Home
 

Today is,

Wednesday, 19 June 2013

 

Home | About Us | News | User Login | Tender | Contact Us
Main Menu
Home
News
Blog
Links
Search
Contacts
Seniority List
News Section
National
World
Sport
Business
Forex
Weather
Articles & Features
Sport News
Match officials for Champions Trophy semis announced
KARACHI, June 18 (APP): The International Cricket Council (ICC) Tuesday announced the match officials for the semi-finals of the ICC Champions Trophy. England will take on South Africa in the first semi-final on Wednesday at The Oval.The on-field umpires appointed will be Kumar Dharmasena and Rod Tucker, with Bruce Oxenford and Steve Davis third and fourth umpires, respectively. 
Read more...
 
Pakistan hockey training camp commences
KARACHI, June 18 (APP): Training camp of Pakistan probables in preparations for Hockey World League began here at Hockey Club of Pakistan (HCP) Stadium on Tuesday.Former Pakistan captain and Olympic half back Waseem Ahmed did not report for training as he was getting treatement after an accident, Manager/Chief coach Akhtar Rasool told APP during team’s afternoon training session.
Read more...
 
CNS Open set new mark with Rs 5.1 mln prize money
KARACHI, June 18 (APP): The 18th edition of Chief of Naval Staff (CNS) Golf Championship will be staged at Karachi Golf Club from June 27 to 30, Pakistan Golf Federation (PGF) announced on Tuesday.“CNS will surpass Pakistan Open Golf prize money of Rs five million by one lakh”, Vice President of PGF Taimur Hassan Amin told APP.This is richest-ever prize money ever offered in a domestic golf event”, he added.
Read more...
 
Rameez proposes committee of ex-players to put national team on winning track
 ISLAMABAD, Jun 18 (APP): Former skipper Rameez Raja has proposed to immediately form a committee, comprising erstwhile cricketers to suggest and recommend ways to put the national outfit back on winning track.  Rameez, who has also been critical after the team’s poor showing in  the ongoing ICC Champions Trophy 2013 where they failed to win a single match, said that the first step that needed to be taken to get Pakistan cricket out of a crisis was to form a committee of respected former cricketers.
Read more...
 
POA Election Commission approves election schedule
ISLAMABAD, June 18 (APP): The Election Commission of Pakistan Olympic  Association (POA) on Tuesday approved the election schedule of POA. 
Read more...
 
Archive
Latest News
Pakistan welcomes opening of Taliban office in Doha - Govt to attain targets fixed in budget: Ahsan Iqbal - President approves amendment in SC, HC judges (travelling allowances... - E-government to achieve transparency, accountability in service deli... - PM to visit Neelum-Jhelum hydro power project on Wednesday - Old woman injured due to unprovoked Indian firing at Kerala sector
Pashto News
> PDF Print E-mail

ټول قام ته د ثمينه بېګ د نړۍ تر ټولو دنګې څوكې ”ماﺅنټ اېورسټ“ په سر كولو وياړ دے- د اولس مشر دوه پاكستانيو غر سر كوؤنكو ثمينه بېګ او د دې ورور مرزا علي سره خبرې اترې

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) اولس مشر آصف علي زرداري وئيلي دي ټول قام ته د ثمينه بېګ د نړۍ تر ټولو دنګې څوكې ”ماﺅنټ اېورسټ“ ته په ختلو وياړ دے۔ او دې سره  نړۍ ته د پاكستان د مېرمنو صلاحيت رامخې ته شوې۔ ده د ګلګت بلتستان دوه غرسر كوؤنكو ثمينه بېګ او د دې ورور مرزا علي سره خبرې اترې كولې۔ چا چې د ګلګت بلتستان اعلی وزير سید مهدی شاہ په ملګرتيا كښې ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات اوكړو۔ اولس مشر په دې كارنامه تر سره كولو دواړو ته مباركي وركولو سره په خاص توګه د ثمينه بېګ د نړۍ تر ټولو دنګې څوكې سركوؤنكې اولنۍ پاكستانۍ مېرمنې جوړېدل ستائلو سره وئيل په دې ګام ثمينه بېګ د خپل هېواد نوم روښانه كړې۔ اولس مشر هيله ولرله چې دغسې كاميابۍ ترلاسه كولو سره به دا ورور او خور د غرونو سر كولو په مېدان كښې دپاكستان بېرغ هسك ساتي۔
 
