|
ايران
كښې جاپاني طالبعلمې اسلام قبول كړو
تهران 14 مئي (اے پي پي)ايران كښې جاپاني طالعلمې اسلام قبول كړے۔د
اطلاعاتو ترمخه ايران كښې د جاپان زده كونكې مېرمن كوكرو كاوا اسلام په اړه د
تحقيق نه روسته اسلام قبول كړو۔دې زده كونكې د آيت الله عبدالكريم موسوي اردبېلي د
لاسو اسلام قبول كړو۔كوكرو كاوا په دې مهال ووئيل چې ما د اسلام په اړه د تحقيق نه
وروستو د اسلام قبلولو پريكړه كړې او زه پخپله پريكړه وياړ لرم۔
سوګند
پورته كولو نه روسته به 100 ورځو كښې دننه به لويو مسئلو حل ته وړومبې پام كولے
شي۔نواز شريف
چكوال 14 مئي (اے پي پي)د مسلم ليګ(ن)مشر ميا نواز شريف وئېلي دي چې سوګند
پورته كولو نه روسته په 100 ورځو كښې دننه به لويو مسئلو حل ته وړومبې پام كولے
شي٬په دغه لويو مسئلو كښې د معيشت بحالي ده دې سره به روزګار او څوكالۍ راشي چې
روزګار او څوكالي راشي نو امن به په خپله پېدا شي۔د ترهه ګرۍ خاتمې ته به هم پام لرنه
كولے شي۔ده په رائے ونډ پېلس كښې د عبدالرزاق جامي سره خبرې اترې كولې۔عبدالرزاق
جامي ميا نواز شريف ته ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه۔ميا نواز شريف ووئيل چې
د چكوال اولس هر وخت زما ملګرتيا كړې٬زه د چكوال اولس ته سلام كوم۔ميا نواز شريف
ووئيل چې د ټاكل شوي نمائندګانو او د سياسي ګوندونو د مېنډېټ احترام به كولے شي۔ده
ووئيل چې دا مهال هېواد سخت صورتحال څخه تېرېږي د قامي يو والي ودې ته اړتيا ده۔ده
ووئيل چې د غېر آئيني لاس وخنې پھ سوب هېواد ته زيان رسېدلے۔ده باور وركړو چې د
لوے څښتن او اولس په مرسته به راتلونكو پنځو كلونو كښې هېواد د پرمختګ او څوكالۍ
پلو روان شي او د ټاكنو په مهال شوي ټول لوظونه به پوره كوم۔
الېكشن كميسون
د حلقه اېن اے 250 پھ 43 پولنګ سټېشنو د بيا پولنګ لپاره د كرڼلار اعلان كړو
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) الېكشن كميسون د حلقه اېن اے 250 پھ 43
پولنګ سټېشنو د بيا پولنګ لپاره كرڼلار اعلان كړے۔پھ حلقه اېن اے 250 به پولنګ بيا
د مئي په 19مه نېټه كېږي۔الېكشن كميسون لخوا د جاري شوي شيډول ترمخه د مئي په 11مه
نېټه د كراچۍ په حلقه اېن اے 250 پولنګ په وخت نه و پېل شوے او د ټګۍ د شكاياتونو
په سوب په 43 پولنګ سټېشنو د بيا پولنګ كولو پريكړه شوې۔د جاري شوي شيډول ترمخه به
اوس پھ دغه حلقه پولنګ د مئي په 19مه نېټه كېږي۔الېكشن كميسون د اېن اے 154
لودهراں كښې د تحريك انصاف كانديد جهانګير ترين لخوا د بيا شمېرې خواست منظورولو
سره ريټرنګ افسر ته وئېلي چې بيا شمېره وكړي۔كراچۍ كښې د بيا پولنګ په مهال د بېلټ
پیپرو رنګ هم بدل شوے دے۔
ټول ټاكنې
په سپيځلي ډول شوي۔جاپان
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د جاپان انتخابي مبصرينو د پاكستان ټول ټاكنې
سپيځلې ګرځولو سره وئېلي دي چې د طالبانو لخوا د دړكو او بريدونو سره ټاكنې
كاميابۍ سره تر سره شوي۔پاكستان كښې د جاپان پخواني سفير نوجوكي تناكا په مشرۍ كښې
د مبصرينو 16 كسيزه مشن د مئي 9مې نېټې نه تر 11مې نېټې د اسلام
آباد٬پېنډۍ٬مري٬كراچۍ٬لاهور او جهلم كښې د قامي اسمبلۍ 14 حلقو 95پولنګ سټېشنو دورې كړې دي۔د نهې پھ ورځ جاري
