Home
 

Today is,

Friday, 24 May 2013

 

Home | About Us | News | User Login | Tender | Contact Us
Main Menu
Home
Photos at China Radio
News
Blog
Links
Search
Contacts
Seniority List
News Section
National
World
Sport
Business
Forex
Weather
Articles & Features
Sport News
Chief of Naval Staff Amateur Golf Cup from Friday
ISLAMABAD, May 23 (APP): Chief of the Naval Staff Amateur Golf Cup will  commence from Friday at Margalla Greens Golf Club (MGGC) Islamabad. The best amateur golfers around the country including senior, junior and ladies category will feature in the three-day event.  The opening ceremony of the event was held on Thursday at Margalla  Greens Golf Club Islamabad. Rear Admiral Athar Mukhtar, Patron PN Golf and Vice President Margalla Greens Golf Club was the chief guest on the occasion. The main match would be played amongst amateurs over 54 holes during the three days 18 holes each day.  Amateurs with handicap 12 and below will participate in the match. It  has been decided to give the participation rights to all those having the handicap up to 12 strokes.
Read more...
 
AFP dedicates National Athletics C’ship to late Syed Zakir Hussain
ISLAMABAD, May 23 (APP): The Athletics Federation of Pakistan (AFP) will  pay tributes to former Director General Pakistan Sports Board, late Syed Zakir Hussain by holding the 45th National Athletics Championships in his memory.  The National Athletics Championship will explode into action on Friday at Jinnah Stadium, Pakistan Sports Complex Islamabad. Speaking at a press conference President AFP Lt. Gen. (Retd) Akram Sahi said that late Syed Zakir Hussain was an outstanding sports administrator, sports lover and writer and throughout his life had a positive and principled approach towards the promotion of national sports in the country.
Read more...
 
Saleh top seed in Asian Snooker 6-Red Championship
KARACHI, May 23 (APP): Newly crowned Asian Snooker Champion, Saleh Muhammad Muhammadi of Afghanistan has been top seeded for the Asian Snooker 6-Red Championship which goes into action in Qatar from Friday. Saleh, formerly of Pakistan earlier this month won the Jubilee Insurance 29th Asian Snooker Championship held in Karachi by beating Omar Al-Kojah of Syria in the final. Pakistan’s Muhammad Sajjad, a 2010 Asian Snooker Championship finalist is seeded four while Pakistan’s current World Champion Muhammad Asif is seeded sixth according to draws and seeding received from Asian Confederation of Billiards Sports (ACBS).
Read more...
 
Asif confident of Pakistan doing well in Asian Team Snooker
KARACHI, May 22 (APP): Reigning World Champion Muhammad Asif was confident of doing well in inaugural Asian Team Snooker and 6-Red Snooker Championship being held Doha (Qatar) from May 24 to 30. “All our players like Sajjad, Hamza and Majid are in a good nick and are in the best frame of mind to do well in Doha event”, Muhammad Asif told APP in an interview on Wednesday.
Read more...
 
National ranking boxing tournament next month
LAHORE, May 22 (APP): National ranking boxing tournament will be held from June 20 at Hyderabad under the aegis of Pakistan Boxing Federation. “It will be a top national level boxing activity being held after the elections of the present regime of the PBF,” said Secretary, PBF, Iqbal Hussain while talking to APP here on Wednesday.
Read more...
 
Archive
Latest News
KCCI chief welcomes Pakistan, China reaffirmation to deepen ties - Lord Mayor of Manchester Naeem Ul Hassan calls on Pakistan HC to UK - USAID facilitates national interchange on teacher education reforms ... - CJP takes three suo moto notices - Youth real asset and power of muslim ummah: UAE envoy - SC dismisses Abrar-ul-Haq’s petition against Ahsan Iqbal
Pashto News
> PDF Print E-mail

اولس مشر د وزيراعظم په وېنا د سول ملازمين(بدلون)آرډيننس 2013 نفاذ منظوري وركړه٬د منتقل شويو وزارتونو ټول ملازمين به په هغه ادارو كښې مستقل كړې شي٬چرته چې د هغوي بدلي شوي وو او دا مهال دغلته كار كوي۔

اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) اولس مشر آصف علي زرداري د وزيراعظم جسټس(ر)مير هزار خان په وېنا د سول ملازمين(بدلون)آرډيننس 2013 نفاذ منظوري وركړه٬د منتقل شويو وزارتونو ټول ملازمين به په هغه ادارو كښې مستقل كړې شي٬چرته چې د هغوي بدلي شوي وو او دا مهال دغلته كار كوي۔د اولس مشر وياند سناتور فرحت الله بابر د آرډيننس تفصيلات ذكر كولو سره ووئيل چې د 18 بدلون په نتيجه كښې كنكرنټ لسټ ختم شوې او وزارتونه صوبو ته منتقل شوي او د وفاقي سېكرټرېټ بيا تشكيل كېدو په سوب 17 وزارتونه٬ډويژونونه٬د بېلو څانګو نزدې 10 زره سول سرونټس او افسران د سول سرونټس اېكټ 1973 سېكشن 10 اے ترمخه د ډيپوټېشن په بنياد وفاقي او صوبائي حكومتونو كښې په ځاې كړې شوي دي۔بيا هم د دې ملازمينو په مستقل بنيادونو د دغې ادارو برخه جوړول باقي وو۔وياند ووئيل د 18م آئيني بدلون ترمخه جوړ كړې شوي د عملدرآمد كميسون فېډرل سول سرونټس اېكټ 1973 او اړوند صوبائي سول سرونټس اېكټ كښې بدلون لپاره د قانون سازۍ مسوده تياره كړې وه۔بيا هم تر يكم جولائي 2011 پورې دې ته حتمي شكل ورنه كړې شو۔د دې نه وروستو دا مسوده په 11 جولائي 2012 د قانون او انصاف ډويژن ته وړاندې كړې شوه ولې د كمېټۍ لخوا د منظورۍ په عمل كښې تاخير وشو۔فرحت الله بابر ووئيل د آرډيننس ترمخه د سول ملازمين اېكټ 1973 سېكشن 3 كښې بدلون كولو سره لانديني شقونه شامل كړې شوې دي۔د شق 3 ترمخه وفاقي حكومت د وزارت كوم هم سول سرونټس پېوست اړوند صوبې  ته لېږلې شي۔د شق 4 ترمخه وفاقي حكومت د 18 بدلون په نتيجه كښې د ختم شوي وزارتونو په بنياد اسلام آباد كښې كوم وزارت ډويژن يا څانګه كښې د وظيفې ترسره كونكي سول سرونټس بدلي كولې شي۔د شق 5 ترمخه دا داسې سول سرونټس د سينيارټي تعين به اړونده صوبه وزارت يا د ډويژن پېداو ترمخه كولې شي۔د شق 6 ترمخه فاټا٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې كار كونكي به د 18 بدلون په نتيجه كښې د منتقل شويو وزارتونو ډويژن يا د ذيلي دفترونو سول سرونټس په معامله كښې د اولس مشر لخوا جاري كړې شوې احكاماتو ترمخه كار كوي۔ آرډيننس كښې وئېلې شوې دي چې د سول سرونټس بدلون آرډيننس 2013 د كوم هم شق پھ نفاذ كښې په ستونزو راتلو به وفاقي حكومت ضروري حكم جاري كوي۔

 

د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د پاكستان دوه ورځنۍ سركاري دورې نه وروستو هېواد ته ستون شو

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی)د چين وزير اعظم لي كي چيانګ د زيارت په ورځ دوه ورځې سركاري دورې بشپړېدو نه وروستو هېواد ته ستون شو۔اولس مشر آصف علي زرداري٬وزيراعظم جسټس(ر)مير هزار خان كهوسو٬د پوځ سرلښكر جنرال اشفاق پروېز كياني او د سول اعلٰی او پوځي چارواكو دے رخصت كړو۔ ده ته د پاكستان دورې پھ مهال تيار كړے شوے د  عكسونو البم هم وړاندے كړے شو۔ چينائي وزيراعظم د خپلې دورې په مهال اولس مشر آصف علي زرداري سره يو په يو او د پلاوي په كچ ملاقات كړې۔ ده وزيراعظم مير هزار خان كهوسو او نوموړي پاكستاني سياستمدارو سره هم ملاقاتونه كړي۔اولس مشر آصف علي زرداري او وزيراعظم مير هزار خان كهوسو ده ته مېلمستيا هم وركړې۔ د چين وزيراعظم دورې په مهال  د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬معيشت٬توان٬مواصلات او نورو څانګو كښې د مرستې لوظ نامې هم لاس ليك شوې۔د چين وزيراعظم د سېنېټ خاص غونډې ته هم خطاب كړی او د پاك چين فرېنډ شپ سنټر دوره يې هم وكړه۔ چرته چې ده د پاكستان او چين وګړو سره خبرې اترې وكړي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا په نامه شكرپړياں كښې بوټے هم نال كړو۔

 

د معاشي پرمختګ لاره كښې خنډان لرې كولو لپاره به د پاكستان مرسته كوو٬د معيشت٬كلتور٬تعليم٬سېلګرۍ٬كركيلې او د علم او ادب پشمول پھ ټولو څانګو كښې به روابط پراخا كولے شي٬د خپلواكۍ ساتنې٬اقتصادي او سماجي پرمختګ٬دترهه ګرۍ خاتمې او په منطقه كښې امن رواستلو لپاره به چينائي اولس تل د پاكستان ملګرتيا كوي٬پاكستاني اولس د قدرتي آفتونو پېدا شوي صورتحال په نره مقابله كولو معجزه ښودلې٬د زلزلې څخه روسته په مرسته كولو د پاكستان مننه كووم٬د پاكستان او چين د دوستۍ ودې لپاره كار كونكو ته سلام كوو۔د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ د سېنېټ غونډې ته وېنا