> PDF Print E-mail

پاکستان هند كښې د ترهه ګرۍ خپرولو تورونه رد كړې۔

د هندي داخله وزير دې ډول تورونو سره دوه اړخيز اړيكې زيانمن كېدې شي۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) پاکستان د هند هغه تورونه په سختۍ سره رد كړي دي كوم كښې چې وئيلي شوي دي چې د پاكستان استخباراتي څانګه هند كښې ترهه ګري خپروي۔  د خارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري د زيارت په ورځ اوونيز بريفېنګ كښې د هندي داخله وزير په پاكستان لګولې تورونه په سختۍ سره رد كولو سره په دې اړه د ده بيان بې بنسټه او غېر ضروري ګرځولے۔ ده ووئيل دا ډول تورونه دوه اړخيزه اړيكو ته زيان رسولے شي۔ ده ووئيل پاكستان پخپله ترهه ګرۍ سره مخ او د دې په ضد جنګ كښې پاكستان ځانګړې قربانۍ وركړيدي۔ ده هندي حكومت څخه غوښتنه اوكړه چې د تور لګولو څخه وړاندې په دې اړه شواهد وړاندې كړي۔ ده ووئيل د هندي داخله وزير دا بيان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوې كله چی د پاكستان نوي مشرتابه هند سره د خپلو اړيكو معمول ته راوستلو كښې د خوښۍ څرګندونه كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ډرون بريدونه بې فائدې او د پاكستان د خپلواكۍ په ضد دي۔ ده ووئيل وزيراعظم خپل بيان كښې د دې د بندولو غوښتنه كړې۔ كابل كښې پاكستاني سفارت ته نزدې د احتجاجي مظاهرې په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ويانا كنونش ترمخه دا د كوربه هېواد ذمه واري ده چې هغه سفارتي عملې ته بشپړ امنيت وركړي۔ سعودی عرب څخه د پاكستاني وګړو ويستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستانې مشن پاكستاني وركرانو ته ټوله ضروري لارښودنه وركوي۔ بهر هېوادونو كښې په سياسي بنيادونو د غوره كړې شويو پاكستاني سفيرانو په اړه ده ووئيل برطانيه ٬ عرب امارت او مسقط كښې پاكستاني سفيرانو ته د ذمه وارو پرېښودو په اړه وئيلي شوي دي او د باقي سفيرانو په اړه كومه پرېكړه لا شوې نه ده۔ ده ووئيل امريكائي خارجه وزير به د پاكستان دوره كوي خو د دې د نېټې ټاكنه لا شوې نه ده
 
> PDF Print E-mail

هر ډول حالاتو كښې زمونږ خارجه پاليسۍ دې د قامي ګټو له مخې وي٬

سفارتي مشنز دې په اقتصادي سفارتكارۍ په بشپړه توګه عمل وكړي٬

د تجارت ٬ بهرنۍ سرمايا كارۍ او اقتصادي مرستې څانګو كښې دې د پاكستان ګټو ته وده وركړي۔

