Today is,

Friday, 28 November 2014

 

Home | About Us | News | User Login | Jobs | Contact Us | Tender Notices
Untitled Document
Main Menu
Home
News
Blog
Links
Search
Contacts
News Section
National
World
Sport
Business
Forex
Weather
Articles & Features
Sport News
Pakistan is progressing, peace loving country, says Denmark Ambassador
PESHAWAR, Nov 27 (APP): Denmark Ambassador to Pakistan Mr. Jesper Mollar Sorensen has said that Pakistan is a progressing country and its peoples are more enthusiasts, committed and hard workers.
 
Cricket fraternity offers its deepest condolences on Phillip's death
ISLAMABAD, Nov 27 (APP): The Cricket fraternity on Thursday offered its deepest condolences to the family and friends of the Australian batsman Phillip Hughes who passed away following an injury he suffered during a first-class match at the Sydney Cricket Ground.
 
Rashid, Rizwan get selectors' nod for Champions Trophy
KARACHI, Nov 27 (APP): Half back Rashid Mehmood and forward Muhammad Rizwan Senior got selectors nod and were named in an 18- member Pakistan squad for next month's 35th edition of Hockey Champions Trophy staged in Indian city of Bhubaneshawar from December 6 to 14.
 
Dazzling Sajjad sails into 16-round of IBSF World Snooker
KARACHI, Nov 27 (APP): Pakistan's Muhammad Sajjad maintained his dazzling run in the IBSF World Snooker Championship by sailing in the last 16-round in Bangalore (India), said a statement received here on Thursday.
 
Moin expresses shock over Phillip Hughes’ death
ISLAMABAD, Nov 27 (APP): Pakistan chief selector Moin Khan on Thursday expressed deep sorrow and grief over the tragic death of Australian cricketer Phillip Hughes.
 
Archive
Latest News
PTI to hold Nov 30 gathering under agreement with administration: Sa... - Govt vows to settle all issues with PTI: Ahsan - PM returns home after attending SAARC Summit - Govt conducts operation against terrorism without discrimination: Pe... - Pakistan wants ties with India on basis of self-respect; wants meani... - Japan ambassador hosts reception to celebrate Kings\'s birthday
> PDF Print E-mail

الرئيس الباكستاني يلتقي مع برهان الدين

إسلام آباد: 30 يونيو 2012م ـ (واب ـ APP).

التقي الرئيس الباكستاني آصف على زردراي مع سيدنا برهان الدين رئيس مجتمع داؤدي في لندن اليوم و استفسر الرئيس الباكستاني صحة برهان الدين و أشاد بخدماته للشعب الباكستاني و دعا زرداري لبرهان الدين لزيارة باكستان و صاحب زردراي كل من مستشار لدى رئيس الوزراء الباكستاني للشئون الداخلية رحمن ملك و رئيس اللجنة الاستثمار سليم منديوالا و المفوض السامي الباكستاني لدى لندن واجد شمس الحسن خلال لقاءه مع برهان الدين .


الرئيس الباكستاني يلتقي مع رئيس حركة القومية المتحدة 

إسلام آباد: 30 يونيو 2012م ـ (واب ـ APP).

التقي الرئيس الباكستاني آصف على زردراي مع الطاف حسين رئيس حركة القومية المتحدة  في لندن اليوم وناقش الجانبان الوضع السياسي الجاري في البلاد و الوضع الأمني بمدينة كراتشي و الأمور للأحزاب الائتلاف هذا و أعرب زرداري عن شكره للرئيس حركة القومية المتحدة لدعم الذي قدمته الحركة لحزب الشعب الباكستاني حين تم انتخاب رئيس الوزراء الباكستاني و أشاد زردراي دور قيادة حركة القومية المتحدة لتعزيز نظام الديمقراطي في البلاد .


رئيس الوزراء الباكستاني :حالة عدم اليقين تضر لمؤسسات و ديمقراطي

إسلام آباد: 30 يونيو 2012م ـ (واب ـ APP).

قال رئيس الوزراء الباكستاني راجا برويز أشرف بأن الحالة عدم اليقين السائدة في البلاد تضر المؤسسات و عناية خاصة لقضية واحدة تكون مؤذية للديمقراطية و يجب على كافة المؤسسات البلاد أن تعمل في نطاق دستورها و تسمح للشعب أن يتخذ قراره بشأن حكومة ديمقراطية منتخبة جاءت تصريحات راجا برويز أشرف أثناء حديث له مع كبار صحفيين في مدينة لاهور، و حث راجا كافة المؤسسات البلاد للعمل لخيرية البلاد و دعا كافة جهات معنية لاحترام الدستور .


