتدار ته راغلې او هر وخت مسئلو سره مخ شوې۔ده ووئيل چې اولس هم تل په ګوند اعتماد كړے۔

 

 

د آزاد جمو كشمير كونسل كلنۍ بجټ به﴿نن﴾ وړاندے كولے شي

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پی پی)د آزاد جمو كشمير كونسل كلنۍ بجټ به﴿نن﴾ د ګل په ورځ وړاندے كولے شي۔د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير ميا منظور احمد وټو به د كونسل په غونډه كښې بجټ وړاندے كوي۔دا به د كونسل 47مه د بجټ غونډه وي۔

 

 

په سعودي عرب كښې د سپكاوي فلم په ضد مظاهرې

رياض 23 ستمبر (اے پی پی)په سعودي عرب كښې د سپكاوي فلم په ضد احتجاجي مظاهرې وشوې او د امريكې بېرغ وسوځول شو۔د مېډيا راپورونو له مخې د سعودي په ختيزو ښارونو كښې د زرګونو په شمېر خلقو د سپكاوي فلم په ضد احتجاجي مظاهرې وكړې۔دوي د امريكې په ضد سختې نعرې ووهلې او غوښتنه ئې وكړه چې د امريكې څخه دې خپل سفير راوغوښتلې شي۔

 

 

په بنګله دېش كښې د اسلام مخالف فلم په ضد مظاهرې وشوې

ډهاكه 23 ستمبر (اے پی پی) په بنګله دېش كښې د مخالفې ډلې په غږ د اسلام مخالف فلم په ضد په ټول هېواد كښې مظاهرې وشوې او د مظاهرو په مهال 40 تنه ونيول شول۔د مظاهرو په مهال ټول دفترې٬ كاروباري مركزونه٬ سكولونه بند وو۔په پايه تخت ډهاكه كښې لويه مظاهره وشوه٬ مظاهرچيانو د امريكې په ضد سختې نعرې ووهلې٬ د پوليسو او مظاهره چيانو ترمېنځه نښتې هم وشوې او په دې مهال 40 تنه ونيول شول۔په نښتو كښې 50 تنه ژوبل شوي هم دي