اسلام آباد23 مئی (اے پی پی) چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ وئېلې دي د معاشي پرمختګ په لاره كښې خنډان لرې كولو لپاره به د پاكستان مرسته كوو٬د معيشت٬كلتور٬تعليم٬سېلګرۍ٬كركيلې او د علم او ادب پشمول پھ ټولو څانګو كښې به روابط پراخا كولے شي٬د خپلواكۍ ساتنې٬اقتصادي او سماجي پرمختګ٬دترهه ګرۍ خاتمې او په منطقه كښې امن رواستلو لپاره به چينائي اولس تل د پاكستان ملګرتيا كوي٬پاكستاني اولس د قدرتي آفتونو څخه د پېدا شوي صورتحال پھ نره مقابله كولو څو ځله معجزه ښودلې٬د زلزلې څخه روسته په مرسته كولو د پاكستان مننه كووم٬د پاكستان او چين د دوستۍ ودې لپاره كار كونكو ته سلام كوو۔ده د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې ته وېنا كوله٬چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د سفارتي اړيكو د 60مې سالګرې په مهال زه پاكستان ته راغلے يم او په دې ډېر خوشحاله يم٬زه د چينائي حكومت او اولس لخوا پاكستاني اولس او حكومت لپاره خاص جذباتو او د نيكو هيلو څرګندونې له دلته راغلے يم۔ده ووئيل چې زه په 1986 كښې په اول ځل پاكستان ته راغلے ووم او هغه وخت يې پھ بېلا بېلو ښارونو او كلي والو سيمو كښې پاكستانو ملګرو او خلكو سره ملاقاتونه كړي وو ده ووئېل زه هغه وخت د پاكستان او چين مضبوطۍ دوستۍ څخه خبر شوے ووم۔ده ووئيل 27 كاله تېر شوي خو٬٬ تل دې وي د پاكستان او چين دوستانه٬٬۔دې جملې زما پھ ذهن ژور نقش پرېښے او كله به هم دا جمله هېره نه كړم۔چينائي وزيراعظم ووئيل چې ما يو ځل بيا د پاكستاني اولس پھ زړونو كښې چينائي اولس له د ورورولۍ جزبې محسوس كړې دي او زه د دې خبرې احساس لرم چې د پاكستان او چين اړيكې د غره غوندې مضبوطې دي۔پاكستان پخوانے تاريخ او كلتور لرونكے هېواد دے٬دې خاورې پخوانے كلتور او تمدن پیدا كړے۔د مهنجوداړو ٬د پرشكوه٬د لاهور قلعه او د لوې باد شاهي جومات پشان د پخوانو تاريخي ودانيو څخه د پاكستان د لوې كلتور څرګندونه كېږي٬د پاكستان اولس خواري كښ او بهادر دے۔ده ووئېل د پاكستان جوړېدو څخه تراوسه دوي د يو شمېر چېلنجونو مقابله كړې او ځانګړې كاميابۍ يې ترلاسه كړې دي۔چينائي وزيراعظم ووئيل زه غواړم چې د پاكستان اولس د پرمختګ په لاره روان وي٬پاكستان سيمه ايز او نړيوال امن لپاره هڅې كوي او ځكه د آسيا او نړۍ پھ كچه يو مهم مقام لري۔پاكستان د اسلامي نړۍ هم يو اثر لرونكے هېواد دے او د امن خبرو اترو د لارې شخړې هوارول غواړي۔ده ووئېل د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ خاتمې لپاره پاكستان د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔مونږ هيله لرو چې پاكستان به د سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو حل له لامهم او فعاله كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوستۍ پلاو تګ راتګ تاريخ ډېر پخوانے دے۔د ريښمو لاره زمونږ نزدې كولو كښې مهم كردار لري۔په كال 1951 كښې دپاكستان او چين سفارتي اړيكې رامخې ته شوې وې او د دې نه روسته د دوستۍ د اړيكو يو نوې دور پېل شو۔زمونږ دوستي پھ نړيواله كچه په بدله شوي وضعه پوره ختلې٬پاكستان او چين اصول او رښتيا خوښونكي هېوادونه دي۔د نړيوال صورتحال او كورنۍ په كچه سياسي بدلون زمونږ په دوستۍ هېڅ آغېز نه پرېباسي٬مونږ د غم او خوشحالۍ ملګري او ورونړه يو۔ده ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته به لا زياتېږي٬زمونږ قسمت يو دے٬پاكستان د آزمېښت پھ هره ګړۍ د چين ملګرتيا كړېكومه به چې مونږ كله هم هېره نه كړو۔چينائي وزيراعظم ووئيل د پاكستان قامي او فضائي كمپنۍ تر ټولو وړومبن نړيوال پرواز چين ته كړے و چې په نتيجه كښې يې چين له نړۍ ته د رسېدو يو موقع په لاس ورغله٬په چين كښې د زلزلې په نتيجه كښې د تباهۍ څخه روسته پاكستان زمونږ مرسته وكړه او مونږ يې مننه كوو۔ده ووئيل چې مونږ تل د پاكستان ملګرتيا كړې او ملګرې به يو۔د پاكستان او چين دوستي يو پراخا او ژور بنياد لري٬چينائي اولس پاكستان سره دوستي د فولادو پشان مضبوطه ګڼي او د پاكستان پشان رښتينې دوست له د وياړ وړ د عزت او احترام جذبات په خپلو زړونو كښې لري۔ده ووئيل چې د نړيوالو او سيمه ايزو چېلنجونو مقابلې لپاره مونږ ته د اړيكو او مرستې زياتولو حاجت دے۔پاكستان ٬ چين او سوئېلې آسيا د مينځنۍ او لوېديزې آسيا ترمينځه رابطې له ځانګړے كردار ترسره كوي۔ده ووئيل چې كه چين هر څومره پرمختګ وكړي نو پاكستان به ښه ګاونډې ملګرے او ښھ ورور ګڼي۔مونږ به په لاسو كښې لاسونه وركولو سره خپلې اړيكې مخ په وړاندې بيايو۔مرستې ته به وده وركوو او په لوړه كچه پلاؤ د تګ راتګ روايت به په ځاې ساتو۔چين غواړي چې پاكستان سره په ګډه د قراقرم لويه لار پراخا كړې شي٬ده ووئېل مونږ مالي مرسته او سرمايه كاري زياتول غواړو۔چينائي وزيراعظم ووئي مونږ په پاكستان كښې د چينائي ژبې ودې لپاره د كېدونكو هڅو قدر كوو۔د چينائي ژبې ودې لپاره د 1000 استاذانو تربيې او دې مقصد لپاره ادارې جوړولو لپاره به اقدامات كولي شي۔ې سره د پاكستاني زده كونكو چين ته د تللو او په چين كښې زده كړې سره سره پھ پاكستان كښې د چينائي زده كونكو د زده كړې به ډاډګيرنه كولې شي۔ده ووئيل پاكستان او چين به د كلتورونو ترمينځه خبرو اترو٬په نړۍ كښې امن ٬هم غږۍ او د دوستۍ اړيكو قوي كولو  لپاره په ګډه كار كوي۔د پاكستان او چين اړيكې به تل ښه وي او بايد مونږ شريك مقصدونه ترلاسه كولو له پھ ګډه كار وكړو چې دغسې زمونږ دوستي لا مضبوطه شي۔

 

اولس مشر آصف علي زرداري د وزيراعظم په وېنا اېف آر كوهاټ كښې د فاټا پوهنتون جوړېدو منظوري وركړه۔

اسلام آباد ۔ 23مئی (اے پی پی) اولس مشر آصف علي زرداري د وزيراعظم جسټس (ر) مير هزار خان كھوسو په وېنا اېف آر كوهاټ كښې د فاټا پوهنتون جوړولو منظوري په باضابطه توګه وركولو سره دا لاس ليك كړې چې مقصد ئې معياري تعليم ته وده وركول او د دغې سيمې زلمي كول ته د زده كړې موقعې په لاس وركول دي۔ د اولس مشر وياند فرحت الله بابر ووئيل پخواني وزيراعظم د جنورۍ په 16 نېټه كال 2009ﺀ كښې فاټا سره د تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره د فاټا پوهنتون جوړېدو اعلان كړے ؤ۔ ده ووئيل د آئين آرټيكل 247 ترمخه د پارلمان كوم هم اېكټ د وفاق د سېوري لاندې په قبائلي سيمو يا د دې په كومه برخه تر هغه دمه لاګو كېدے نه شي تر كومې چې اولس مشر په باضابطه توګه د دې منظوري وركړې نه وي۔

 

چينائي وزيراعظم د سېنېټ غونډې نه روسته د ټولو غړو سره مصافحه وكړه

اسلام آباد23 مئی (اے پی پی) چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ د سېنېټ غونډې نه روسته د سېنېټ ټولو غړو سره مصافحه وكړه۔د زيارت پھ ورځ د چين وزيراعظم وېنا نه روسته د سېنېټ چيئرمېن د غونډې پاې ته د رسېدواعلان وكړو او د دې څخه روسته چينائي وزيراعظم د سېنېټ چيئرمېن سره په ګډه د سېنېټ هر يو غړي سره مصافحه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن مېلمه ته د سېنېټ د غړو پیژندګلو اوكړه

 

چينائي وزيراعظم پاكستان كښې د چينائي ژبې ودې له د 1000 استاذانو تربيه كولو له د ادارې جوړولو اعلان وكړو

اسلام آباد23 مئی (اے پی پی)چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ د پاكستان او چين ترمينځه د اړيكو مضبوطيا او د اولس ترمينځه روابط زياتولو له پھ پاكستان كښې د چينائي ژبې ودې لپاره د 1000 استاذانو تربيه كولو او دې مقصد له د ادارې جوړولو اعلان وكړو۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې ته په خپله وېنا كښې چينائي وزيراعظم ووئيل چې چين به پاكستان كښې د چينائي ژبې ودې لپاره 1000 استاذان تربيه كوي او د چينائي ژبې تعليم لپاره به ادارې جوړولې شي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو د 100 نه زياتو ځوانانو دورې او پھ چين كښې د پاكستانيو زده كونكو تعليم ترلاسه كولو به هركلے كولے شي۔دغسې چينائي زده كوزنكي به هم تعليم لپاره دلته راځي او اردو ژبه به هم زده كوي

 

د چين وزيراعظم راتګ به د پاكستان او چين دوستۍ مضبوطولو له مهم وګرځي۔سيد نيئرحسېن بخاري

اسلام آباد23 مئی (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد نيئر حسېن بخاري وئېلې دي چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده او سره د ټولو ستونزو هم د پاكستان او چين دوستي تل په ځاې پاتې شوې۔د چينائي وزيراعظم راتګ به د دواړو هېوادونو د دوستۍ مضبوطيا له مهم ثابت شي۔ده د زيارت پھ ورځ د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ د وېنا څخه وړاندې دا خبرې كولې۔سيد نيئرحسېن بخاري ووئيل چې پاكستان به د چين ملګرتيا جاري ساتي۔د چين خپلواكۍ ته ورپېښ هر يو خطر مونږ د پاكستان خپلواكۍ له خطر ګڼو۔مونږ د پاكستان د خپلواكۍ سيمه ايزې سلامتيا او معاشي پرمختګ لپاره د چين پھ اصولي او مستقله مرسته مننه كوو٬مونږ هيله لرو چې د پاكستان او چين ترمينځه به په لوړه كچه دا سياسي تعلق پھ ځاې پاتې شي۔مونږ له به معاشي مرسته زياتول وي او په كلتوري توګه به خلق يو بل ته نزدې كولو له اقدامات كول وي۔

 

سېنېټ كښې نوي ساونډ سسټم كار پیل كړو٬پھ يو شمېر ژبو كښې د ترجمې سهولت هم وركړے شو

اسلام آباد23 مئی (اے پی پی) سېنېټ كښې د ساونډ نوي سسټم كار پیل كړو٬پھ يو شمېر ژبو كښې د ترجمې سهولت هم وركړے شو۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې ته د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ د وېنا په مهال د آواز نوے سسټم ولګولے شو۔نوې نظام د يو شمېر ژبو د ترجمې سهولت هم لري د كوم څخه به چې مېلمانه او خبريالان استفاده كولې شي۔

 

د پاكستان او چين ترمينځه دې پارلماني تګ راتګ زيات كړے شي۔اعتزاز احسن

اسلام آباد23 مئی (اے پی پی)د پاكستان پيپلزګوند لارښود سناتور چوهدري اعتزاز احسن د چينائي وزيراعظم لخوا سېنېټ غونډې ته د وېنا كولو او د پاكستان دورې هركلے كړے او وئېلې يې دي چې د پاكستان او چين دوستي به تل روانه وي۔دواړو هېوادونو پھ سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې۔د دواړو هېوادونو ترمينځه دې د پارلماني پلاوو تګ راتګ زيات كړې شي۔د زيارت په ورځ د چينائي وزيراعظم وېنا څخه روسته د مننې پھ توګه خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د چين پرمختګ نورو هېوادونو لپاره يو مثال دے۔چين پھ څلورو لسيزو كښې 40 كروړه اولس د غريبۍ څخه ويستلے ۔ده ووئېل  د يو شمېر ستونزو سره هم د پاكستان او چين دوستي په هر آزمېښت پوره ختلې۔شهيدې بېنظيربهټو٬ميا نواز شريف او اولس مشر آصف علي زرداري هم د خپلو مشرانو پشان د دواړو هېوادونو اړيكې مضبوطولو لپاره هڅې كړي۔اولس مشر آصف  علي زرداري 9 ځله چين ته تللے دے۔مونږ تاسو ته باور دركوو چې پاكستانے اولس د چينائي اولس ملګرے دے۔ستاسو راتګ سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔

 

مونږ چين سره دوستي اثاثه ګڼو۔راجه ظفرالحق

اسلام آباد23 مئی (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)مركزي لارښود سناتور ظفرالحق د چينائي وزيراعظم لخوا د پاكستان دورې هركلے كولو سره وئېلې دي چې د پاكستان پارلمان ٬حكومت او اولس چين سره دوستي يوه اثاثه ګڼي۔د زيارت په ورځ د سېنېت غونډې ته د چينائي وزيراعظم وېنا څخه روسته راجه ظفرالحق ووئيل د چينائي وزيراعظم دوره پھ ډېره مهمه موقع كېږي٬د دواړو هېوادونو پھ تاريخ كښې د پاكستان او د چين د دوستۍ د مضبوطولو يو شمېر مثالونه شته۔ده ووئيل د پارلماني پلاو تګ راتګ د لارې مرسته لا زياتېدے شي۔چينائي وزيراعظم ژور سوچ او رطبه لري مونږ هيله لرو چې د ده پھ اقتدار كښې به د دواړو هېوادونو دوستي او اړيكې لا قوي شي۔

 

په بغداد كښې د نامعلومو كسانو پھ ډزو كښې 12 تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شول

بغداد 23 مئی (اے پی پی)د عراق په پايه تخت بغداد كښې د نامعلومو كسانو پھ ډزو كښې 12 تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د مېډيا راپورونو له مخې دا پېښه په زاوينا سيمه كښې رامينځ ته شوې۔په وژل شويو كسانو كښې 7 مېرمنې هم شاملې دي۔ روانه مياشت په عراق كښې په بمي چاودنو او د تشدد په پېښو كښې 400 تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شويدي۔