رئيس الوزراء الباكستاني يدعو احزاب سياسية إلى ترك سياسة مواجهة

إسلام آباد: 30 يونيو 2012م ـ (واب ـ APP).

حث رئيس الوزراء الباكستاني راجا برويز أشرف الاحزاب السياسية لترك السياسية المواجهة لأنه تضر نظام ديمقراطي في البلاد جاءت تصريحات راجا برويز أشرف أثناء خطاب له لمنتدى محاميين لحزب الشعب الباكستاني و قال راجا بأنه يجب على مجتمع محاميين أن يحمي نظام ديمقراطي في البلاد و دعا راجا كافة جهات معنية لمنح الحل للقضايا التي تواجها البلاد اليوم .


وزير الدفاع الأمريكي :باكستان وأمريكا تعملان بحسن نية لحل قضية إعادة خطوط إمدادات الناتو

إسلام آباد: 30 يونيو 2012م ـ (واب ـ APP).

قال وزير الدفاع الأمريكي ليون بنيتا بأن باكستان ضحية للإرهاب مضيفا بأن باكستان و أمريكا تعملان بحسن نية لحل القضية لإعادة خطوط إمدادات الناتو جاءت تصريحات بنيتا أثناء حديث له مع الصحفيين وفي معرض رده على السؤال قال بنيتا بأنه يجب على باكستان و أمريكا العمل المشترك لإزالة الإرهاب والتطرف .


وزير فيدرالي لإدارة و تنمية العاصمة :حكومة ستكمل مدتها دستورية

إسلام آباد: 30 يونيو 2012م ـ (واب ـ APP).

قال وزير الفيدرالي لإدارة و التنمية العاصمة نذر محمد غوندل بأن حكومة حزب الشعب الباكستاني ستكمل مدتها الدستورية بنجاح جاءت تصريحات نذر محمد غوندل أثناء حديث له مع مراسلنا وأضاف غوندل بأن توفير تسهيلات أساسية للشعب الباكستاني من أولويات للحكومة الديمقراطية الحالية مشيرا إلى ان حزب الشعب الباكستاني يؤمن بسياسة مصالحة وفي معرض رده على السؤال قال غوندل بأن مواصلة استقرار السياسي وفي البلاد يساعد لتعزيز نظام الديقمراطي في البلاد .


باكستان تعرض 600 منحة دراسية لطلبة أفغان لدراسة في باكستان

إسلام آباد: 30 يونيو 2012م ـ (واب ـ APP).

عرضت باكستان حكومة أفغانية 600 منحة دراسية للطبة الأفغان للدراسة في باكستان في الجامعات الباكستانية المختلفة جاء ذلك في بيان صادر من كابول واضاف البيان نفسه بأن الحكومة الباكستانية تمنح هذه المنحة الدراسية منذ عام 2009م للطبة الأفغان والهدف من ذلك لتنمية ثقافة التعليم في أفغانستان و تعزيز الروابط بين الشعبي البلدين .


رئيس الوزراء الباكستاني يهنئ نظيره كندي بمناسبة يوم الوطني

إسلام آباد: 30 يونيو 2012م ـ (واب ـ APP).

هنأ رئيس الوزراء الباكستاني راجا برويز أشرف نظيره الكندي "ستيفن جوسف هاربر" بمناسبة يوم الوطني الذي يحتفل 1 يوليو وفي رسالته التهنئة أعرب رئيس الوزراء الباكستاني عن تمنياته الطيبة نيابة للحكومة والشعب الباكستاني للحكومة والشعب الكندي بمناسبة حلول اليوم الوطني مضيفا بأن باكستان والكندا تتمتعان بعلاقات الوطيدة متأملا لتعزيز العلاقات بين البلدين في المستقبل .


رئيس القوات الجوية يؤكد على ضرورة اتخاذ نهج استباقي لمواجهة تحديات بحرية

إسلام آباد: 30 يونيو 2012م ـ (واب ـ APP).

قال رئيس القوات البحرية الباكستانية المارشال طاهر رفيق بت بأن طبيعة الحرب اليوم يتغير باستمرار والتي تطلب منا لاستفادة من تكنولوجيات ناشئة  و أسلحة جديدة جاءت تصريحات المارشال طاهر رفيق بت أثناء حديث خطاب له لحفلة ضباط لـ97 لعرض عسكري عقد بمدينة كراتشي وأضاف طاهر رفيق بت بأننا نواجه تحديات بحرية عديدة حاليا ولمخاطبة هذه التحديات يجب علينا استخدام التكنولوجية الحديثة المتطورة .

