|
د كشمير د مسئلې حل د درې اړخيزه مذاكراتو د لارې ممكن
دې٬هند دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې بند كړي٬د كشمير مسئلې د
حل نه غېر په سوئېلي آسيا كښې د امن او پرمختګ خوب نشي پوره كېدے۔د آزاد كشمير
اولس مشر سردار يعقوب خان او د لېبرېشن فرنټ لارښود ياسين ملك ګډ خبري كنفرنس ته
وېنا
كراچۍ 02 مئي(اے پی
پی)د آزاد كشمير اولس مشر سردار يعقوب خان او د لېبرېشن فرنټ لارښود ياسين ملك
وئېلي دي چې د كشمير د مسئلې حل د درې اړخيزه مذاكراتو د لارې ممكن دې٬هند دې په
مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې بند كړي٬د كشمير مسئلې د حل نه غېر په
سوئېلي آسيا كښې د امن او پرمختګ خوب نشي پوره كېدے۔د شورو پھ ورځ په كشمير هاؤس
كښې ګډ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې دوي ووئيل چې مونږ به د كشمير د مسئلې تر
حل پورې خپلې سوله ايزې هڅې جاري ساتو۔ده ووئيل چې د دې مسئلې په اړه د هند سول
سوساټي بېداره شوې او دا يو مثبت پرمختګ دې۔د آزاد كشمير اولس مشر ووئيل چې كه دا
مسئله حل نه كړې شوه نو د منطقې امن به تباهۍ سره مخ شي۔دوي ووئيل چې د كشمير
مسئلې حل لپاره د پاكستاني حكومت هڅې د ستائنې وړ دي او مونږ د آزادۍ په هلو ځلو
كښې په اخلاقي سياسي او سفارتي ملاتړ د پاكستان مننه كوو
|