|
Sport News |
|
|
|
Archive |
-
June, 2013
-
May, 2013
-
April, 2013
-
March, 2013
-
February, 2013
-
January, 2013
-
December, 2012
-
November, 2012
-
October, 2012
-
September, 2012
|
|
|
|
Pashto News
|
وفاقي كابينې د بجټ د
وړاندېزونو منظوري وركړه۔
اسلام آباد ۔ 12 جون
(اے پی پی) د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښی د شورؤ په ورځ پارلمان كښی
دوفاقي كابينې خاص غونډه اوشوه كابينې د مالي كال 14 – 2013 د وفاقي بجټ په
وړاندېزونو غور اوكړو او منظوري ئې وركړه۔
|
|
|
بندونو ٬ پولونو او د
اوبو ذخېرو كولو له په مجموعي توګه 57 ارب 84 کروړ روپۍ بېلې كړې شوې
اسلام آباد ۔ 12 جون
(اے پی پی)د راتلونكي مالي كال په كلن پرمختيائي پروګرام كښې بېلو بندونو ٬ پولونو
او د اوبو ذخېرو كولو له په مجموعي توګه 57 ارب 84 کروړه روپۍ بېلې كړې شوې۔د شورو
په ورځ د جاري شوي پي اېس ډي پي له مخې چشمه رائټ بنك كنال له 2 كروړه ورپۍ٬ ګریټر
تھل کنال فېز 1 له 30 کروړ روپۍ، سکھر بېراج له 25 کروړ روپۍ، پنډۍ كښې مجاهد بند
جوړولو له 46کروړ 21 لکھ 83زره ، ګومل زام بند له دوه اربه روپۍ او كرم تنګي بند
له 3 اربه روپۍ ٬ نوې ګاج بند له 3 اربه روپۍ ، دراوټ بند له 2 اربه 50 كروړه روپۍ
٬ نولانګ بند له دوه ارب 50 كروړه روپۍ ٬ ، منګلا بند واټر شېډ منصوبې له 7 کروړ
31 لکھ روپۍ او ست پارہ بند له 17 کروړه 50 لکھ روپۍ بېلې كړې شوې دي
|
|
|
د اولس
مشر آصف علی زرداری په مشرۍ كښې پاكستان څخه د پوليو ختمې له نېشنل اېمرجنسي اېكشن
پلان تيار كړے شوے په نتيجه كښې ئې د دے رنځ خاتمه كښې په ډاګه پېش رفت شوې۔ د بل
ګېټس خپل خاص استازي د لارې رسول شوې خط كښې د اولس مشر ستائنه
اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی
پی) د بل اېنډ ملېنډا ګېټس فاﺅنډېشن شريك چيئرمېن بل ګېټس پاكستان كښې دپوليو
خاتمې لپاره د اولس مشر آصف علي زرداري ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د اولس مشر په
مشرۍ كښې پاكستان څخه د پوليو ختمې لپاره كوټلې نېشنل اېمرجنسي اېكشن پلان تيار كړے
شوے چې په نتيجه كښې ئې د دې رنځ خاتمه كښې په ډاګه پېش رفت شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه
د نهې په ورځ د خپل خاص استازي د لارې اولس مشر ته په رسول شوي خط كښې كړې۔ده د
پوليو په خاتمې او د معمول وېكسينېشن كښې د اولس مشر لخوا د پرله پسې ملاتړ جاري
ساتلو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل چې د تېر كال په نسبت سږكال تر اوسه په پوليو
كېسز كښې 62 فيصده كمې راغلې او د پوليو وائرس ټائپ تهري د كېس كومه اطلاع نه ده
ترلاسه شوې۔ده پاكستان كښې د پوليو خاتمه كښې د ډاكټر عذرا فضل پیچوهو او آصفه بھټو
زرداری د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ده په خپل خط كښې وئيلي چې ډاكټر عذرا فضل پیچوهو د
قامي اسمبلۍ غړې او د پوليو خاتمې په اړه د اولس مشر د جاج كمېټۍ چيئرپرسن په حېث
فاټا غوندې سيمو كښې د وېكسينېشن په اړه مهم كردار تر سره كړې۔ده ووئيل چې د پوليو
مخنيوي پروګرام كښې بوخت كارمندانو ته دې تحفظ او په ډلو د كېدونكو بريدونو دې مخنيوې