 
> PDF Print E-mail

وزيراعظم راجه پروېز اشرف پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني سره دده په كور وليدل۔ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

د وزيراعظم راجه پروېز اشرف او سيد يوسف رضا ګېلاني ميډيا سره خبرې اترې

لاهور 29 جون (اے پی پی) وزيراعظم راجه پروېز اشرف د خالي په ورځ د پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ده په كور ملاقات اوكړو۔ دواړو لارښود ترمينځه د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه اوشوه۔ په دې مهال د پنجاب ګورنر ليطف كھوسه او د متروكه وقف املاك بورډ چيئرمېن سيد آصف هاشمي هم موجود ؤ۔ دې څخه وروستو ميډيا سره خبرو اترو كښې وزيراعظم راجه پروېز اشرف ووئيل ھېواد ته پېښې ټولې ستونزې به د مشرتابه ٬ اتحاديانو او د كابينې په سلا سره د اولس د هيلو ترمخه حل كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل چې سيد يوسف رضا ګېلاني د ګوند مشر وائس چيئرمېن دے چا چې تل د ګوند لارښودنه كړې او په سباؤن كښې هم د ده لارښودنې ته اړتيا ده۔ سوئس چارواكو ته د خط ليكلو په اړه وزيراعظم ووئيل د سلا نه وروستو به عدالت كښې د دې مسئلې په اړه خبره كوؤ۔

 

 

پي پي پي ته په سيد يوسف رضا ګېلاني وياړ دے۔ د پيپلز ګوند مشرتابه د روغې جوړې په پالېسۍ عمل كولو سره اتحاديان ځان سره اخلي۔ د مخالفې ډلې سلا سره چيف الېكشن كمېشنر غوره كول غواړو دغسې چې هېواد كښې سپېځلې ټاكنې باوري كړې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير قمرزمان کائرہ نجی ټی وی سره خبرې

اسلام آباد ۔ 30 جون (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير قمرزمان کائرہ وئيلي دي پي پي پي ته په سيد يوسف رضا ګېلاني وياړ دے۔ د پيپلز ګوند مشرتابه د روغې جوړې په پالېسۍ عمل كولو سره اتحاديان ځان سره اخلي۔ د مخالفې ډلې سلا سره چيف الېكشن كمېشنر غوره كول غواړو۔ د خالي په ورځ نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل په وزيراعظم نه جوړېدو كوم تحفظات نه لرم۔ ما دپاره درناوې په ما د ګوند باور دے۔ مونږ سياسي كارمندان يو خپله خبره مشرتابه ته وړاندې كوؤ خو پرېكړه د هغوي قبلوؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل راجه پروېز اشرف د ګوند يو مخلص او پخوانے كاركن دے۔ د چیف الېکشن کمېسيون غوره كېدو په اړه ده ووئيل مونږ مخالفې ډلې سره دا په شريكه غوره كول غواړو دغسې چې هېواد كښې سپېځلې ټاكنې باوري شي-

 

 
> PDF Print E-mail

پيپلز ګوند د جمهوريت د تحفظ لوظ كړے۔ ټول سياسي ګوندونه د هېواد ستونزې ختمولو او جمهوري استحكام له بايد رامخې  ته شي ۔ په قامي روغه جوړه عمل كولو سره به اولس ته ګټې ورسي او جمهوري سفر به آسان شي۔ د وزيراعظم راجه پروېز اشرف ګورنر هاؤس لاهور كښې د پيپلز لائرز فورم عهدېدارؤ ته خطاب