 

نيپال كښې په ټرافېكي پېښه كښې 7 تنه مړه او د 20 څخه زيات ژوبل شول

كهټمنډو 23 مئی (اے پی پی)په نيپال كښې په ټرافېكي پېښه كښې 7 تنه مړه او د 20 څخه زيات ژوبل شوي۔ د مېډيا راپورونو له مخې دا پېښه په كاسچن پور سيمه كښې هغه مهال رامينځ ته شوه كله چې د مسافرو يو ګاډې 50 ميټره ژورې كندې ته پريوتو او په نتيجه كښې يې 7 تنه پھ ټكي مړه او د 20 څخه زيات ژوبل شول۔ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شويدي

 

اولس مشر آصف علي زرداري په كوئټه كښې د بمي چاودنې غندنه وكړه

اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی)اولس مشر آصف علي زرداري پھ كوئټه كښې د بمي چاودنې سخته غندنه كړې د كومې په نتيجه كښې چې پھ ګاډي كښې سواره امنيتي اهلكار مړه او ژوبل شوي دي۔اولس مشر دا يوه ناوړه فعل ګرځولو سره ووئيل چې حكومت او ټول قام د هر ډول ترهه ګرۍ خاتمې لپاره عزم لري۔ده صوبائي چارواكو ته هدايت وكړو چې پھ چاودنه كښې ژوبل شويو كسانو ته دې د روغتيا هر ډول آسانۍ برابرې كړې شي۔د غم جنو كورنيو په نامه د غمرازۍ پھ پیغام كښې اولس مشر دعا وكړه چې لوي څښتن دې پھ حق رسېدليو ته د خپل رحم په پلو ګښې ځاي او غم جنو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي۔ اولس مشر د ژوبل كسانو روغ صحت لپاره هم دعا وكړه۔

 

د ايران په ضد بندېزونه سختولو لے د امريكې خارجه كمېټۍ د نوي بل منظوري وركړه

واشنګټن 23 مئی (اے پی پی)خارجه چارو لپاره د امريكائې  نمائندګانو كمېتۍ د يو بل منظوري وركړې چې ترمخه به ئې د ايران په ضد لګېدلي بندېزونه نور هم سختولے شي۔د دې بل منظورۍ سره به ايران د غېرملكي كرنسۍ رسنې ته محدود كول او د ايران په بېلا بېلو صنعتونو لګېدلې بندېزونه نور هم سخت شي۔د دې بل د ملاتړ كوٶنكو وېنا ده چې اوس به د ايران په ضد بندېزونه نور سخت شي

 

د پنجاب اعلي وزير د امنيتي ځواكونو په قافله بريد وغندلو

لاهور 23 مئی (اے پی پی) د پنجاب نګران اعلي وزير نجم سېهټي كوئټه كښې د امنيتي ځواكونو په قافله د بريد غندنه كړې۔د غمرازۍ خپل پېغام كښې اعلي وزير بريد د قېمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د بې ګناه وګړو په وژلو كښې ككړ كسان د رحم قابل نه دي

 

د پنجاب اعلي وزير د ذوالفقار احمد د مور په مړينه خواشيني وښودله

لاهور 23 مئی (اے پی پی) د پنجاب اعلي وزير نجم سېهټي د اوصاف رېذيډنټ ايډيټر د ذوالفقار احمد د مور په مړينه خواشيني ښودلې۔د غمرازۍ خپل پېغام كښې اعلي وزير دعا كړه چې لوي څښتن دے رواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق روكړي

 

د خېبر پښتونخوا ګورنر د سناتور ملك عالم شېر د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پېښور 23 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر انجينيئر شوكت الله خان د سناتور ملك عالم شېر خان محسود د ورور او د ګورنر د پخوانې سېكتر علي شېر خان محسود په مړينه غمرازي ښكاره كړې ۔خدائے بخښلے د سناتور ملك ګلاب شېر خان محسود زوې ٶ۔د غمرازۍ خپل پېغام كښې ګورنر دعا وكړه چې لوي څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په   پلو كښې ځائې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي

 

لبنان كښې د سوريه اولس مشر ملاتړ او مخالفېنو نښته كښې 5 كسان مړه او 50 ژوبل شوو

بېروت 23 مئی (اے پی پی) لبنان كښې د سوريه اولس مشر بشرالاسد ملا تړ او مخالفېنو ترمينځه نښته كښې 5 كسان مړه او 50 ژوبل شوي۔په نښته كښې لاسي بمونه ٬ لانچرې او ټوپكې كارولې شوي۔دا خبره دې ښكاره وي چې د تېرو 4 ورځو په مهال د بشارالاسد ملاتړ كوٶنكو او مخالفينو ترمينځه نښتو كښې د وژل شويو شمېره 15 ته رسېدلې او د 170 څخه زيات ژوبل شوي هم دي۔

 

ميا نواز شريف خپل ورور شهباز شريف د پنجاب اعلي وزير وټاكلو

لاهور 23 مئی (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ ن مشر ميا نواز شريف خپل ورور ميا شهباز شريف په ضابطه توګه د پنجاب اعلي وزير وټاكلو۔د پنجاب اسمبلۍ غونډې نه وړاندې پارلماني كمېټۍ د دې منظوري وركړه۔د ګوند ذريعو له مخې نواز شريف د ګوند سلاكار بورډ وړاندېزونو نه روسته شهباز شريف په ضابطه توګه د پنجاب اعلي وزير غوره كړو۔شهباز شريف ټول ټاكنو كښې په درې صوبائي او يو قامي چوكۍ كاميابي ترلاسه كړې

 

امريكائي ډرون بريدونه د نړيوال قانون  په ضد دي۔اېمنسټي انټرنېشنل

لندن 23 مئی (اے پی پی) د بشري حقونو تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل د امريكائي ډرون بريدونو غندنې كولو سره دا د نړيوال قانونو په ضد ګرځولي۔خپل تازه راپور كښې اېمنسټي انټرنېشنل وئيلي دي چې ډرون بريدونه پټ ساتلے كېږي او د دې په نتيجه كښې بې ګناه وګړي وژل كېږي۔راپور كښې وئيلي شوي چې د ډرون بريدونو له امله وګړي په يره ژوند تېروي۔په دې بريدونو كښې د وژل شويو يا ژوبل شويو كسانو په ا ړه معلومات نه ترلاسه كېږي۔

 

د سوريه حالاتو له مخې سياسي خبرو اترو پېل كولو ته اړتيا ده۔د روسيه خارجه وزير

ماسكو 23 مئی (اے پی پی) د روسيه خارجه وزير سرګئۍ لاروف وئيلي دي د سوريه حالاتو له مخې هېواد كښې جنګي فعاليتونه زر تر زره بندولو سره سياسي خبرو اترو پېل كولو ته اړتيا ده خو د مخالفې ډلې د لارښودو بيانونه د اطمينان وړ نه دي۔دا خبره ده ماسكو د سوريه خارجه وزير فېصل مقداد سره ملاقات كښې وكړه۔سرګئۍ لاروف ووئيل چې امريكې او روسيه د سوريې مسئلې په اړه د نړيوال كنفرنس په مهال د جنګي عملياتو ختمولو او امن ناكه مذاكرات پېل كولو په اړه  تجويز وركړے ٶ۔ده په دې اړه د سوريه مشرتابه مثبت غبرګون وستائلو۔

 

نوے ټاكلے حكومت به د پاكستان او چين اړيكو لا قوي كولو له هلي ځلې كوي۔پروېز رشيد

اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی)د مسلم ليګ ن لارښود پروېزرشيد وئيلي دي نوے ټاكلے شوے حكومت به د پاكستان او چين اړيكو لا قوي كولو له هلي ځلې كوي۔د زيارت په ورځ پارلمان څخه بهر ميډيا ته ده ووئيل چې د مسلم ليګ ن پخواني حكومت هم د پاكستان او چين اړيكو ته اهميت وركړے ٶ او اوس به نوے ټاكلے حكومت دغه اړيكې لا قوي كولو له هلې ځلې كوي۔د چين وزيراعظم د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه ټولو څانګو كښې شريكې مرستې ته وده ترلاسه شي۔پروېز رشيد ووئيل چې د چينائي وزيراعظم سوګند پورته كولو نه پس د پاكستان دوره كول د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې د چين مشرتابه پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي

 

پاكستان انېټرنېشنل كونسل آف ميوزيمز كښې د ادارجاتي غړي په حېث شموليت وكړو

اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) پاكستان ميوزيم آف نېچرل هسټري د انېټرنېشنل كونسل آف ميوزيمز كښې د ادارجاتي غړي په حېث شموليت اختيار كړے۔ انټرنېشنل كونسل آف ميوزيم د نړۍ د 20 زره ميوزيمز پراخه نېټ ورك دے په دې كښې د بېلو څانګو 171 نړيوالې كمېټۍ او 30 زره پوهاند شامل دي۔د پاكستان ميوزيم آف نېچرل هسټري چارواكو له مخې د انسټي ټيوشنل غړي په حېث به د پاكستان سائنسمدارو له د ټولې نړۍ عجائب ګهرو ته د رسنې او نندارو له د شموليت آسانۍ ترلاسه شي۔

 

د چينائي وزيراعظم پاكستان ته تللو سره به د دواړو هېوادنو اړيكې لا قوي شي۔چين

بيجنګ  23 مئی (اے پی پی)د چين خارجه وزارت وياند هونګ لي وئيلي دي د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ پاكستان ته تللو سره به د دواړو هېوادنو ترمينځه اړيكې لا قوي شي۔وياند ووئيل چې د چين وزيراعظم پاكستان دوره د دې خبرې ثبوت دے چې د پاكستان او چين ترمينځه ملګرتيا به تل قائم وي۔ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په هر سخت وخت كښې ازمائلې شوي او وخت تېرو سره سره به لا ښه كېږي۔د شورو په ورځ د چينائ وزيراعظم لي كي چيانګ د پاكستان او هند دورې په مهال د خارجه وزارت وياند ووئيل چين تل پاكستان سره اړيكو ته فوقيت وركړے۔ده ووئيل چين پاكستان سره پرمختيائي كارونو كښې مرستې كولو له چمتو دے۔وياند ووئيل پاكستان كښې د لارو ګودرو جوړولو كښې برخه اخستلو له به د چين كمپنو ډاډګيرنه كولې شي۔دې سره د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل پاكستان چې د پرمختګ كومه لار ه غوره كړې چين د ھغې احترام كوي او هر ډول مرستې كولو ته چمتو دے

 

د پاکستان لخوا د مسجد الاقصیٰ لاندې په سرنګ جوړولو سخت ټكونه

د كنستلو په سوب د مسجد ودانۍ ته زيان رسېدے شي

ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مندوب مسعود خان د سېكورټي كونسل غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه

ملګري ملتونه ۔ 23 مئی (اے پی پی) پاكستان د مسجد الاقصی لاندې د سرنګ په جوړولو  سخت ټكونه كولو سره وئيلي دي د اسرائيل دې ناوړه حركت سره د مسجد ودانۍ ته زيان رسېدے شي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مندوب مسعود خان په سېكورټي كونسل غږ كړې چې لاندې زمكه كښې 3 زره ميټره وږد ګرډ جوړېدو سره اسلامي يادګارونو ته د زيان رسېدو خطره شته له دې امله زر تر زره دې اسرائيل فلسطين مذاكرات پېل كړې شي۔ ده ووئيل د كنستلو دا عمل دې په سمدستي توګه بند كړے شي۔ مسعود خان ووئيل د مسجد الاقصی چار چاپېره سيمه  كښې د يهودو ودانيو كښې زياتوالې رامخې ته شوې مخنيوي له ئې ګامونه پورته كول پكار دي۔ ده ووئيل د اسرائيلي پالېسيو په ضد احتجاج كول د فلسطيني اولس حق دے او په دوئي روان تشدد د بشري حقونو خلاف ورزي ده۔ ده غوښتنه اوكړه چې د فلسطيني لاريون ويستونكو په ضد دې د طاقت كارول په سمدستي توګه بند كړے شي۔

 