د ميا نواز شريف د سفارتي مشنز مشرانو په نوم پېغام

اسلام آباد 06 جون (اے پی پی)وزيراعظم ميا نواز شريف بهر هېوادونو كښې د پاكستاني سفارت خانو د خارجه پاليسۍ په اړه د حكومت ترجيحات وړاندې كولو سره وئيلي دي  زمونږ خارجه پاليسۍ دې هر ډول حالاتو كښې د قامي ګټو له مخې وي٬ سفارتي مشنز دې په اقتصادي سفارتكارۍ په بشپړه توګه عمل وكړي٬ او د تجارت ٬ بهرنۍ سرمايا كارۍ او اقتصادي مرستې څانګو كښې دې د پاكستان ګټو ته وده وركړي۔د زيارت په ورځ د پاكستاني سفارتي مشنز مشرانو په نامه خپل پېغام كښې ده ووئيل يو سازګار بېروني چاپېرچل جوړولو ته اړتيا ده كوم كښې  چې جمهوري او ترقي خوښ پاكستان نړۍ سره تماس ونيسي۔د دې چاپېرچل تعين به د قائداعظم د امن وژن له مخې كولے شي۔ده ووئيل زمونږ د ودانۍ لويه برخه په ځلمو مشتمل ده۔ د هېواد پرمختګ لپاره د دوي صلاحيتونه كارولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د داخلي طاقت بنياد اقتصادي پرمختګ سره تړلے دے چې په نتيجه كښې به ئې د اولس پرمختګ او سوكالي رامخې ته شي او سفارتخانو ته به د قامي اېجنډې د دې مركزي مقصد ترلاسه كولو كښې بنيادي كردار ترسره كول وي۔ده د حكومت د دې كلك لوظ څرګندونه وكړه چې په محتصر وخت كښې به د توان ستونزه ختمه كړې شي۔ده سفيرانو ته ووئيل چې ھغوي ھغه شريكوال په ګوته كړي كوم چې د توان بحران خاتمه كښې مرسته كولے شي۔ده ووئيل حكومت به خپل ګاٶنډي هېوادونو سره خپلو اړيكو ته پام كوي۔ده وووئيل تركومې چې دې سيمه كښې امن نه وي پرمختګ له زمونږ هڅې كاميابېدې نه شي۔ده افغانستان كښې د مستحكم حكومت او امن له د سيمه ايز اتفاق رائے پېداكولو په اهميت زور راوړو۔ده ووئيل د افغانستان مشرتابه په خپلولاسو كښې د امن او روغې جوړې عمل ملاتړ پاليسي به راوانه ساتلے شي۔هند سره د اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم د دوه اړخيزه اړيكو بحالولو او د  كشمير پشمول د ټولو حل وړ معاملو د حل لټولو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل سعودي عرب تركيه او ايران زمونږ ملګري هېوادونه دي۔ دي سره به نزدې په مرسته اډانه اړيكې په ځائې ساتو۔امريكې سره د اړيكو په اړه ده ووئيل دواړه هېوادونه ځينو څانګو كښې شريكې ګټې لري مونږ به اتفاق رائے جوړو او چرته چې اختلافات وي د ھغې د كمولو به هڅه كوٶ۔ده ووئيل چين زمونږ ستر ملګرے او مهم اقتصادي شريكوال دے۔پاكستان به چين سره ستراتېژكي اړيكې لا مضبوطه وي۔ده ووئيل اروپا هم زمونږ لوے تجارتي شريكوال دے او مونږ به ورسره خپلې اړيكي جاري ساتو۔وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره به د ټولو سياسي ګوندونو ٬ امنيتي ځواكونو ٬ ميډيا او د سول سوسائټۍ په سلا يو بشپړ تګ لار وضعه كولے او قامي اتفاق رائے پېدا كولے شي۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ د خارجي اړخونو حل ته هم اړتيا ده دې له به د بېلو انتها خوښو د فنډنګ ذريعې ختمول وي۔ده ووئيل د پاكستاني سفارتخانو لويه ذمه واري د سمندر پورې پاكستانيانو خيال ساتل دي كوم چې د هېواد لويه اثاثه ده۔ده سفارت خانو ته بهر هېواد كښې د پاكستان روښانه تشخص او كلتور په ډاګه كولو هدايت وكړو او يو ترقي خوښ پاكستان له ئې په ګډا د كار كولو په حاجت زور راوړو۔

 

 
> PDF Print E-mail

 

يو كال  كښې دننه به تهاڼه او پټواري كلتور د مينځه يوسو

اسلام آباد 06 جون (اے پی پی) د پنجاب اعلي وزير ميا شهباز شريف وئيلي دي پنجاب كښې به يو كال  كښې دننه تهاڼه او پټواري كلتور د مينځه يوسو۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل مسلم ليګ ن به د بډو ختمولو نه يو نوې نظام معارفي كړے۔ده ووئيل د ټولو زمكو رېكارډ به كمپيوټرائزډ كړے شي۔دغسې چې دا نظام سپېځلے كړې شي۔ده ووئيل د امن صورتحال ښه كولو له به د تهاڼې او رشوت نظام ختمولے شي۔ده ووئيل زمونږ ګوند به وړو كروندګرو ته شمسي ټيوب وېلونه وركړي۔ده ووئيل لوډشېډنګ د كركيلي او صنعت ملا ماته كړے دې صورتحال ښه كولو له به ګامونه پورته كولے شي۔