وكړې شي۔ده د پوليو كارمندانو حفاظت په لړ كښې د اولس مشر په ملاتړ زور راوړولو
سره ووئيل چې بيا لپاره د اولس مشر ذاتي جاج ته اړتيا ده چې دې سره پاكستان څخه د
پوليو مخنيوي هلې ځلې باوري كړې شي
|
|
|
د ملګرو
ملتونو عمومي سېكتر ميا نواز شريف ته په وزيراعظم ټاكل كېدو مباركي وركړه
اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی
پی)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كې مون وزيراعظم محمد نواز شریف ته د وزارت عظمیٰ
په چوكۍ سنبالولو مباركي وركړې۔عمومي سېكتر د نهې په ورځ وزيراعظم سره ټېلېفوني
تماس ونيولو او ده لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم په مباركۍ وركولو
او د ده حكومت له په نېكو هيلو لرلو د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر مننه وكړه۔
|
|
|
د پوليو
د منځه وړل اولنۍ قامي ترجيح ده او دې له به هڅې روانې ساتلې شي۔
ټول
سياسي ګوندونه د دې ملاتړ كوي۔
اولس مشر
سره د بل ګېټس او ملېنډ ګېټس فاؤنډېشن استازي ډاكټر وقار اجمل د ملاقات په مهال
خبرې
اسلام آباد ۔ 11 جون
(اے پی پی) اولس مشر آصف علي زرداري وئيلي دي د پوليو ختمول اولنۍ قامي ترجيح ده
او په دې اړه به هڅې روانې ساتلې شي۔ ولې چې ټول سياسي ګوندونه او سول سوسائټي د
دې پروګرام په حق كښې ده۔ په دې لړ كښې به پرلې پسې هلې ځلې كولې شي دغسې چې د نېشنل
ایمرجنسی اېکشن پلان (اېن ای اے پی) 2013ء ترمخه په وخت د وېكسين ډلې لېږل باوري
كړي شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بل ګېټس او ملېنډا ګېټس فاﺅنډېشن استازي ډاكټر
وقار احمل سره خپلو خبرو كښې اوكړه چا چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره
ملاقات اوكړو۔ په دے مهال د پوليو ختمولو سفيره آصفه بھټو زرداری، ډاكټر عذرا فضل
پیچوهو، بېګم شهناز وزیر علی، د صدر وياند فرحت الله بابر ٬ د اولس مشر سېكتره
نسرين حق او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ د اولس مشر وياند بريفېنګ كښې ووئيل اولس
مشر 1994ﺀ كښې د شهيدې بېنظير بھټو خپلې لور ته دپوليو څاڅكي وركولو سره د دې مهم
په پېل كولو كښې د بل ګېټس اوملېنډا ګېټس فاؤنډېشن مرسته وستائله۔ ده ووئيل دې
مرستې ته مونږد قدر په سترګه ګورو۔ اولس مشر ووئيل ځينې سيمو كښې د عسكريت سوچ
لخوا په پوليو ډلو بريدونه كيږي خو دې سره هم دا هېواد كښې روانې دي۔ ده ووئيل دا
ډول پېښې زمونږ لوظ كمزورې كولې نه شي۔ ده ووئيل د ټولنې ټولو ډلو ملاتړ او د
حكومت لخوا د روانو هڅو په سوب د پوليو كېسونو كښې د كال 2011 په مقابله كښې د
اطمينان وړ كمے راغلے۔ اولس مشر د پوليو ختمولو ملاتړ كولو كښې د پارلمان غړو او
فتوی جاري كوؤنكو علماﺀ كرامو كردار هم وستائلو۔ ډاكټر وقار اجمل د ملاقات درناوي
په بخښلو د اولس مشر منه كولو سره د پوليو ختمولو له د ټولنې ټولو ډلو ځان سره
اخستلو سره د حكومت د هڅو ستائنه اوكړه۔
|
|
| | << Start < Prev 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 Next > End >>
| | Results 46 - 54 of 18203 |
|
|
|
|
Chinese Premier Visit to Pakistan |
|
|
|
Presidential address to the joint sitting of parliament |
|
|
|