د بلوچستان کانسټېبلری په ګاډي بمي بريد –د 12 اهلكارو په شمول 13 كسان شهيد

 17 كسان ژوبل

ډی آئی جی آپرېشن فیاض احمد سنبھل

کوئټه ۔23 مئی( اے پی پی) ډي آئي جي آپرېشن فیاض احمد سنبل وئيلي دي د بلوچستان كانسټبلري په ګاډي شوي بريد كښې د 100 كلوګرام څخه زيات چاؤدېدونكي توكې كارولې شوې دي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ خبريالانو سره خپلو خبرو كښې اوكړه۔ ده ووئيل دا ګاډې ډيوټۍ لپاره كانسټېبلري كېمپ څخه ښار پلو راروان ؤ چې د سړك په غاړه ولاړه ركشه كښې اېخودلي شوي ريموټ كنټرول بم سره په نښه كړے شو۔ د دې پېښې په نتيجه كښې د 12 اهلكارو په شمول 13 كسان مړه او د بي سي اهلكارو په شمول 17 كسان ژوبل شول۔

 

سعودي حكومت به د پاكستاني اولس خدمت روان ساتي٬ د ورورولۍ دوه اړخيزه نزدې اړيكې به تر تل په ځاې وي۔ د سعودي سفير ډاكټر جمال ناصر او شرجيل مير سره د ملاقات په مهال خبرې

پېنډۍ22 مئی (اے پی پی)پاكستان كښې د سعودي سفير عبدالعزيز بن ابراهيم الغدير وئېلې دي سعودي حكومت به د پاكستاني اولس خذمت روان ساتي٬ د ورورولۍ دوه اړخيزه نزدې اړيكې به تر تل په ځاې وي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د مسئلو ختمولو لپاره د مضبوط جمهوري نظام په ځاې كېدو ته اړتيا ده۔ده د زيارت په ورځ د پاكستان مسلم ليګ(ن)لارښود ډاكټر جمال ناصر او شرجيل مير سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ دسعودي سفير ووئيل چې سعودي عرب پاكستان كښې د خېر ښېګړې كارونه د انسانيت خذمت ترمخه روان ساتلې دي او مونږ تل د زړه د اخلاصه د حاجت مندو وګړو پھ ځاې كولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړې۔ده ووئيل د اوسنو ټول ټاكنو څخه وروستو اولس هيله لري چې راتلونكې حكومت به د هېواد مسئلو ختمولو لپاره خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔ده ټول ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)په كاميابۍ ترلاسه كولو ډاكټر جمال ناصر او شرجيل مير ته مباركي هم وركړه۔په دې مهال ډاكټر جمال ناصر ووئيل سعودي عرب يو غوره ملګرے هېواد دے او دوي تل د ملګرتيا حق ترسره كړے دے۔ده په سپيځلو خذماتو ترسره كولو د پاكستان د اولس لخوا د سعودي سفير مننه وكړه۔

 

آفتاب احمد خان شېرپاؤ سره د ايران كونسل جنرل حسن دروېش رند وليدل

پیښور 22 مئی (اے پی پی)د قامي وطن ګوند چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ سره د ايران كونسل جنرل حسن دروېش رند حيات آباد پیښور كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د شريكې خوښې په چارو او د سيمې پھ صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

 

دنوي ټاكلي اعلٰی وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې د تحريك انصاف پلاوي د پېښور مركز اسلامي دوره وكړه

پیښور 22 مئی (اے پی پی)د نوي ټاكل شوي اعلٰی وزير پروېز خټك په مشرۍ كښې د تحريك انصاف پلاوي د پېښور مركز اسلامي دوره وكړه او د جماعت اسلامي دوهم امير سراج الحق سره يې د حكومت جوړولو او د سباؤن اتحاد پھ اړه خبرې اترې وكړې۔ پلاوي كښې د تحريك انصاف مركزي لارښود جهانګير ترين٬اعظم سواتي٬صوبائي صدر اسد قېصر او شوكت يوسفزئي شامل وو۔د جماعت اسلامي په پلاوي كښې صوبائي امير پروفېسر محمد ابراهيم او شبيراحمد خان شامل وو۔د دواړو ګوندونو مشرانو حكومت جوړولو او صوبه كښې د معاشي هلو ځلو په بحالۍ خبرې اترې وكړې۔ مشرانو په دې خبره سلا وكړه چې پھ سيمه كښې امن راوستلو له به د مركز او اسټېبلشمنټ په مشوره تګلار جوړولے شي۔په دې خبره هم سلا راغله صوبه كښې معاشي حالت ښه كولو له به بهرني سرمايه كار صوبې پلو راغب كولے شي۔د دې نه ځانله د اتحاد ميوو څخه به اولس استفاده وكړي۔دوي د دې لوظ څرګندونه وكړه چې په شريك مشاورت سره به دا عمل مخ په وړاندې بوتللے شي

 

د برېښنا پېداوار كښې زياتوالي لپاره د خزانې وزارت 5 اربه روپۍ راكړې ٬د فنډز د كمي په سوب پاور پلانټس او پي اېس او ته ادائېګي نه كېږي٬د برېښنا كمبوت 5500 مېګاواټ شو٬هېواد كښې هر كال د 210 اربه روپو برېښنا غلا كېږي٬د اوبو او برېښنا وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی)د اوبو او برېښنا وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلې دي چې د برېښنا پېداوار كښې زياتوالي لپاره د خزانې وزارت 5 اربه روپۍ راكړې دي ٬د فنډز د كمي په سوب پاور پلانټس او پي اېس او ته ادائېګي نه كېږي٬د برېښنا كمبوت 5500 مېګاواټ شو٬هېواد كښې هر كال د 210 اربه روپو برېښنا غلا كېږي۔ښارونو كښې 8 ساعته او كليو كښې 14 ساعته لوډشېډنګ كېږي۔د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې هېواد كښې د برېښنا پېداوار كښې د زياتوالي صلاحيت شته۔ده ووئيل د 24 نه تر 30 مياشتو مودې په مهال د غوره تګلار ترمخه د برېښنا په مسئله قابو موندل كېدے شي۔ده ووئيل دا مهال هېواد كښې 10 زره 400 مېګاواټ برېښنا پېدا كېږي۔د خزانې وزارت لخوا  د فنډ نه راكولو په سوب د استعداد ترمخه پیداوار ترلاسه كولو كښې ستونزو سره مخ يو۔ده ووئيل د خزانې وزارت 22.5 اربه روپۍ جارې كړې دي كومې چې پي اېس او ته وركړې شوې دي۔ده ووئيل د راتلونكو كلونو په مهال به د برېښنا غوښتنه كښې لا زياتوالې كېږي۔ده ووئيل د برېښنا د طلب او رسنې ترمينځه فرق معلومولو لپاره به ډېر زر وېب پاڼه تيار كړې شي۔

 

د بونير بار اېسوسي اېشن وكيلانو پلاوي د پېښور هائي كورټ چيف جسټس سره وليدل

اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی)د بونير بار اېسوسي اېشن وكيلانو پلاوي د پېښور هائي كورټ چيف جسټس دوست محمد خان سره د زيارت په ورځ وليدل۔د ملاقات په مهال د وكيلانو پلاوي چيف جسټس د خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔چيف جسټس دوست محمد خان پلاوي ته د مسئلو حل كولو باور وركړو۔

 

 

 

 
> PDF Print E-mail

د مسلم ليګ (ن) صدر ميا نواز شريف د چين وزيراعظم لي كي چيانګ سره وليدل٬ د ملاقات په مهال د پاكستان او چين د اړيكو استحكام په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه

د چين وزيراعظم سره د بېلا بېلو پروژو په اړه ښې خبرې شوېدي۔ د نواز شريف ميډيا سره خبرې

اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی)د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر ميا نواز شريف د زيارت په ورځ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ سره وليدل او په ده سره ئې په بېلا بېلو څانګو كښې د پاكستان او چين د اړيكو استحكام په اړه خبرې وكړې۔ چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ ميا نواز شريف ته په ټولټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه۔ ده نوي حكومت او د پاكستان اولس له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د مسلم ليګ (ن) صدر ميا نواز شريف د خېرسګالۍ جذبې په څرګندونه كولو د چينائي وزيراعظم مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال د پنجاب پخوانې وزيراعلٰي ميا شهباز شريف٬چوهدري نثارعلي خان او سناتور اسحاق ډار هم ده سره موجود وو۔په دې مهال د خارجه چارو سېكتر جليل عباس جېلاني هم موجود ٶ۔ د ملاقات څخه وروستو ميډيا سره په خبرو كښې ميا نواز شريف ووئيل چين زمونږ د باور ملګرې دے او دواړه هېوادونه په مهمو معاملو يو بل سره مرسته كولو ته تيار دي۔ده ووئيل چين زمونږ ازمائيل شوې ملګري دے او چين سره به په سباٶن كښې اړيكې نورې هم بهترې شي او په اقتصادي څانګه كښې به مرسته لا پراخا شي۔ ميا نواز شريف ووئيل چينائي وزيراعظم ماته د چين د دورې كولو بلنه راكړې۔ ده ووئيل چين سره به معاشي او دفاعي اړيكو كښې هم ښه والې راشي۔

 

د چين وزيراعظم سېنېټ ته د خطاب په مهال د مېلمنو په ګېلرۍ كښې صوبائي ګورنران٬ او د اسمبليو سپيكرانو پشمول نور مېلمانه هم موجود وو

 اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د چين وزيراعظم لي كي چيانګ سېنېټ ته د خطاب په مهال د مېلمنو په ګېلرۍ كښې صوبائي ګورنران٬ او د اسمبليو سپيكرانو پشمول نور مېلمانه هم موجود وو۔د زيارت په ورځ سېنېټ غونډې ته د چين وزيراعظم خطاب په مهال د خېبر  پښتونخوا ګورنر انجينيئر شوكت الله ٬ د آزاد كشمير اولس مشر سردار يعقوب ٬د پيپلز ګوند مركزي لارښود سيد خورشيد شاه٬ د سندھ اسمبلۍ سپيكر نثار كهوړو٬ د پنجاب اسمبلۍ  سپيكر رانا محمد اقبال ٬ د بلوچستان اعلي وزير نواب بخش باروزئ٬د ګلګت بلتستان اعلي وزير مهدي شاه٬ د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر مطيع الله آغا ٬د سټېټ بانك ګورنر ٬د نېب چيئرمېن٬ د قامي اسبملۍ سپيكره ډاكټر فهميده مرزا او نور هم موجود وو


سېنېټ غونډه له غړي په لويه شمېره د ټاكلي وخت نه وړاندې رارسېدلي وو

 اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی)د سېنېټ غونډه پېل كېدو څخه وړاندې غړو د مېلمنو په ګېلرۍ كښې يو بل سره ملاقاتونه كول۔د زيارت په ورځ سېنېټ غونډه كښې غړي په لويه شمېره د خپل ټاكلي وخت نه وړاندې رارسېدلي وو او ګېلرۍ كښې د پيپلز ګوند لارښود خورشيد شاه ٬ د پنجاب اسمبلۍ سپيكر رانا محمد اقبال ٬ د سندھ اسمبلۍ سپيكر نثار كهوړو٬ د خېبرپښتونخوا ګورنر پشمول نورو مېلمنو او د سېنېټ غړو يو بل سره ملاقاتونه وكړه او يو بل سره د خوښې په چارو خبرې كولې۔

 

د چين وزيراعظم خطاب په مهال سفارت كار او د ميډيا غړي د مېلمنو په ګېلرۍ كښې ناست  وو٬ ځيني سفارتكارو د چينائي وزيراعظم د وېنا نوټس اخستل

 اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د چين وزيراعظم لي كي چيانګ سېنېټ ته د خطاب په مهال غېر ملكي سفارت كار او د ميډيا غړي د مېلمنو په ګېلرۍ كښې موجود وو۔د زيارت په ورځ د غېر ملكي سفارتكارو د زړه په غوږود چينائي وزيراعظم خطاب واورېدو او ځيني سفارتكارو د ده د تقرير نوټس اخستل۔

 

د چين وزيراعظم خطاب په مهال نګران وفاقي وزيران د سېنېټ غونډه كښې موجود وو

 اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د چين وزيراعظم لي كي چيانګ خطاب په مهال نګران وفاقي وزيران د سېنېټ غونډه كښې موجود وو۔د زيارت په ورځ د چينائي وزيراعظم د خطا ب نه وړاندې نګران وزيرانو د سېنېټ غړو په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه كوله۔په خاص توګه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عارف نظامي او د قانون وفاقي وزير احمر بلال صوفي د مسلم ليګ ق صدر چوهدري شجاعت حسېن او سناتور كامل علي آغا سره خبرې اترې كولې۔

 