شوي بيان كښې د جاپان مبصرينو مشن وئېلي دي چې د پاكستان اولس د يو ښه جزبې سره په
ګڼ شمېر ټاكنو كښې برخه اغستې۔دا د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې پاكستان كښې جمهوريت
مضبوطېږي۔د جاپان مشن د الېكشن كميسون انتظامات هم وستائېل۔دوي هيله څرګنده كړه چې
ټول ټاكنو سره به پاكستان كښې جمهوريت لا مستحكم شي او د ټاكنو نه وروستو به سياسي
عمل مخ په وړاندې لاړ شي۔
د
آسټرېليا حكومت په كاميابه ټاكنو د پاكستان حكومت او اولس له مباركي وركړه
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د آسټرېليا حكومت په كاميابه ټاكنو د پاكستان
حكومت او اولس له مباركي وركړې ده۔د كومې په سوب چې د هېواد 66 كاله تاريخ كښې په
وړومبي ځل يو سول حكومت اقتدار بل حكومت ته سپاري۔د آسټرېليا خارجه وزير باب كار
ووئيل چې د ځينو ترهه ګرو ډلو دړكو په سوب ټاكنو كښې ټرن آؤټ ښه و۔د 2001 نه
تراوسه آسټړېليا د پاكستان الېكشن كميسون استعداد زياتولو له د يو اېن ډي پي د
لارې 7 مليونه ډالره وركړې دي۔د آسټرېليا حكومت د دولت مشتركه انتخابي مبصرينو مشن
له هم دوه لاكهه ډالره وركړې دي۔د آسټرېليا خارجه وزير خپل بيان كښې د نګران حكومت
او الېكشن كميسون هلې ځلې هم وستائېلې۔
د اېم
كيو اېم مشر الطاف حسېن ناجوړه شو٬ډاكټرانو ده ته د څو ورځو آرام ووئېلي دي
كراچۍ 14 مئي (اے پي پي)د ټول ټاكنو په مهال په پرله پسې وېنا او شپه او
ورځ كار كولو په سوب د متحده قومي موومنټ مشر الطاف حسېن ناروغه شوے٬د اېم كيو اېم
لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي اعلاميې ترمخه ډاكټرانو الطاف حسېن ته د څو ورځو
آرام كولو مشوره وركړې۔
د
خېبرپښتونخوا ګورنر فاټا كښې د زكوة وېش طريقه كار لا آسانولو او ښه كولو سپارښتنه
پېښور 14 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر انجينئر شوكت الله د فاټا
زكوة كونسل او د فاټا سوشل سېكټر محكمې ته سپارښتنه كړې چې د زكوة وېش طريقه كار
لا آسانولو او ښه كولو له داسې ګامونه پورته كړي چې مستحق خلكو ته ئې ګټه ورسي۔دا
خبره ده د نهې په ورځ د پېښور ګورنر هاؤس كښې فاټا كښې د زكوة وېش په اړه د يوې
غونډې مشري كولو سره وكړه۔ګورنر ته ووئېلې شو چې فاټا كښې كونډو٬يتيمانو او معذوره
كسانو ګزاره الاؤنس كښې دې 100 فيصده زياتوالې وشي او دا روپۍ دې د مياشتې د 500
په ځاې 1000 ته ورسولې شي۔ګورنر ته ووئېلې شو چې د فاټا روغتونونو ته دې د مستحق
كسانو درملنې په لړ كښې د روپو جاري كولو سره سره د صوبې پنځو لويو روغتونونو كومو
كښې چې لېډي رېډنګ روغتون٬حيات آباد مېډيكل كمپلېكس٬خېبرټيچنګ روغتون٬كېډني سنټر
او ارنم روغتون شامل دي فنډ جاري كړے شي او دغلته د فاټا څخه تعلق لرونكو مستحق
كسانو ته وړيا درملنې آسانۍ وركول دې باوري كړې شي۔
د بسمه
الله خان كاميابي د باجوړ ايجنسۍ اولس ګټه ده۔حاجي خان زمين
باجوړ ايجنسي 14 مئي (اے پي پي)د عوامي نېشنل ګوند باجوړ ايجنسۍ حلقه اېن
اے 43 صدر حاجي خان زمين مسكين وئېلي دي چې حلقه اېن اے 43 څخه د حاجي بسمه الله