 

 

 

د مسلم ليګ (ن) حكومت په لوډشېډنګ ٬ اقتصادي ستونزو او نورو چېلنجونو قابو موندلو له لوظي دے۔اسحاق ډار

اسلام آباد 06 جون (اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د مسلم ليګ (ن) حكومت په لوډشېډنګ ٬ اقتصادي ستونزو او نورو چېلنجونو قابو موندلو له لوظي دے۔نجي ټي وي سره خپلو خَبرو كښې ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) اقتصادي ډلې د اوسني اقتصادي صورتحال او نورو چېلنجونو مقابلے لپاره تګ لار وضعه كړے۔ده ووئيل  حكومت به ادارو كښې احتساب او د سپېځلتيا عمل باوري كوي او د داخلي او خارجي مسئلو حل له به ټولو ډلو سره سلا كولو سره د خپل سياسي لوظ څرګندونه كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) مشرتابه د معيشت او خارجه پاليسۍ په اړه قامي اتفاق رائے ته وجود وركړے۔


خېبر بانك يو مثالي اداره جوړول غواړو۔سراج الحق

پېښور 06 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د خزاني صوبائي وزير سراج الحق وئيلي دي زمونږ حكومت د صوبې خېبر بانك نه يوازې د صوبې بلكې د هېواد يو مثالي بانك جوړول غواړي او د صوبې معاشي پرمختګ كښې د خېبر بانك مهم كردار ته لا فراختيا وركول غواړي۔ ده په سول سېكرټرېټ پېښور كښې د خېبر بانك اېم ډي مير جاوېد حشمت سره د ملاقات په مهال د خپل دې لوظ پخلې وكړو۔ده ووئيل د دې بانك دلارې به صوبه اوهېواد كښې اسلامي بېنكاري په نوې جذبه پېل كړو۔ په دې مهال ده هدايت وكړو چې خېبر بانك دے صوبه كښې د وړو كارخانو جوړولو او د دې استحكام كښې خوښې لرونكو سره بشپړه مرسته وكړي۔

 

 

سراج الحق صوبې له د اولس دوست بجټ جوړولو سپارښتنه كړې

پېښور 06 جون (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا د خزاني صوبائي وزير سراج الحق ټولو اړوند چارواكو ته سپارښتنه كړې چې راروان كلن بجټ دے د صوبې د اولس د هيلو له مخې اولس دوست جوړ  كړے شي۔ كوم كښې چې اولس ته زياتې اسانۍ وركړې شي۔ په خاص توګه زدكړې ٬ روغتيا او د ژوند ټولو بنيادي ضرورتونو ترسره كولو له دې د آسانيو رسني پلو تر ټولو اول پام وكړې شي۔ده د زيارت په ورځ سول سېكرټرېټ پېښور كښې د فنانس څانګې كنفرنس روم كښې د كلن بجټ تيارولو په لړ كښې د تفصيلي بجټ بريفنګ خاص غونډې مشري كولو په مهال ووئيل چې د موجوده اتحادي حكومت دا خوښه ده چې د خېبر پښتونخوا محدود وسائلو سره هم د بدلون په انقلابي اېجنډا كار زر تر زره پېل كړې شي دغسې چې اولس سره شوې لوظونه تر سره شي او د پرمختګ ٬ سوكالۍ پروژو بشپړ كېدو سره د صوبې اولس ته ګټې ورسول شي۔ده د فنانس څانګې اعلی چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې صوبه كښې د كېنسر ٬ ډائيلاسسز او هېپاټائټس پشان د موذي ناروغو وېړيا او رعايتي درملنۍ لپاره راروان بجټ كښې پراخه فنډ بېل كړي دغسې چې اولس ته د درملنې غوره او په وخت اسانۍ وركړې شي۔

 

 