د چين وزيراعظم سېنېټ ته په چينائې ژبه خطاب وكړو

 اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د چين وزيراعظم لي كي چيانګ سېنېټ غونډې ته په خپله قامي ژبه خطاب وكړو۔د زيارت په ورځ سېنېټ غونډه كښې وزيراعظم لي كي چيانګ چينائي ژبه كښې خپل خطاب پېل كړو نو د سېنېټ غړو او په ګېلرو كښې ناستو مېلمنو په سمدستي توګه هېډ فون ولګول۔دغسې  ترجمه ئې اورېدلې شوه۔

 

په 1986 كښې پاكستان ته راغلے وم۔لي كي چيانګ

 اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د چين وزيراعظم لي كي چيانګ ووئيل زه 27 كاله وړاندې په كال 1986 كښې پاكستان ته راغلے ووم ۔ وزيراعظم ټاكلے كېدو نه روسته زه په وړومبي ځل پاكستان ته راغلم۔د زيارت په ورځ سېنېټ غونډې ته خپل خطاب كښې د چين وزيراعظم لي كي چيانګ ووئيل چې 1986 كښې پاكستان ته راغلے ووم او وزيراعظم جوړېدو نه روسته په وړومبي ځل پاكستان ته راغلے يم۔ده ووئيل ما تل د پاكستان او چين د ملګرتيا اورېدلې دي۔د چين وزيراعظم په دې خبره غړو مېزونه وډبول او د هغه هركلے ئې وكړو۔

 

 

 

 

 

 
> PDF Print E-mail

 

پاكستان او چين د ملګرتيا په كلكه خپلولۍ تړلي شوي٬ د مرستې لوظ نامو سره به دوه اړخيزه رابطې له قوي شي٬زمونږ ملګرتيا د كوم هېواد د سياسي بدلون سره اړه نه لري٬د ګوادر بندر انتظام سنبهالولو سره به د هېواد او ځاي ودانۍ لپاره پرمختګ له نوې لارې پرانستلې شي۔د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د بېلو سياسي ګوندونو لارښودو سره خبرې

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) د چين وزير اعظم لي كي چيانګ وئېلې دي چې پاكستان او چين د ملګرتيا په كلكه خپلولۍ تړلې شوي٬ د مرستې لوظ نامو سره به دوه اړخيزه رابطې لا قوي شي ٬زمونږ ملګرتيا د كوم هېواد سياسي بدلون سره اړه نه لري۔د پاكستان د ټولو سياسي ګوندونو كارمندان مونږ سره مينه لري٬د ګوادر بندر انتظام سنبهالولو سره به د هېواد او ځاي آبادۍ لپاره پرمختګ له نوې لارې پرانستلې شي۔ده د شورو په ورځ د پاكستان بېلو سياسي ګوندونو لارښودو سره ملاقات كښې خبرې اترې كولې۔د چين وزيراعظم سره ملاقات كونكو كښې د پيپلز ګوند سناتور رضا رباني٬سناتور كريم احمد خواجه او سناتوره سعيده اقبال٬د پاكستان تحريك انصاف صدر مخدوم جاوېد هاشمي٬د پاكستان مسلم ليګ(ضياﺀ)مشر محمد اعجاز الحق٬دعوامي نېشنل ګوند سناتور افراسياب خټك٬د بلوچستان نېشنل ګوند صدر ډاكټر عبدالمالك بلوچ٬د پښتون خوا ملي عوامي ګوند لارښود سناتور اكرم خان او د بلوچستان د قامي اسمبلۍ پخوانے غړے انجينئر عثمان اېډووكېټ شامل وو۔د چين وزيراعظم ووئيل چې پاكستان او چين د معيشت او كلتور پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو له لوظ نامې لاس ليك كړي۔د چين اولس د پاكستان اولس خپل ورنړه ګڼي٬د پاكستان د ټولو سياسي ګوندونو كارمندانو سره مونږ د ملګرتيا او مينې خپلولي لرو۔ده ووئيل د پاكستان او چين ملګرتيا ورځ په ورځ مضبوطېږي٬د دې دورې پھ مهال د چين اولس لخوا مونږ د 50 كروړه يو آن مرسته اعلان كړې۔دا روپۍ به بېلو څانګو كښې د پرمختګ په پروژو مصرف كېږي۔په دې مهال د پيپلز ګوند سناتور ميا رضا رباني ووئيل چې پيپلز ګوند او د پاكستان اولس د چين وزيراعظم د دورې هركلے كوي٬پاكستان چين سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬پخواني وزيراعظم شهيد ذوالفقارعلي بهټو وئېلي وو چې د پاكستان او چين ملګرتيا د هماليه غرونو څخه لوړه او د سمندرونو څخه ژوره ده۔د پاكستان تحريك انصاف صدر مخدوم جاوېدهاشمي ووئيل چې چين سره مونږ د زړه نه ملګرتيا كوو٬د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لارښود اكرم خان٬د بلوچستان نېشنل ګوند مشر ډاكټرعبدالمالك بلوچ او نورو لارښودو هم د پاكستان او چين د اړيكو استحكام له د جزبې څرګندونه وكړه او د چين وزيراعظم هركلے يې وكړو

 

اولس مشر زرداري او د چين وزيراعظم لي كي چيانګ يو په يو او د پلاوي پھ كچ وليدل

پاكستان او چين د پنځه كالنه پرمختيائي پروګرام ترمخه پھ بېلو پروژو كار تند كولو ته سلا شوي٬ آزاده تجارت لوظ نامې له د خبرو اترو دوهم پړاو مخ په وړاندې د بوتللو پريكړه

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) پاكستان او چين د پنځه كالنه پرمختيائي پروګرام ترمخه پھ بېلو پروژو كار تند كولو ته سلا شوي٬د آزاده تجارت لوظ نامې له د خبرو اترو دوهم پړاو مخ په وړاندې بوتللو پريكړه شوې۔د شورو په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر اصف علي زرداري او د چين وزيراعظم لي كي چيانګ ترمينځه يو په يو او د پلاوي پھ كچ شوي ملاقات كښې د چين پاكستان ايګريكلچر په ډيمانسټرېشن زون د كار پېل كولو او دې مقصد له د ينګ انټر پرينيور فورم جوړولو پريكړه شوې٬دواړه هېوادونه د تجارت او سرمايه كارۍ فورم كلنۍ غونډه رابللو ته هم سلا شوي كومه به چې په وار په وار اسلام آباد او بيجنګ كښې كېږي۔دواړو لارښودو د ترههګرۍ پھ اړه دشريكو اندېښنوڅرګندونه وكړه ۔دوي ووئېل ترهه ګري امن او سلامتيا له لوې خطر دے۔په دې مهال د چين وزيراعظم ووئيل د چين حكومت او اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري۔ده باور وركړو چې چين به د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د پاكستان مرسته روانه ساتي٬د اولس مشر وياند فرحت الله بابر تر مخه  دواړو لارښودو پھ دوه اړخيزه نړيوالو معاملو خبرې اترې كړې۔اولس مشر زرداري د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو زياتولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلې دې سره به تجارتي اړيكو ته مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل چې د ګوادر پروژه د رابطو ښه كولو برخه ده٬ده د اولس هيلو ترلاسه كولوله په ګډه هلو ځلو زور راوړو۔اولس مشر د چين وزيراعظم تود هركلي ذكر كولو سره ووئيل چې د ده دا دوره مهم حثيت لري۔اولس مشر ووئيل دې دورې سره به ستراتېژېكي شراكتداري لا قوي شي۔ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس چين سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬ده د چين سرمايه كاروته بلنه وركړه چې پاكستان كښې د ښه موقعو څخه ګټه پورته كړي٬ده په دوه اړخيزه تجارتي اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔اولس مشر د پاكستان توان څانګې له د چين څخه د مرستې خواست هم وكړو۔ده پاكستان كښې د چينائي بانكونو د نورو څانګو پرانستلو پھ حاجت زور راوړو۔د چين وزيراعظم باور وركړو چې مونږ به د پاكستان خپلواكۍ او قامي استحكام هلو ځلو له د پاكستان مرسته روانه ساتو۔ده ووئيل چې نړيوال حالات هر څنګه هم وي چين او پاكستان به د يو بل مرسته كوي۔خبرو اترو كښې د چين پلاوي غړو كښې خارجه وزير وانګ ژي٬د قامي پرمختګ وزير ژوشاؤژي٬د تجارت وزير ګاؤ هوچنګ٬د سټېټ كونسل دوهم سېكتر ژياؤ جي٬دوهم خارجه وزير سونګ تاؤ او د چين سفير ليو جيان شامل وو۔د پاكستان د اړخه د مواصلات وزير اسدالله خان مندوخېل٬د تجارت وزير مقبول رحمت الله ٬داخله وزير ملك حبيب خان٬د اوبو او برېښنا وزير مصدق ملك٬د هاؤسنګ وزير يونس سومرو٬د خزانې سلا كار شاهد جمال٬د اولس مشر سېكتر جنرل سلمان فاروقي٬د اولس مشر وياند سناتور فرحت الله بابر٬خارجه سېكتر جليل عباس جېلاني٬د اقتصادي چارو ډويژن او خزانې جهاز راني ډويژن٬داخله سېكتر٬د دفاع دوهم سېكتر او د پاكستان سفير مسعود خان شامل وو۔

 

 
> PDF Print E-mail

 


 

د پاكستان او چين اړيكو قوي كولو له په غوره كردار چينائي وزيراعظم له نشان پاكستان وركړے شو

اسلام آباد  22 مئی (اے پی پی) اولس مشر آصف علي زرداري د چين وزيراعظم لي كي چيانګ ته د پاكستان او چين د اړيكو قوي كولو له په د غوره كردار ترسره كولو د پاكستان اعلي ترين سول اعزاز وركړو۔په دې اړه د شورو په ورځ ايوان صدر كښې يوه خاص دستوره وشوه ۔په دستوره كښې نګران وزيراعظم جسټس (ر) میر هزار خان کھوسو، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر ميا محمد نوازشریف، د پیپلز  ګوند چیئرمېن بلاٶل بھټو زرداری،د جمعیت علمائے اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ،د پاکستان مسلم لیګ (ق) صدر چوهدری شجاعت حسېن،د نیشنل پارټۍ صدر ډاکټر عبدالمالک بلوچ، د عوامی مسلم لیګ مشر شېخ رشید احمد،د عوامی نیشنل ګوند حاجی عدیل پشمول نامتو سياسي او مذهبي لارښودو سره سره د سېنېټ چیئرمېن نیئر حسېن بخاري،د وسله والو ځواكونو مشرانو  ، سفیرانو،د نګران كابينې غړو ،د  پنجاب،د خېبرپښتونخوا، د ګلګت بلتستان ګورنرانو ،د  پنجاب،  د بلوچستان، د ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو ،د آزاد كشمير وزیراعظم ، اعلی چارواكو او د چين پلاوي ګډون كولو۔په دې مهال د ستائن بيان كښې ووئيلے شوو چې د چين وزيراعظم پاكستان سره د اړيكو لا قوي كولو لپاره د مثالي عزم څرګندونه  كړې۔ پاكستان سره ھغه د كال 1980 د لسيزي څخه تړون لري كله چې ده د چينائي ځوانانو د پلاوي مشر په توګه د پاكستان وړومبې دوره كړې وه او يو شمير خواږه يادونه ئې ځان سره وړې وو۔وزيراعظم لي كي چيانګ د 2008 او 2013 ترمينځه د چين د ايګزېكټو دوهم وزيراعظم په حېث د پاكستان او چين د اقتصادي مرستې په زياتولو كښې مهم كردار ترسره كړے ٶ۔ده د اولس مشر آصف علي زرداري په ستمبر 2011  ارومچې كښې او د پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني په اپرېل 2012 كښې د چين دورې په مهال په دوه اړخيزه غونډو كښې د چينائي پلاوي مشري كړې وه۔ اولس مشر آصف علي زرداري ده له د پاكستان او چين اړيكو په قوي كولو د ځانګري كردار په اعتراف د پاكستان تر ټولو لوي سول اعزاز نشان پاكستان وركړے۔

21مه پېړې د اسيا ده ٬بايد مونږ د خپل اولس اجتماعي ښېګړې له هيلې عملي كولو لپاره په ګډه ھڅې وكړو٬ نوے جمهوري حكومت به د پاكستان او چين اړيكو لا ودې له هڅې كوي۔اولس مشر آصف علي زرداري

