Home
 

Today is,

Sunday, 01 February 2015

 

Home | About Us | News | User Login | Jobs | Contact Us | Tender Notices
Untitled Document
Main Menu
Home
News
Blog
Links
Search
Contacts
News Section
National
World
Sport
Business
Forex
Weather
Articles & Features
Sport News
Petroleum ministry contradicts Imran Khanís statement
ISLAMABAD, Jan 30 (APP): The spokeperson of Ministry of Petroleum and Natural Resources taking exception to the statement of Imran Khan has said that the statement made by him about petroleum prices in Pakistan is devoid of facts.
 
Junaid, Saeed excel in UBLís win in Presidentís Silver Cup
KARACHI, Jan 30 (APP): Junaid Ilyas grabbed four wickets and Saeed Bin Nasir hit an unbeaten half century as United Bank Ltd (UBL) defeated Quetta Bears by seven wickets in President’s Silver Cup One-Day Cricket Tournament at UBL Sports Complex Ground on Saturday.
 
National Snooker explodes in action from Saturday
KARACHI, Jan 30 (APP):The 40th edition of Jubilee Insurance National Snooker Championship goes into action at the Shopping Arcade of Movenpick Hotel here from Saturday with 45 cueists in the fray for the crown.
 
Zia, Raza bowl NBP in Presidentís Gold Cup final
KARACHI, Jan 30 (APP): Zia-ul-Haq and Raza Hasan shared seven wickets between them to bowl National Bank of Pakistan (NBP) in the final of President’s Gold Cup One-Day Cricket Tournament when they defeated Khan Research Labortories (KRL) by 48 runs in the second semi-final on Friday.
 
PIA to lock horns with NBP in COAS Challenge Hockey Cup final
RAWALPINDI, Jan 30 (APP):Â Pakistan International Airlines (PIA) will  lock horns with National Bank of Pakistan (NBP) in the final of First Chief of the Army Staff Challenge Hockey Cup on Sunday.
 
Archive
Latest News
POL prices witnessed significant reduction during last five months: ... - PM constitutes PML-N parliamentary board for Senate elections - Prime Minister announces reduction in oil prices - Pak Army committed to train all LEAs for security, law & order : COA... - Nation resolved to win war against terror at any cost: PM - More than 600 international flights fly over country: Aviation Advis...
> PDF Print E-mail

نديم خان برطانيې لپاره د سرمايه كارۍ اعزازي قونصلر وټاكلے شو

اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی ) دوهم وزير او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سليم اېچ مانډوي والا نديم خان برطانيې لپاره دسرمايه كارۍ اعزازي قونصلر ټاكلے۔ د اعزازي قونصلر په حېث به نديم خان د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګه كښې اړيكو زياتولو لپاره ذمه وارۍ ترسره كوي۔ سليم اېچ مانډوي والا هيله ښودلې چې دې به نورو هېوادونو كښې د پاكستان مثبت تشخص په ډاګه كړي او په پاكستان كښې به د غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې له خپل مهم كردار هم ترسره كړي۔(م 


هندي ځواكونو دوه كشميري ځوانان شهيدان كړل۔

سرېنګر 07 اګست (اے پی پی ) مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي  ترھه ګرۍ په تازه عملياتو كښې په كشتواړ سيمه كښې دوه نور كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د امير علي كمال او د محمد شفيع حجام په نامه ياد شوې ځوانان په ټروتهل سيمه كښې د لټون او محاصرې په مهال شهيدان شوي دي۔ د هندي پوځ د اولسي اړيكو څانګې يو كرنل ادعا كړې چې دوئي د يوې مقابلې په مهال شهيدان شويدي۔


په نائيجيريا كښې وسله والو كسانو په كليسا كښې د عبادت په مهال 15 تنه ووژل

لاګوس 07 اګست (اے پی پی) په نائيجيريا كښې وسله والو كسانو په كليسا كښې د عبادت په مهال 15 تنه ووژلي دي۔ د نهې په ورځ سركاري چارواكو او ځائي خلكو ميډيا ته ووئيل چې نامعلومه وسله والو د نائيجيريا په مركزي كليسا د عبادت په مهال بريد كړې او 15 تنه ئې وژلي دي۔ د سيمې والي هم د پېښې تصديق كړې۔ تر اوسه كومې ډلې ددې بريد پړه په غاړه اخستلې نه ده۔  



