>

چين كښې د بند شلېدو پېښه – 10 كسان مړه

بیجنګ ۔ 11 اګست (اے پی پی) د چين زينګ جيانګ صوبه كښې د سمندري طوفان په سوب د بند شلېدو پېښه رامنځ ته شوې چې په نتيجه كښې ئې 10 كسان مړه او ګڼ شمېر نور بې كوره شوي دي۔ د زينګ جيانګ ښار زوشان كښې د بند شلېدو دې پېښې په سوب ټيټې سيمې تر اوبو لاندې راغلي دي۔ دې پېښه كښې 27 كسان ژوبل شوي هم دي كوم چې نزې روغتون  ته رسولې شوي دي۔ د ځائي ميډيا راپور ترمخه ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائي هم پېل شوې ده۔



میکسیکو كښې ګاډي څخه د 14 كسانو مړي ترلاسه شوي دي۔

میکسیکو سټی ۔ 11 اګست (اے پی پی) د مېكسيكو قطبي ښار سان لوئس پټوسي كښې د يو ګاډي څخه د 14 كسانو مړي ترلاسه شوي دي۔ د ابلاغ ذريعو ترمخه دا ګاډې د مېكسيكو كاوهاؤله ايالت څخه تښتولې شوې ؤ۔ پوليسو د پېښی په اړه پلټنې پېل كړي دي بلخوا مړي د پوسټ مارټم لپاره ځائي روغتون ته لېږلې شوي دي۔


د اقليتونو قامي ورځ ولمانځلې شوه۔

اسلام آباد ۔11اګست (اے پی پی) د اقليتونو قامي ورځ د خالي په ورځ ولمانځلې شوه۔ حكومت د پاكستان پرمختګ كښې د اقليتونو كردار ستائلو هر كال د اګست 11م نېټھ د اقليتونو ورځ لمانځلو پرېكړه كړې۔ د قامي همغږۍ انچارج وزير ډاكټر پال بهټي اے پي پي ته ووئيل د دې ورځ لمانځلو مقصد دا دے چې د بېلو عقيدو سره هم مونږ يو قام يو او په ګډه به د پاكستان پرمختګ له خپل كردار ترسره كوؤ۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل چې مونږ د قائد اعظم د ويژن  ترمخه به پاكستان يو سوكاله هېواد جوړولو له خپلې هلې ځلې روانې ساتو۔ ده د 11 اګست د قائداعظم د تاريخ حواله وركولو سره ووئيل چې قائد اعظم محمد علي جناح په تقرير كښې وئيلي وو چې د پاكستان په تحريك كښې د مسلمانانو سره سره اقليتونه هم كردار ترسره كړې كوم به چې تاريخ كښې په الفاظو يادولې شي۔ ده ووئيل شهيد بھټو او بېنظير بھټو اقليتونو ته د دوئي حقونه په بشپړ ډول وركولو له خپل كردار ترسره كړې۔ ده د دې لوظ پخلې اوكړو چې مونږ به د شهيدې بي بي او شهباز بھټو په نقش قدم تللو سره د هېواد پرمختګ له كوټلې كردار ترسره كوؤ۔ ده ووئيل حكومت اقليتونو حكومتي هلو ځلو كښې شاملولو له ګامونه پورته كړي او سېنټ كښې ئې د اقليتونو چوكۍ هم زياتې كړي دي۔ ده ووئيل مونږ به هېواد كښې د مذهبونو ترمينځه د يوالي د لارې د امن په ځائې كولو له لوظي يو او دې لړ كښې به كومه كمي كولې نه شي۔ د اقليتونو قامي ورځې په مهال الېكټرانك ميډيا خاص پروګرامونه خپاره كړل او دغسې د بېلو ادارو د سېوري لاندې دستورې هم اوشوې۔

 

د كابينې خاص كمېټي به د صوبې ټولو اړوند ډلو سره ملاقاتونه كولو سره وړاندېزونه د كابينې غونډې ته وړاندې كوي۔ د پيیپلز ګوند حكومت د 18م بدلون او صوبائي خپلواكۍ په نوم صوبو ته آزادي وركړې۔ اولس مشر آصف علی زرداری تېرو وختونو كښې په شويو زياتو بلوچ اولس څخه معافي غوښتلې۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير قمر زمان كائره د كوئټې په هوائي اډه خبريالانو سره خبرې اترې

کوئټه ۔11 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو وفاقي وزير قمر زمان كائره وئيلي دي چې د كابينې خاص كمېټي به د صوبې ټولو اړوند ډلو سره ملاقاتونه كولو سره وړاندېزونه د كابينې غونډې ته وړاندې كوي۔ د پيیپلز ګوند حكومت د 18م بدلون او صوبائي خپلواكۍ په نوم صوبو ته آزادي وركړې۔ اولس مشر آصف علی زرداری تېرو وختونو كښې په شويو زياتو بلوچ اولس څخه معافي غوښتلې۔ ده د خالي په ورځ د كوئټې په هوائي اډه خبريالانو سره خبرې اترې كولې۔ په دې مهال د كابينې د خاص كمېټۍ غړي سردار عمر ګورګېج، فاروق اېچ نائیک او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ ده ووئيل چې اسلام آباد كښې د كمېټۍ غړو د بلوچستان ګورنر نواب ذوالفقار علی مګسی، وزیراعلیٰ نواب محمد اسلم رئیسانی په شمول د بېلو ادارو چارواكو سره د ملاقاتونون نه وروستو كوئټې ته راتلو سره د صوبې د ټولو سټېك هولډارانو سره به ملاقاتونه كوؤ۔ او څوك چې ملاقات نه كوي هغوي به هم خبرو ته راضي كولو  له لار جوړلې شوي دغسې د مسئلې حل راوويستلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې قمر زمان كائره ووئيل چې پيپلز ګوند كله اقتدار ترسره كړو نو مونږ ته د ډېرو چېلنجونه مخه وه۔ دې كښې تر ټولو لوئے چېلنج ترهه ګري وه كومه چی زمونږ امنيتي ايجنسو ختمه كړه۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د اتلسم بدلون د لارې صوبو ته خپلواكي وركړې كومه چې د دوئي پخوانۍ غوښتنه وه۔ د دې ترمخه 18 محكمې صوبو ته سپارلې شوي دي۔ دغسې په وړومبي ځل د صوبو ترمينځه د اېن اېف سي ايوارډ وېش او په آغاز حقوق بلوچستان پېكج عمل درآمد باوري كړې شوې۔ ديوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بلوچستان ته د صوبائي خپلواكۍ په نوم آزادي وركړې شوې خو دغسې چې كوم خلك د پاكستان آئين او د هېواد څخه د آزادۍ خبرې كوي هغه د څو كسانو خپل ذهنيت دے۔