اسلام آباد  22 مئی (اے پی پی) اولس مشر آصف علي زرداري د پاكستان په خارجه پاليسۍ كښې چين سره دوستي مهمه ګرځولو سره دا باور ښكارا كړے چې هېواد كښې نوے جمهوري حكومت به د پاكستان او چين اړيكو لا ودې له هڅې جاري ساتي۔ده دا خبره د شورو په ورځ ايوان صدر كښې د چين وزيراعظم لي كي چيانګ په درناوخت كښې جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړه په كومه كښې چې نګران وزيراعظم جسټس (ر) میر هزار خان کھوسو، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر ميا محمد نوازشریف، د پیپلز  ګوند چیئرمېن بلاٶل بھټو زرداری،د جمعیت علمائے اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ،د پاکستان مسلم لیګ (ق) صدر چوهدری شجاعت حسېن،د نیشنل پارټۍ صدر ډاکټر عبدالمالک بلوچ، د عوامی مسلم لیګ مشر شېخ رشید احمد،د عوامی نیشنل ګوند حاجی عدیل پشمول نامتو سياسي او مذهبي لارښودو سره سره د سېنېټ چیئرمېن نیئر حسېن بخاري،د وسله والو ځواكونو مشرانو  ، سفیرانو،د نګران كابينې غړو ،د  پنجاب، خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان ګورنرانو ،د  پنجاب، بلوچستان، ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو ،د آزاد كشمير وزیراعظم ، اعلی چارواكو او د چين پلاوي غړو ګډون كولو۔اولس مشر ووئيل چې د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ هركلے كول زما لپاره درناوے دے۔د وزيراعظم جوړېدو سره د وړومبۍ دورې لپاره د پاكستان ټاكنه كول زمونږ د ازمائيلې دوستۍ څرګندونه ده۔ده ووئيل چې چين سره دوستي زمونږ د خارجه پاليسۍ مهمه ستن ده۔چين د پاكستان پخوانے دوست دے مونږ د پاكستان دخپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا ٬ آزادۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره د چين ملاتړ ستائينه كوٶ۔اولس مشر ووئيل چې د چينائي وزيراعظم دوره زمونږ دوه اړخيزه اړيكو لپاره ډېره مهمه ده زه په ذاتي توګه د دې اړيكو مضبوطيا له عزم لرم۔د پاكستان اولس مشر جوړېدو نه روسته  9 ځله چين ته تللے يم او د هر يوې دورې په مهال مې د چين په اړه ډېر څه زده كړي۔مونږ د چين د پرمختګ ٬ كلتور٬ تاريخ او رواياتو څخه ډېر متاثره يو۔د پاكستان هر يو حكومت چين سره اړيكې مضبوطې كړې دي۔پاكستانے اولس په زړه او ذهن كښې چين له خاص احترام لري۔زمونږ بصيرت لرونكو مشرانو ماٶزے ټنګ ٬ وزيراعظم چوائن لائي او وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو شهيد  چې د كومو ستراتېژكي اړيكو بنياد ايښے ٶ زما كور ودانې ارواښادې بېنظير بهټو شهيدې دا دوستي يو په دوه كړې ۔ده ووئيل چې دا دوره په ډېر مهم وخت كېږي۔يوه اونۍ وړاندې دلته ټول ټاكنې شوې دي۔زمونږ په تاريخ كښې په وړومبي ځل په سوله ايز جمهوري ډول اقتدار منتقل كېږي دا يوه لويه بريا ده۔اولس مشر نوي حكومت لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او وې وئيل چې نوې حكومت به د پاكستان او چين د اړيكو مضبوطيا لپاره هڅې جاري وساتي۔اولس مشر آصف علي زرداري ووئيل چې 21مه پېړې د اسيا ده بايد مونږ د خپل اولس د اجتماعي خېرښګړې لپاره شريكې هيلې عملي كولو لپاره په ګډه ھڅې وكړو٬ نوې جمهوري حكومت به د پاكستان او چين د اړيكو لا ودې له هڅې كوي۔دستورې ته په خپل وېنا كښې چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ ووئيل چې د دواړو هېوادونو ستراتېژكي شركت او دوستي به لا ټينګولې شي۔د چين حكومت او اولس پاكستان سره په دوستۍ وياړ لري۔ده ووئيل زمونږ مشرانو د دوستۍ پوخ بنياد ايښے۔د چين وزيراعظم د اولس مشر آصف علي زرداري لخوا د چين د 9 ځله دورې ذكر كولو سره ووئيل چې دې سره دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شوې دي۔ده ووئيل چې د دورې مقصد ئې پاكستان سره دوستي لا مضبوطول او شريكو روابطو ته وده وركول دي۔ده ووئيل دا دوستي به دوامداره وي۔ده ووئيل چې يو ښه ګاٶنډي نعمت وي او پاكستان او چين ښه ګاٶنډيان دي۔ ده د پاكستان او اولس پرمختګ او سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ده په په تود هركلي  او د خېر سګالۍ په جذباتو د اولس مشر مننه وكړه۔

د چين وزير اعظم لي كي چيانګ به نن سېنېټ ته خطاب كوي

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) د چين وزير اعظم لي كي چيانګ به (نن) د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې ته خطاب كوي او د سېنېټ چېئرمېن سيد نيئر حسېن بخاري سره به ليدخ كاته هم كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكره ډاكټر فهميده مرزا به هم د چين وزيراعظم سره وينې۔د سېنېټ غونډې ته به د پاكستان وزيراعظم مير هزار خان كهوسو هم خطاب كوي

 

د توان كمے لرې كول به زمونږ د حكومت وړمبنے كار وي٬د ټولو ادارو مشران به په مېرټ  غوره كوو٬پي آئي اے ٬ واپډا ٬ رېلوېز ٬ او جي ډي سي اېل ٬ پاكستان سټيل ملز غوندې ادارې به د هېواد پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔د مسلم ليګ ن صدر ميا نواز شريف شخصي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) د مسلم ليګ ن صدر ميا نواز شريف وئيلي دي د توان كمے لرې كول به زمونږ د حكومت وړمبنے كار وي٬ د شورو په ورځ شخصي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د ټولو ادارو مشران به په مېرټ  غوره كولے شي٬پي آئي اے ٬ واپډا ٬ رېلوېز ٬ او جي ډي سي اېل ٬ پاكستان سټيل ملز پشان ادارې به د هېواد پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د مسلم ليګ ن حكومت به هېواد كښې لوستو ځوانانو له د عزت ورزګار او هنرلرونكو كسانو ته د مالي مرستې وركولو له پروژې پېل كوي۔دغسې د هېواد بېوسه كورنيو به مالي مرسته كولے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د توان بحران د هېواد لويه مسئله ده۔د دې حل كېدو سره به د هېواد ډېرې مسئلې حل شي۔ميا نواز شريف ووئيل چې د هېواد پرمختګ له زمونږ حكومت لوظي دے۔چرته چې وګړي په امن سره ژوند تېر كړي۔

 

الېكشن كميسون حلقه اېن اے 46 فاټا كښې د پولنګ نېټه بدله كړه

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) الېكشن كميسون په حلقه اېن اے 46 فاټا كښې د پولنګ نېټه بدله كړې۔د پي ټي وي له مخې د فاټا په 21 پولنګ سټېشنو پولنګ له د مئي 25مه نيټه ټاكلې شوې وه خو اوس الېكشن كميسون دغه نيټه بدله كړه او د جون 5مه نيټه ئې وټاكله

 

اولس مشر اصف علي زرداري او د مسلم ليګ ن صدر ميا نواز شريف تر مينځه ايوان صدر كښې ملاقات

د اقتدار منتقل كېدو نه روسته به نوے ټاكلے حكومت د هېواد ستونزې په كاميابۍ هوارې  كړي۔د اولس مشر زرداري ميا نواز شريف سره خبرې

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) اولس مشر اصف علي زرداري او د مسلم ليګ ن صدر ميا نواز شريف تر مينځه ايوان صدر كښې د شورو په ورځ وليدل۔د اولس مشر وياند فرحت الله بابر له مخې دا ملاقات د چين وزيراعظم لي كي چيانګ له د وركړې شوې مېلمستيا نه روسته شوے۔اولس مشر د چين وزيراعظم لي كي چيانګ ته مېلمستيا وركولو دستوره كښې د مسلم ليګ ن صدر ميا نواز شريف او د نورو ګوندونو لارښودو ته هم بلنه وركړې وه۔اولس مشر ميا نواز شريف ته په ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركولو سره نوي حكومت لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔اولس مشر زرداري ووئيل چې اولس ٬ سياسي ګوندونه د اقتدار په منتقل كېدو د ستائنې وړ دي۔د هېواد په تاريخ كښې وړومبے ځل اقتدار په جمهوري ډول منتقل كېږي۔اولس مشر په بلنه قبلولو د ميا نواز شريف مننه وكړه۔ده هيله څرګنده كړه چې د اقتدار منتقل كېدو نه ورسته نوے ټاكلے حكومت به د هېواد ستونزې په كاميابۍ حل كړي۔وياند له مخې ملاقات كښې د هېواد په مجموعي صورتحال او د اقتدار منتقل كېدو په اړه په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔دې څخه روسته سناتور اسحاق ډار او سناتور پروېز رشيد هم په ملاقات كښې شامل شول۔

 

 

عوامي نېشنل پارټۍ ټول ټاكنو كښې د ماتي سوب معلومولو له 8 كسيزه كمېټي جوړه كړه

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ټول ټاكنو كښې د ماتي سوب معلومولو له 8 كسيزه كمېټي جوړه كړه۔د كمېټۍ مشر به پخوانے سناتور بشير خان مټه وي۔د كمېټۍ غړو كښې سناتوران زاهد خان٬ باز محمد خان٬او  حينف شاه٬ جميله ګېلاني٬ رياض اے شېخ٬ هارون احمد بلور او سيد جعفر شاه شامل دي۔د اے اېن پي وياند اے پي پي ته ووئيل كمېټۍ به ټول ټاكنو كښې د ګوند ماتي په ضلعي كچ جاج اخلي۔د كمېټۍ غونډه به 4 واړو صوبو كښې كېږي او د هرې صوبې به جلا جلا راپور وړاندې كوي۔

 

ډرون بريدون كښې د عسكريت خوښو په ځائې ګڼ شمېر بې ګناه خلق وژل شوي۔د برسلز تهنك ټېنك

برسلز  22 مئی (اے پی پی) د برسلز تهنك ټېنك خپل راپور كښې وئيلي دي چې د پاكستان په قبائيلي سيمو كښې امريكائي ډرون بريدونو كښې د عسكريت خوښو په ځائې ګڼ شمېر بې ګناه خلق وژلي شوي۔انټرنېشنل كرائسسز ډلې خپل راپور كښې وئيلي دي چې د پاكستان په قبائيلي سيمو كښې د عسكريت خوښو خاتمې حل له ډرون بريدونه ګټه ور حل نه دے۔تهنك ټېنك په امريكا زور رواړے چې د پاكستان په اړه خپلو پاليسو كښې سپېځلتيا پېدا كړي

 

سوئيلي كوريا جنګي چورلكه جوړه كړه

سيئول  22 مئی (اے پی پی) سوئيلي كوريا په ځائي توګه جنګي چورلكه جوړه كړې۔د ميډيا راپور له مخې د سوئيلي كوريا روړي ونګ چورلكه (سوريون) كښې د تهري ډي الېكټرانك نقشې او خودكاره فلائنګ نظام هم شته كوم چې به په جنګ كښې كارولے شي۔د سوئيلي كوريا پوځي وياند وئيلي دي چې تر 2022 به داسې 200 چورلكې جوړولې شي۔دا خبره دې ښكاره وي چې دا جنګي چورلكې سوئيلي كوريا په ځائي توګه جوړې كړې دي۔

 

اولس مشر زرداري سره د جميعت علمائےاسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وليدل٬ د هېواد په مجموعي وضعه د خېالاتو څرګندونه

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) اولس مشر اصف علي زرداري سره د جميعت علمائےاسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ايوان صدر كښې وليدل ۔د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي وضعه د خېالاتو څرګندونه وشوه۔اولس مشر د چين وزيراعظم لي كي چيانګ له مېلمستيا وركولو كښې نورو سياسي ګوندونو لارښودو سره مولانا فضل الرحمان ته هم بلنه وركړې وه۔د اولس مشر وياند فرحت الله بابر له مخې اولس مشر مولانا فضل الرحمان ته په ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي هم وركړه

 