افغانستان كښې د ناټو ځواكونو كېمپ كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه ګڼ وګړي ژوبل شول

كابل 07 اګست (اے پی پی) دافغانستان په لوګر ولايت كښې د ناټو ځواكونو كېمپ كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه ګڼ وګړي ژوبل شوي دي۔ د پوليسو ذريعو له مخې دا پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې لوګر ولايت كښې په يو ټرك ځائې په ځائې كړې شوې بم وچاؤدېدو او په ترڅ كښې ئې ټرك سره نزدې په كار كښې بوخت ګڼ شمېر عام وګړي ژوبل شول۔ پېښه كښې عسكرو ته كوم زيان رسېدلے نه دے۔ د ناټو ذريعو هم د پېښې تصديق كړے۔ او د كوم عسكر د ژوبل كېدو اطلاع ئې وركړې نه ده۔


په آسام كښې د تشدد په پېښو كښې نور 5 تنه ووژل شول

نوې ډيلې 07 اګست (اے پی پی) د هند په شمالي ختيز آسام ايالت كښې د تشدد په پېښوكښې نور 5 تنه وژلې شوي دي او ورسره سيمه كښې د روانو فساداتو په مهال د وژل شويو كسانو ټوله شمېره 61 ته رسېدلې۔ د هند ځائي ميډيا له مخې د كېمپونو دوره كوؤنكو د مسلمانانو ګڼ شمېر تنظيمونو وئيلي دي چې ځپلي خلك په خرابو حالاتو كښې وخت تېروي۔ نوې ډيلي كښې د پارلمان مسلمانانو غړو د وزيراعظم څخه ملاقات لپاره وخت غوښتلے۔ مركزي او ايالتي حكومتونو ځپليو لپاره چې كوم اعلان كړې ؤ تر اوسه عملي شوے نه دے۔ ځپلي خلك په درې سوه كېمپونو كښې مېشته دي او زياتره شمېره په كښې د مسلمانانو ده۔(


عراق كښې په بمي چاؤدنه او د تشدد نورو پېښو كښې 7 تنه ووژل شول

بغداد 07 اګست (اے پی پی) عراق كښې په بمي چاؤدنه او د تشدد نورو پېښو كښې 7 تنه ووژل شوي او 17 ژوبل شوي دي۔ چې ورسره روانه مياشت كښې د وژل شويو شمېره 62 ته رسېدلې ده۔ د ميډيا راپورونو له مخې د پوليس چارواكو وئيلي دي چې د پايه تخت بغداد الاسوم سيمه كښې په يوه  موټري بمي چاؤدنه كښې 3 تنه مړه او 13 ژوبل شوي دي۔ د بغداد په شمالي ختيزه سيمه كښې د يو كرد وګړي كور په بم الوزولې شوې او په نتيجه كښې ئې دوه تنه مړه او دوه ژوبل شوي دي۔ د بغداد په نورو سيمو كښې د ډزو پېښه كښې دوه نور تنه وژل شوي دي۔ عراق كښې تېره مياشت دا ډول پېښو كښې 325 كسان وژل شوي وو۔


د پوليو خاتمې له د اجتماعي عزم ضرورت دے۔ د ماشومانو روغتيا ته د پېښ چېلنج به په ګډه مقابله كول وي۔ مونږ پوخ عزم سره په سم پلو روان يو۔ د پوليو په خاتمه كښې پرمختګ كيږي۔ بايد په دې اړه د پارلمان غړي او مذهبي مشران مرسته اوكړي۔ د وزيراعظم راجه  پروېز اشرف د پوليې خاتمې لپاره د قومي ټاسك فورس غونډې ته وېنا

اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) وزيراعظم راجه پروېزاشرف وئيلي دي د پوليو خاتمې له د اجتماعي عزم ضرورت دے۔ د ماشومانو روغتيا ته د پېښ چېلنج به په ګډه مقابله كول وي۔ مونږ پوخ عزم سره په سم پلو روان يو۔ د پوليو په خاتمه كښې پرمختګ كيږي۔ بايد په دې اړه د پارلمان غړي او مذهبي مشران مرسته اوكړي۔ ده د نهې په ورځ د پوليې خاتمې لپاره د قومي ټاسك فورس غونډې ته وېنا كوله۔ وزيراعظم ووئيل دا قامي ټاسك فورس زمونږ د شريك عزم څرګندونه ده۔ ده ووئيل چې دا فورم د هغو مهمو څانګو په ګوته كولو موقعه وركوي كومو ته چې د پام كولو او د هېواد بېلا بېلو برخو كښې د پوليو خاتمې كمپائن كښې د ورپېښو چېلنجونو خاتمې له د عمل وړ حل لټولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې پاكستان د نړۍ په هغه درې آخري هېوادونو كښې شامل دے چرته چې د  پوليو وائرس وجود لري۔ مونږ ته به ددې خاتمې له هڅې كول وي ځكه ځې د ماشومانو د ژوند او د هېواد د عزت معامله ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم خاص مرستيالې شهناز وزيرعلي د پوليو خاتمې په اړه د اقداماتو څخه زه خبر ساتلے يم۔ دا خبره د خوشحالۍ ده چې صورتحال ښه شوې۔ تېر كال هېواد كښې د پوليو 71 رنځوران معلوم شوي وو او سږ كال د دوئي شمېره 27 ده۔ د پوليو وائرس اوس 28 ضلعو كښې ختم شوې او يوازې 13 ضلعو پورې محدود دے۔ 80فيصده ضلعو كښې 95 فيصده ماشومانو ته څاڅكي وركړې شوي دي۔ تېر كال 42 فيصده ماشومانو ته دا څاڅكي وركړې شوي ؤ۔ وزيراعظم ووئيل چې په فاټا كښې د خېبر پختونخوا ګورنر هڅې هم د ستائنې وړ دي۔ خو د ځينې عناصرو لخوا د پوليو په كمپائن د بندېز لګول د اندېښنې وړ خبره هم ده۔ بايد د خېبر پختونخوا ګورنر دې رنځ څخه د ماشومانو ساتلو لپاره هر ډول هڅې اوكړي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې سږ كال يوازې كوئټه كښې د پوليو رنځوران په ګوته شوي دي او په بله ضلع كښې داسې كوم رنځور معلوم شوے نه دے۔ بايد د بلوچستان ستر سېكتر په كوئټه د پوليو د خاتمې د كمپائن په خپله څارنه اوكړي۔ ده ووئيل چې د پنجاب د سوئيلي سيمې نه علاوه د پوليو كوم رنځور په ګوته شوے نه دے۔ ده ووئيل د خېبر پختونخوا اعلی وزير خپله صوبه كښې د پوليو خاتمې لپاره خپل مهم كردار ترسره كوي۔ د خېبر پختونخوا سيمو كښې دې وروستيو كښې د پوليو يو څو رنځوران په ګوته شوي دي۔ بايد د مرض مخنيوي له هر ډول ګامونه پورته كړې شي۔ ده ووئيل چې د پوليو په كمپائن كښې د پارلمان غړو او د مذهبي مشرانو د مرستې ترلاسه كولو ضرورت دے۔ دا خبره هم د خوشحالۍ ده چې د 730 څخه زيات علماﺀ كرام د پوليو د خاتمې په كمپائن كښې مرسته كوي او ټولو خطيبانو ته په دې اړه د كردار ترسره كولو خواست شوې-

 

 

kashmir black day

Budget 2014-2015
Federal Budget
Highlights 2014-2015
Punjab Budget
Sindh Budget
KPK Budget
Balochistan Budget
A.J.K Budget
Gilgit Baltistan Budget
Elections 2013
Elections 2013 News
Code of Conduct
Code of Conduct
Manifestos of Parties
Manifestos of Political Parties
Independence Day News
Independence Day News
Economic Survey
Economic Survey 2013-2014
Presidential address to the joint sitting of parliament
Presidential address to the joint sitting of parliament
Parlimentary Proceedings
National Assembly
Senate