خان كاميابي د باجوړ ايجنسۍ غريب اولس ګټه ده او د ده كاميابۍ سره به په ايجنسۍ
كښې يو نوې دور پېل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خار كښې خبري كنفرنس
ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل چې په ټاكنو كښې اولس د حاجي بسمه الله خان په حق
كښې پريكړه كولو سره د مذهب په نوم بې لارې كونكو او د اولس حقونه غلا وهونكو عناصر
تل لپاره رد كړي۔
ميا نواز
شريف سره د امريكا سفير رچرډ اولسن او د سعودي سفير عبدالعزيز ابراهيم صالح الغدير
وليدل
راهول
ګاندهي ميا نواز شريف ته پھ ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه
لاهور 14 مئي (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشر ميا نواز شريف سره د
امريكا سفير رچرډ اولسن او د سعودي سفير عبدالعزيز ابراهيم صالح الغدير رائے ونډ
كښې وليدل او ده ته يې پھ ټاكنو كښې پھ كاميابۍ مباركي وركړه۔پھ دې مهال د پنجاب
پخوانې اعلٰی وزير شهباز شريف٬سناتور اسحاق ډار او سلمان شهباز شريف هم موجود و۔د
ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه
وشوه۔د دې څخه وروستو ميا نواز شريف ته د هند كانګرېس ګوند دوهم صدر راهول ګاندهي
ټېليفون كولو سره ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه۔د مسلم ليګ(ن)وياند ترمخه ميا
نواز شريف د راهول ګاندهي مننه وكړه۔
ميا نواز
شريف او شهباز شريف سره د وهاړي څخه آزاد ټاكل شويو كانديدانو وليدل او په (ن)ليګ
كښې يې د شموليت اعلان وكړو
لاهور 14 مئي (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشر ميا نواز شريف او شهباز
شريف د وهاړي څخه د قامي او صوبائي حلقو څخه آزاد ټاكلے شويو غړو طاهر اقبال او
نعيم بهابهه رائيونډ كښې وليدل او پھ(ن)ليګ كښې يې د شموليت اعلان وكړو۔ميا نواز
شريف د دوي د شموليت د هركلي كولو سره ووئيل چې اولس په ټاكنو كښې په (ن)ليك د كوم
باور څرګندونه كړې په هر ډول به د هغې د پوره كېدو هڅه كوو۔ده ووئيل(ن)ليګ د اولس
مسئلو څخه خبر دے اولس به مايوسه نه كړو۔ميا نواز شريف ووئيل كه لوے څښتن ته منظور
وي نو هغه ورځ لرې نه ده چې پاكستان به يو
ځل بيا په خپلو پښو ودرېږي۔
افغانستان
كښې بمي چاودنې٬د ناټو دريو عسكرو پشمول 13 تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل
كابل 14 مئي (اے پي پي)افغانستان
كښې د ځانمرګي بمي چاودنو كښې د ناټو دريو عسكرو پشمول 13 تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل
شوي۔د مېډيا له مخې قندهار ولسوالۍ كښې د سړك پغاړه په ځاې كړې شوي بمي چاودنه كښې
لس وګړي مړه شوي په دغې كښې مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي۔كومې ډلې تر دې دمه د
دغې بريد ذمه واري قبوله كړې نه ده۔بله پېښه هلمند ولايت كښې رامخې ته شوې چرته چې
شرخوښو د چاودېدونكو توكو څخه ډك ګاډے د جارجيا ملټري بېس سره ټكر كړو چې په نتيجه
كښې يې درې عسكر مړه او ځينې ژوبل شوي۔دا خبره دې ښكاره وي چې جارجيا د ناټو
اتحادي هېواد دے۔دا مهال افغانستان كښې د جارجيا يو نيم زر عسكر موجود دي او د
2009 نه تراوسه د جارجيا 27 عسكر وژل شوي۔
|