 چین كښې د پټاخو په كارخانه كښې چاؤدنو كښې 12 كسان مړه شول

بیجنګ 22 مئی (اے پی پی)د چين په شان ډونګ ولايت كښې د پټاخو په يوه كارخانه كښې د چاؤدنو په نتيجه كښې 12 تنه مړه او 19 نور ژوبل شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې په كارخانه كښې 34 مزدورانو كار كولو چې ناڅاپي چاٶدنې وشوې۔د پېښې څخه روسته د رېسكيو اهلكارو د مرستې عمليات پېل كړل او د ملبې څخه ئې 19 كسان ژوندي راووېستل

 

د چينائي حكومت او اولس لخوا مې پاكستاني حكومت او اولس له د دوستي زېرے رواړے٬ د منطقې وضعې په اړه چې كومه هم معامله وي چين به پاكستان سره د مرستې ٬ ستراتېژكي همكاري مضبوطولو او ودې له لوظي وي۔د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ اسلام آباد ته په رارسېدو اعلان

سلام آباد 22 مئی (اے پی پی)د چين وزيراعظم لي كي چيانګ پاكستان سره د ملګرتيا زيتېدونكې اړيكې د چين ښه پاليسي ګرځولو سره وئيلي دي چينائي حكومت او اولس لخوا مې پاكستاني حكومت او اولس له د دوستي زېرے رواړے٬ د منطقې وضعې په اړه چې هره يوه معامله وي چين به پاكستان سره د مرستې٬  ستراتېژكي همكاري مضبوطولو او ودې لپاره لوظي وي۔د شورو په ورځ د پاكستان په دوه ورځنې دوره اسلام آباد ته په رارسيدو خپل بيان كښې وزيراعظم لي كي چيانګ ووئيل چې پاكستان سره زياتېدونكې د ملګرتيا اړيكې د چين حكومت ښه پاليسي ده۔ده ووئيل چې چين به د خپلواكۍ٬ خپلې آزادۍ او سيمه ايز ساليميت په ځائې ساتلو او پرمختګ له د پاكستان مرسته روانه ساتي۔د چين وزيراعظم ووئيل چې  زه د اولس مشر آصف علي زرداري په بلنه پاكستان ته راغلے يم او ځان سره مې د پاكستان اولس له د چينائي اولس لخوا د دوستئ زېرے رواړے۔ده د چين اولس او حكومت لخوا د پاكستان اولس او حكومت له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل چې پاكستان د سيمې مهم هېواد دے او پاكستان سيمه او نړۍ كښې امن ٬ استحكام او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے۔ده ووئيل پاكستان او چين  آزمائلې شوي ستراتېژكي شراكت دار دي۔سفارتي اړيكو جوړولو نه تر اوسه 62 كلونو كښې د دواړو هېوادونو اړيكې په شريك باور اډانه دي۔ده ووئيل زمونږ اړيكې يو لوي مثال دے۔ده ووئيل زه په سباٶن كښې د خپلې ملګرتيا او مرستې زياتولو لپاره پاكستان ته راغلے يم او زه به بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو او پاكسانو لارښودو سره په دوه اړخيزه اړيكو خبرې كووم۔دغسې چې د مرستې همكارۍ ته لا وده وركړې شي۔

د روسيه سوئيلي ختيز ساحل كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړے شول

ماسكو 22 مئی (اے پی پی) د روس په سوئيلي ختيز سمندري ساحل د زلزلې جړقونه محسوس كړې شوي۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.0 رېكارډ كړې شوے۔ميډيا له مخې د روس په سوئيلي ختيزه غاړه ښار پېټرو پولوسك كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شوې خو د زلزلې له امله د كوم ځاني او مالي زيان اطلاع نه د ترلاسه شوې۔

 

 

تربت كښې د مائن چاٶدنه٬ ټرېكټر تباه

كوئټه 22 مئی (اے پی پی) د بلوچستان تربت سيمه كښې د مائن چاٶدنه كښې ټرېكټر تباه شوے او ډرائيور بچ وتے۔د پوليس له مخې د شورو په ورځ سهار تربت سره نزدې د مائن چاٶدنه شوې چې په نتيجه كښې ئې ټرېكټر تباه شوے او ډرائيور ئې بچ وتے۔پوليس سيمه ولقه كښې اخستو سره پلټنې پېل كړي۔

د بلوچستان پېكج له مخې بهرتي شويو استاذانو مستقل كېدو له هړتال  

كوئټه 22 مئی (اے پی پی) د بلوچستان پېكج له مخې بهرتي شويو استاذانو مستقل كېدو له سول سېكټرېټ بلوچستان سره نزدې په رېلوے هاكي چوك كښې هړتال په درېمه ورځ  هم دوامدار ساتلے۔د دوي د هړتال له امله ځائي خلق ټرافكي ستونزو سره مخ دي۔د يادونې وړ ده چې په پخواني حكومت كښې د بلوچستان پېكج له مخې د صوبې په 30 ضلعو كښې 15 زره استاذان بهرتي شوې وو او ھغوې تراوسه نه دي مستقل شوي چې له امله ئې ټول استاذان د درې ورځو نه په هړتال دي

 

سعودي عربستان٬ د جاسوسۍ په شك 10 نور شكمن ونيول

رياض 22 مئی (اے پی پی) سعودي عربستان د جاسوسۍ په شك كښې 10 نور شكمن ونيولے شول۔د سعودي سركاري ميډيا له مخې ياد شوي كسان د ايران پولې څخه د جاسوسۍ نېټ ورك سره د تعلق په شك نيول شوي چې په كښې د 8 كسانو تعلق سعودي عرب ٬ يو د تركيه او يو د لبنان څخه دے۔دا خبره دې ښكاره وي چې سږ كال د مارچ مياشت كښې د جاسوسۍ په تور 18 كسان نيولے شوي وو۔سعودي عرب كښې اكثريت د سني مسلمانانو دے ۔له بلې خوا ايران په سعودي كښې د جاسوسۍ تورونه رد كړې دي

 

 ايران طوفان كښې د وګړو په مړينه امريكا سره غمرازي ښكاره كړه

تهران  22 مئی (اے پی پی) ايران طوفان كښې د وګړو په مړينه امريكا سره غمرازي ښكاره كړه۔د ايران د خارجه وزارت وياند عباس عراقچي امريكائي اولس سره په طوفان كښې د امريكائي وګړو په مړينه خواشيني ښودلې۔وياند په خپل پېغام كښې د امريكې په اوكلاهاما ايالت كښې په طوفان كښې ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كړې۔په دې طوفان كښې د 20 ماشومانو پشمول 91 كسان مړه شوي او د60 ماشومانو پشمول 240 تنه ژوبل شوي

 ايران كښې صدارتي ټاكنو له د 8 كسانو د نامزدګۍ كاغذونه منظور كړے شو

تهران  22 مئی (اے پی پی)  ايران كښې صدارتي ټاكنو له د 8 كسانو د نامزدګۍ كاغذونه منظور كړې شوي۔په دې 8 كسانو كښې د قومي امنيت شورا مشر سعيد جليلي ٬ ډاكټر حداد عادل٬ د پاسداران اسلامي انقلاب پخوانۍ مشر محسن رضائي ٬ حسن روحاني٬ محمد رضا عارف٬ محمد غرضي٬ د تهران ښاروال محمد باقر قاليباف او ډاكټر علي اكبر ولايتي شامل دي۔د ايران نګهبان شورا د دې كسانو ټاكنه كړې

 

د افغانستان غزني ښار كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې يو تن مړ او 5 ژوبل شول

كابل 22 مئی (اے پی پی) د افغانستان په غزني ښار كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې يو تن مړه او 5 ژوبل شوي۔د ولايت پوليس دوهم مشر  عبدالله خان ووئيل چې چاٶدنه په غزني ښار كښې شوې چرته چې بم په يو سائيكل په ځائي كړې شوې و او وچاٶدېدلو چې په نتيجه كښې ئې يو وګړے مړ او 5 ژوبل شوي ۔ ژوبل شوي كسان ځائي روغتون ته رسولي شوي چې په كښې د 2 حالت اندېښمن ښودلے شوے

ايران به كله هم اتومي وسله نه جوړوي۔د ايران د خارجه وزارت وياند

تهران  22 مئی (اے پی پی) ايران به كله هم اتومي وسله نه جوړوي۔دا خبره د ايران د خارجه وزارت وياند د المان د خارجه وزير د ھغه بيان په غبرګون كړې په كوم كښې چې ده وئيلي و چې ايران د اتومي وسلې تيارولو لپاره هلې ځلې كوي اوالمان دا خبره نه مني۔ده ووئيل چې ايران د وړاندې نه د اتومي وسلو په اړه  خپل دريځ اعلان كړے او په دې اړه د اسلامي انقلاب د رهبر فتوي هم شته چې ايران به كله هم اتومي وسله نه جوړوي

 

مسلم ليګ ن به د بلوچستان پرمختګ له ګامونه پورته كوي۔عبدالقادربلوچ

خاران  22 مئی (اے پی پی) بلوچستان څخه د مسلم ليګ ن لارښود عبدالقادر بلوچ وئيلي دي مسلم ليګ ن به د بلوچستان پرمختګ له ګامونه پورته كوي۔بېلا بېلو پلاويو سره د ملاقات په مهال ده ووئيل چې مسلم ليګ ن ھغه يوازنے ګوند دے چې د پاكستان اولس پرې باور كړے۔مسلم ليګ ن به په مركز او صوبو كښې اتحاديانو سره په ګډه حكومت جوړوي۔ده ووئيل مسلم ليګ ن به د بلوچستان د محرومۍ احساس لرې كولو له هڅې كوي

 

د قاضيانو د نظر بندۍ امر ٬ دترهه ګرۍ مخنيوي خاص عدالت د پخواني اولس مشر جنرال (ر) پروېز مشرف د ضمانت درخواست خارج كړو

 اسلام آباد  22 مئی (اے پی پی)د ترهه ګرۍ مخنيوي خاص عدالت جج سيد كوثر عباس زېدي د پخواني اولس مشر جنرال (ر) پروېز مشرف د ضمانت خواست خارج كړو ۔د شورو په ورځ عدالت د پروېز مشرف لخوا د نيولے كېدو څخه روسته د ضمانت دائر شوے خواست  واورېدو ۔د پخواني اولس مشر لخوا د ده وكيل الياس صديقي وړاندې شو او وې وئيل چې د قاضيانو د نظر بندۍ احكامات د ده موكل نه وو  وركړي او نه ئې كوم ثبوت شته۔او كه وي نو عدالت ته دي وړاندې كړې شي ځكه د ده د ضمانت خواست دې منظور شي۔پبلك پراسيكيوټر عامر نديم ووئيل چې پخواني اولس مشر د پاكستان د ستر قاضي پشمول 60 قاضيان نظر بند كولو سره د كار كولو نه منع كړې وو۔د پخواني اولس مشر په ضد د ترهه ګرۍ مقدمه درج ده ځكه د ده د ضمانت خواست دې خارج  شي او په دې عدالت پرېكړه واوروله۔

 

 ماسكو كښې د ترهه ګرۍ پلان جوړونكي دوه تند لاري ووژل شول

ماسكو  22 مئی (اے پی پی) د روسيه پايه تخت ماسكو كښې د ترهه ګرۍ پلان جوړونكي دوه تند لاري ووژل شول كومو چې په ماسكو كښې د ترهه ګرۍ د بريدونو پلان جوړ كړے وو۔د ترهه ګرې د مخنيوي په اړه د قامي مركز وياند له مخې د ماسكو په يوه كلي واله سيمه كښې په يو كور كښې د سخت دريځو د موجودګۍ معلومات وركړې شوې وٶ چرته چې د ترهه ګرۍ پلان جوړ كړے شوے وٶ اوتربيه وركولې شوه۔د خاص عملياتو په مهال اهلكارو د كور محاصره وكړه او سخت دريځو ته ئې د ځان سپارلو غږ وكړو خو سخت دريځو په اهلكارو ډزې وكړې او په ځوابي ډزو كښې دوه تند لاري مړه او يو ونيول شو۔په ډزو كښې يو كمانډو هم ژوبل شوے۔د اطلاعاتو له مخې درې واړو كسانو په افغانستان كښې تربيه ترلاسه كړې وه

 