پاكستان مسلم ليګ ن (نن) د دعا ورځې په توګه لمانځي

پېښور 06 جون (اے پی پی)پاكستان مسلم ليګ (ن) نن د جمعې ورځ د دعا ورځې په توګه لمانځي او د جمعې لمونځ څخه روسته به د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له خاص دعاګانې غوښتلې شي۔د ګوند مشر لارښود اے پي پي سره خپلو خبرو كښی ووئيل چې د دې ورځې د دعا ورځ په توګه لمانځلو غږ وزيراعظم ميا نوازشريف كړې۔

 

 

 

د مقبوضه كشمير آزادي خوښو لارښودو ميا نوازشريف ته په وزيراعظم ټاكل كېدو مباركي وركړه

سرينګر 06 جون (اے پی پی) د مقبوضه كشمير آزادي خوښو لارښودو ميا نوازشريف ته په وزيراعظم ټاكل كېدو مباركي وركولو سره هيله څرګند كړې چې دے به د كشميريانو د هيلو له مخې د كشمير مسئلې حل له خپلي هلې ځلي روانې ساتي۔د كشمير ميډيا سروس له مخې د جمو او كشمير لبرېشن فرنټ چيئرمېن محمد ياسين ملك ميډيا سره خبرو كښې د ميا نواز شريف د پاكستان وزيراعظم په ټاكل كېدو تبصره كولو سره د دې هيلې څرګندونه وكړه چې ھغه به د كشميريانو د هيلو له مخې د كشمير مسئلې حل له خپلي هلې ځلي روانې ساتي۔ده ووئيل په جمو كشمير د هند د غېر قانوني تسلط په سوب د كشميريانو څلور نسلونه تباه شوي او كشميري اولس نه غواړي چې دا مسئله دغه شان روانه پاتې شي۔ده ووئيل كشميري  د دې مسئلې حل د دوي د هيلو له مخې غواړي۔د جمو كشمير ډېموكرېټك فريډم ګوند چيئر مېن شبير احمد شاه ووئيل چې د كشمير مسئله يوازې د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔ده هيله ولرله چې ميا نواز شريف به د دې مسئلې حل له جدي هڅې وكړي

 

 
> PDF Print E-mail

 

 

نوے ټاكل شوې وزیراعظم محمد نواز شریف لاهور ته لاړو

د پنجاب ګورنو او د لنډ مهاله آئی جی پشمول نورو اعلیٰ افسرانو د ده هركلې وكړو

لاهور 06 جون (اے پی پی) نوے ټاكل شوې وزیراعظم محمد نواز شریف د سوګند پورته كولو نه وروسته د زيارت په ورځ لاهور ته لاړو۔ د لاهور په هوائي ميدان د پنجاب ګورنرمخدوم احمد محمود او د پنجاب لنډمهاله آئی جی خان بیګ پشمول نورو اعلیٰ افسران د ده هركلې وكړو۔ په دې مهال وزیراعظم محمد نواز شریف سره سناتور پرویز رشید او د مسلم لیګ (ن) مرکزی لارښود اسحاق ډار هم موجود ؤ۔

 

 

 نیپال كښې د بارانونو له امله د 3 ماشومانو پشمول د يوې كورنۍ 7 كسان مړه شول

کھټمنډو 06 جون (اے پی پی)په نیپال كښې د بارانونو او خاورو كمرو راپريوتو له امله د 3 ماشومانو پشمول د يوې كورنۍ 7 كسان مړه شوي دي۔د ميډيا له مخې پولیس چارواكو ووئيل چې نیومیکنا كلي كښې د بارانونو او خاورو كمرو راپريوتو په نتېجه كښې د يوې كورنۍ 7 كسان مړه شوي دي او د يو بل كور 4 كسان بےدركه شوي او 2 ژوبل شوي دي۔ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔

 

 

د صوبې په 8 ضلعو كښې د پوليس نورې 94 پوستې ختم كړې شوې

 پېښور 06 جون(اے پی پی)د خېبر پښتونخوا پولیسو د خپلې حکمت عملۍ له مخې په 8 ضلعو كښې د پوليس نورې 94 پوستې ختمولو سره دې كښې ځيني په موبائل پوستو بدل كړېدي۔دې ضلعو كښې چارسدہ، کرک، کوهستان، سوات، بره دیر، كوز دیر، شانګله او چترال شامل دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تيرو دوه ورځو كښې تر اوسه 142 پوستې ختم کړې شوېدي۔ پاتي ضلعو كښی د دې پوستو ختمولو یا دا په موبائل پوستو كښې د بدلولو په عمل کار روان دے