عمان كښې د سوريې د ملګرو هېوادونو خارجه وزيرانو ملاقات

عمان   22 مئی (اے پی پی)د اردن په پايه تخت عمان كښې د سوريې د ملګرو هېوادونو د خارجه وزيرانو تر مينځه ملاقات كېږي چې په كښې به د فرانس ٬اټاليه٬ برتانيه٬ سعودي عرب٬ د قطر او د تركيې خارجه وزيران ګډون كوي۔د امريكې خارجه وزير جان كېري به هم عمان ته ځي۔د اطلاعاتو له مخې ګډون كوٶنكي به د سوريې په اړه نړيوال كنفرنس په چارو خبرې كوي د كوم تجويز چې د روسيې او امريكې خارجه وزيرانو وركړے

د پاكستان تحريك انصاف مشر عمران خان د روغتون څخه فارغ كړے شو

لاهور   22 مئی (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف مشر عمران خان د شوكت خانم  روغتون څخه د شورو په ورځ فارغ كړے شو۔د فارغ كېدو څخه روسته عمران خان لږ وخت لپاره په روغتون كښې وګرځېدو۔د روغتون انتظاميې له مخې د عمران خان صحت مخ په ښه كېدو دے۔عمران خان به درې ورځې په كور وي او د دې څخه روسته به سياسي كارونو له اسلام آباد ته ځي

 

نواز شريف د اولس مشر لخوا د چينائي وزيراعظم په درناي كښې دستورې كښې ګډون كولو نه روسته لاهور ته لاړو

اسلام آباد  22 مئی (اے پی پی) د مسلم ليګ ن مشر ميا نواز شريف د اولس مشر آصف علي زرداري  لخوا د چينائي وزيراعظم په درناوخت كښې دستوره كښې د ګډون كولو نه روسته لاهور ته لاړو ۔د مسلم ليګ ن ذريعو له مخې ميا نواز شريف د مهمو مصروفياتو له امله په دستوره كښې د ګډون كولو نه روسته لاهور ته لاړو۔ميا نواز شريف به چينائي وزيراعظم سره ملاقات كولو له نن د زيارت په ورځ بېرته اسلام آباد ته راځي۔

 

 

 

 

 

 
> PDF Print E-mail


 

د امنيتي ستونزو له امله باسكټ بال فېډرېشن د قومي لوبډلې افغانستان د نه لېږلو پرېكړه وكړه

اسلام آباد 22 مئي (اے پی پی) د امنيتي ستونزو له امله باسكټ بال فېډرېشن د قومي لوبډلې افغانستان د نه لېږلو پرېكړه كړې۔ د پاكستان د باسكټ بال فېډرېشن چارواكو له مخې د افغانستان په پايه تخت كابل كښې به باسكټ بال چېمپيئن شپ د جون د 10مې نيټې څخه تر 17مې نيټه كېږي او په دې سيالو كښې به د څلورو هېوادونو لوبډلې برخه اخلي۔د چارواكو په وېنا په افغانستان كښې د امنيت ستونزه ده ځكه فېډرېشن افغانستان ته د قومي لوبډلې نه لېږلو پرېكړه كړې

 

په هند كښې په ټرافيكي پېښه كښې 11 كسان مړه او 30 ژوبل شول

نوې ډيلے 22 مئي (اے پی پی) په هند كښې په ټرافيكي پېښه كښې 11 كسان مړه او 30 ژوبل شوي دي۔د هند ځائي ميډيا راپورونو له مخې دا پېښه د نوي ډيلي څخه 220 كلوميټره لرې په كانپور سيمه كښې ھغه مهال رامينځه ته شوه كله چې د مسافرو يو ګاډې د بل پلو راروان ټرك سره ټكر شو او په نتيجه كښې ئې 11 كسان په ټكي مړه او 30 ژوبل شول۔ژوبل شوي كسان ځائي روغتون ته رسول شوي دي۔د پوليسو له مخې د مسافرو په ګاډي كښې جنجيان روان وو

 

د امريكائي سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ د سوريې د ياغيانو د عسكري مرستې بل منظور كړو

واشنګټن 22 مئي (اے پی پی)د امريكائي سېنېټ د خارجه چارو كمېټۍ د سوريې د ياغيانو د عسكري مرستې بل منظور كړې۔د ميډيا راپورونو له مخې د بل په حق كښې 13 غړو او په مخالفت كښې ئې 5 غړو رائې وركړېدي۔اوس به دا بل د نمائندګانو ايوان ته لېږلې شي او د منظورۍ څخه وروستو به ئې امريكائي حكومت د سوريې ياغيانو ته وسله وركړې شي۔

 

د ملايئشيا 21 كلن ځوان د نړۍ ګېر چاپېره سېل وكړو

واشنګټن 22 مئي (اے پی پی)د ملايئشيا 21 كلن ځوان د نړۍ ګېر چاپېره سېل وكړو او نوې رېكارډ ئې جوړ كړو۔ د ميډيا راپورونو له مخې د دې ځوان نوم انتهوني ټين دے كوم چې د نړې ګېر چاپېره سېل كولو سره د كم عمر پائلوټ اعزاز ترلاسه كړې۔ده په 50 ورځو كښې 40 زره كلوميټره سفر كړې۔د دې پائلوټ نامه په ګنز بك اف ورلډ رېكارډ كښې ليكل شوې

 

د خېبر پښتونخوا د قانون پخواني وزير ارشد عبدالله د عبوري ضمانت د پراختيا خواست رد كېدو سره د عدالت د كمرې څخه ونيول شو

پېښور 22 مئي (اے پی پی)د چارسدې د ايډيشنل اېنډ سېشن جج جهانزېب شېنواري عدالت د خېبر پښتونخوا د قانون پخواني وزير او د عوامي نېشنل ګوند لارښود ارشد عبدالله د عبوري ضمانت د پراختيا خواست رد كولو سره د عدالت د كمرې څخه د نيولو حكم كړې۔په پخواني صوبائي وزير ارشد عبدالله د چارسدې د سټي تاڼې د پوليسو په چوكۍ د بريد او د سركار په كار كښې د مداخلې پشمول 5 مقدمې جوړې شوې دي۔ ارشد عبدالله  په دې مقدمو كښې عبوري ضمانت ترلاسه كړې و خو د شورو په ورځ عدالت د عبوري ضمانت د پراختيا خواست رد كړو او د عدالت څخه ئې د نيولو حكم وكړو۔ په عدالت كښې موجود پوليس اهلكارو پخوانې وزير په موقع ونيولو

 

د خوراك نړيوال پروګرام د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې ته د 7.4 مېليونه روپو آلات وركړل

اسلام آباد 22 مئي (اے پی پی) د خوراك نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې ته د 7.4 مېليونه روپو آلات وركړي۔ د ملګرو ملتونو د خوراك نړيوال پروګرام له مخې صوبائي حكومت ته د روغتيا محمكې بهترۍ لپاره طبي او د انفارمېشن ټېكنالوجې آلات وركړيدي۔ د روغتيا محكمې ډي جي ډاكټر ظفر اپريدي وئيلي دي چې د خوراك نړيوال پروګرام لخوا وركړې شويو آلاتو سره به په صوبه كښې د روغتيا آسانۍ او د ماشومانو د روغتيا معيار په ځانګرې توګه ښه شي

 

د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ تود هركلۍ وكړې شو٬ چينائي وزيراعظم ته د 21 توپو سلامي وكړې شوه

اسلام آباد 22 مئي (اے پی پی)د چين وزيراعظم لي كي چيانګ چې كله د شورو په ورځ د پاكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره راورسېدو نو تود هركلۍ ئې وكړې شو۔اولس مشر آصف علي زرداري او وزيراعظم مير هزار خان كهوسو په نور خان هوائي اډه د چينائي وزيراعظم تود هركلې وكړو۔ د دې څخه وروستو په نورخان هوائي اډه د چينائي وزيراعظم په درناوښت كښې يوه رسمي دستوره وشوه چې په كښې ئې هركلې وكړې شو۔ د چيئنائي وزيراعظم الوتكه چې كله د پاكستان فضائي حدودو ته داخله شوه نو د پاكستان او د چين د دوستۍ علامت جے اېف 17 تهنډر جنګي الوتكو په خپل حفاظت كښې واخيسته چې كله د چينائي وزيراعظم خاص الوتكه د جے اېف 17 تهنډر الوتكو په حفاظت كښې په نور خان هوائي اډه كوزه شوه نو اولس مشر آصف علي زرداري او وزيراعظم جسټس (ر) مير هزار خان كهوسو د چينائي وزيراعظم تود هركلې وكړو۔د دې څخه وروستو د چينائي وزيراعظم په درناوښت كښې دستوره وشوه په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي ترانې وغږول شوې او چينائي وزيراعظم ته د21 توپو سلامي وكړې شوه۔ د وسله والو ځواكونو چټك ډلې هم د ده سلامي وكړه۔ د چين او د پاكستان بېرغ هسك كوٶنكو ماشومانو وزيراعظم ته هركلې ووئيلو۔ په دې مهال جے اېف 17 تهنډر الوتكو په هوائي اډه پروازونه وكړل۔ چينائي وزيراعظم سږ كال د مارچ په مياشت كښې خپله چوكه سنبال كړې او دا ئې د پاكستان وړومبۍ دوره ده۔

 

د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔ ډاكټر مليحه لودهي

اسلام آباد 22 مئي (اے پی پی)پخوانې سفيرې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې د چينائي وزيراعظم لي كي چيانګ د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔ يو شخصي ټي وي سره په خبرو كښې پخوانې سفيرې ووئيل چې د چينائي وزيراعظم لخوا د پاكستان دوره داسې په ګوته كوي چې چين د پاكستان نوي ټاكل شوي حكومت سره هر ډول مرستې له چِمتو دے۔ ھغې ووئيل چې د چينائي مشر د دورې په مهال به يو شمير لوظنامې لاسليك شي او دې سره به د دواړو هېوادونو اړېكې لا قوي شي۔هغې ووئيل چې چينائي وزيراعظم به د مسلم ليګ (ن) مشر ميا نواز شريف سره ملاقات كوي۔د ملاقات په مهال به د افغانستان څخه د اتحادي ځواكونو وتلو نه وروستو په صورتحال او د منطقې په مجموعي صورتحال خبرې كولې شي۔

 

د ميا نواز شريف لخوا په سندھ او خېبر پښتونخوا كښې د نورو ګوندونو مېنډېټ قبلول ښه پرېكړه ده۔ ډاكټر غلام مصطفٰي

اسلام آباد 22 مئي (اے پی پی)نامتو تجزيه نګار ډاكټر غلام مصطفٰي وئيلي دي چې د ميا نواز شريف لخوا په سندھ او خېبر پښتونخوا كښې د نورو ګوندونو مېنډېټ قبلول ښه پرېكړه ده۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده د مسلم ليګ (ن) مشر ميا نواز شريف لخوا په خېبر پښتونخوا كښې د پاكستان تحريك انصاف او په سندھ كښې د پيپلز ګوند او اېم كيو اېم ځانګړې كاميابۍ قبلول د ستائنې عمل وګرځولو۔ده ووئيل چې مسلم ليګ (ن) د بلوچستان مسئلې حل كول غواړې او په صوبه كښې اتحادي حكومت جوړولو له هڅې كوي۔ ده ووئيل چې په خېبرپښتونخوا كښې به راتلونكې نوې حكومت بې طرفه وي او د مېرټ طريقه په خپله كړي

 

په انډونيزيا كښې د كان په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 28 ته ورسېده

جكارته 22 مئی (اے پی پی)په انډونيزيا كښې د كان په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 28 ته رسېدلې۔ د ميډيا راپورونو له مخې مرستندويه ډلو د پېښې د ځائ څخه نور مړي رايستلي دي او د دې څخه وروستو د مړو ټوله شمېره 28 ته رسېدلې ده۔ دا پېښه څو ورځې وړاندې د انډونيزيا په پاپوا ولايت كښې د سرو زرو په كان كښې رامنيځ ته شوې وه۔ د انډونيزيا اولس مشر سوسيلو بمبانګ وئيلي دي چې د پېښې به پوره پلټنې كېږي۔

 
More...
<< Start < Prev 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 Next > End >>

Results 1 - 9 of 18079
Elections 2013 News
Elections 2013 News
Chinese Premier Visit to Pakistan
Chinese Prime Minister Visit to Pakistan Chinese Prime Minister Visit to Pakistan
Code of Conduct
Code of Conduct
Manifestos of Parties
Manifestos of Political Parties
Independence Day News
Independence Day News
Economic Survey
Economic Survey 2011-2012
Economic Survey 2010-2011
Economic Survey 2009-2010
Presidential address to the joint sitting of parliament
Presidential address to the joint sitting of parliament
Day of Democracy
Day of Democracy News
Parlimentary Proceedings
National Assembly
Senate
Ordinances