 

 

د شعبان مياشت ليدلو لپاره به د رویت هلال کمېټې غونډه د اتوار په ورځ كېږي

اسلام آباد 06 جون (اے پی پی)د شعبان مياشت ليدلو لپاره به د مركزي او د ځائي رویت هلال کمېټو غونډې د اتوار په ورځ كېږي۔ د مرکزی رویت هلال کمېټۍ غونډه به کراچۍ كښې كېږي د غونډې مشري به چیئرمېن مفتی منیب الرحمن کوي دغسې وفاقی پلازمينه كښې به د زونل کمېټۍ غونډه د مذهبی چارو په وزارت كښې او نورو سيمو كښې هم كېږي۔

 

 

 

د برېښنا د طلب او رسد ترمېنځه فرق 4300 میګا واټ پاتې شو

اسلام آباد 06 جون (اے پی پی)د برېښنا د طلب او رسد ترمېنځه فرق 4300 میګا واټ پاتې شو۔د زيارت په ورځ د اوبو او برېښنا وزارت لخوا جاري شويو شميرو له مخي د تيرو 24 ساعتونو په مهال د برېښنا مجموعی پیداوار 12 زره 200 میګاواټ او طلب ئې 16 زره 500 میګا واټ ؤ۔

 

 

 

د پاک فضائیه مشر سره د سعودی عربستان سفیر عبدالعزیز بن ابراهیم الغدیر وليدل

اسلام آباد 06 جون (اے پی پی) د پاک فضائیه مشر ایئر چیف مارشل طاهر رفیق بټ سره د سعودی عربستان سفیر عبدالعزیز بن ابراهیم الغدیر د زيارت په ورځ ایئر هیډ کواټرز كښې وليدل۔ د پاک فضائیه وياند له مخې د سعودی سفیر شيبه ګهړۍ ایئر چیف سره و او د شريكې خوښي په چارو ئې د خیالاتو څرګندونه كوله۔ د ملاقات په مهال د مرستې په بېلو څانګو خبري وشوې۔ایئر چیف د سعودی سفیر ته سووینیئر هم وړاندې كړو۔

 

 

سعودی عربستان د نړيوال اسلامک ریلیف آرګنائزیشن بېلو څانګو كښې په لويه توګه د مرستې هلو ځلو پېل كولواعلان وكړو

اسلام آباد 06 جون (اے پی پی) سعودی عربستان د نړيوال اسلامک ریلیف آرګنائزیشن بېلو څانګو كښې په لويه توګه د مرستې هلو ځلو پېل كولواعلان كړے دے۔ یه دې لړ كښې د سعودی سفیر عبدالعزیز بن ابراهیم الغدیر او د آرگنائزېشن ریجنل ډائریکټر ډاکټر عبدہ بن محمد عتین به (نن) د جمعې په ورځ د مرستې هلو ځلو تفصیلاتو څخه خبرولې شي۔ نړيوال اسلامک ریلیف آرګنائزیشن د وړاندي نه په سیلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې هلې ځلې پېل كړېدي۔

 
More...
<< Start < Prev 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 Next > End >>

Results 82 - 90 of 18203
Elections 2013 News
Elections 2013 News
Chinese Premier Visit to Pakistan
Chinese Prime Minister Visit to Pakistan Chinese Prime Minister Visit to Pakistan
Code of Conduct
Code of Conduct
Manifestos of Parties
Manifestos of Political Parties
Independence Day News
Independence Day News
Budget 2013-2014
Federal Budget
Punjab Budget
Sindh Budget
KPK Budget
Balochistan Budget
A.J.K Budget
Gilgit Baltistan Budget
Economic Survey
Economic Survey 2012-2013
Economic Survey 2011-2012
Economic Survey 2010-2011
Presidential address to the joint sitting of parliament
Presidential address to the joint sitting of parliament
Day of Democracy
Day of Democracy News
Parlimentary Proceedings
National Assembly
Senate
Ordinances