لاهور 29 جون (اے پی پی) وزيراعظم راجه پروېز اشرف وئيلي دي پيپلز ګوند د جمهوريت د تحفظ لوظ كړے۔ ټول سياسي ګوندونه د هېواد ستونزې ختمولو او جمهوري استحكام له بايد رامخې  ته شي ۔ په قامي روغه جوړه عمل كولو سره به اولس ته ګټې ورسي او جمهوري سفر به آسان شي۔ ده د خالي په ورځ  ګورنر هاؤس لاهور كښې د پيپلز لائرز فورم عهدېدارؤ ته خطاب كولو۔ په دې مهال د پنجاب ګورنر سردار لطيف كھوسه او د امتياز صفدر وړائچ په شمول نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې د قائد اعظم محمد علي جناح تعلق د وكيلانو طبقې سره ؤ چا چې د پاكستان جوړېدل ممكن كړل۔ دغسې د ختيز شاعر تعلق هم وكيلانو سره ؤ چا چې د پاكستان خوب ليدلے ؤ او د شهيد ذوالفقار علي بھټو تعلق هم وكيلانو سره ؤ۔ دا هغه طبقه ده كوم چې د آئين ٬ قانون او جمهوريت محافظ دي۔ وزيراعظم ووئيل انسان ته د ځان نه زيات قيمتي هېڅ څيز نشته خو ذوالفقار علي بھټو د اولس حقونو لپاره د خپل ځان قرباني وركړې۔ دغسې شهيدې بي بي هم اولس لپاره د خپل سر قرباني وركړې۔ شهيد بھټو چې د جمهوريت كومه ډيوه روښانه كړې وه هغه به پي پي پي مړه كېدو ته نه پرېږدي۔ ده ووئيل زمونږ د زخمونو مرهم جمهوريت دے كه مونږ له دې نه غافله شو نو د جمهوريت دشمن عناصر به اولس د دې حق څخه محروم كړي۔ ده ووئيل پي پي پي هېواد كښې جمهوريت راوستلے او مونږ به ئې قائم او دائم ساتو ځكه چې دا هغه جمهوريت دے كوم چې اولس ته د خپلې خوښې حكومت جوړولو حق وركوي۔ وزيراعظم ميډيا ته هم خواست اوكړو چې هغوي حالات ښه كولو كښې د حكومت هر ډول مرسته اوكړي۔ ده ووئيل چې د جمهوريت او پارلمان سرلوړي په مونږ فرض ده۔ كه هېواد كښې د ټكر صورتحال پېدا شو نو تر اوږدې مودې به د دې په مونږه ناوړه اغيز وي۔ ده ووئيل نړۍ كښې ثابته شوې كه چرې مونږ په قامي روغه جوړه عمل اوكړو نو ددې ګټې به د اولس په لاس ورشي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ بايد مايوسه نه شو۔ پي پي پي دا لوظ كړې چې د جمهوريت به هر ډول ساتنه كولې شي او د ادارو په عزت كښې به زياتوالې كولې شي۔ ده ووئيل د پي پي پي لخوا به كومې ادارې ته كمزورې پېغام وركولې نه شي۔



جنرال جان ايلن د پوځ سرلښكر جنرال اشفاق پروېز كياني سره ملاقات كولو له د جون په 27 نېټه د پاكستان دوره كړې وه

پنډۍ/ كابل 29 جون (اے پی پی) افغانستان كښې د نړيوالو مرستيالو ځواكونو كمانډر جنرال جان ايلن د پوځ سرلښكر جنرال اشفاق پروېز كياني سره ملاقات كولو له د جون په 27 نېټه د پاكستان دوره كړې وه۔ تېره ورځ د پاك پوځ او ايساف لخوا په يو وخت جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي چې د دې دورې مقصد تېره مياشت كښې د افغانستان٬ پاكستان او ايساف درې اړخيزه غونډې په مهال غوره پېشرفت مخ په وړاندې بوتلل ؤ۔ د بيان له مخې د مئي په مياشت كښې شوې غونډه كښې پوځي كمانډرانو او بنيادي عملې د پولې پورې غاړه عملياتو په شمول ټېكنيكل ٬ آپرېشنل او د ستراتيجيكي اهميت په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ غونډه كښې د دوه اړخيزه اهميت مسئلو حل كولو له هر يو ته د خپلو خوښو د څرګندولو موقعه ترلاسه شوه۔ بيان كښې وئيلي شوي دي چې د جنرال ايلن دورې په مهال كمانډرانو د ترهه ګرۍ خاتمې ٬ د انتها خوښۍ مخنيوي او او په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه اوكړه۔ پوځي كمانډرانو په روان آپرېشنل حقائقو هم خبرې اوكړې۔ د غونډې په مهال جنرال ايلن ووئيل دې دورې سره به سيمه ايز استحكام ترلاسه كولو له هلو ځلو كښې مرسته ترلاسه شي او دې سره سره به د پولې په دواړه اړخو د انتها خوښو منفي اغيز ختمولو له هلو ځلو ته پام كولو لپاره غوره موقعه ترلاسه شوه۔



د وزيراعظم راجه پروېز اشرف لخوا د كانډا قامي ورځې په مهال خپل د كانډا همڅنګ ته مباركي

اسلام آباد 29 جون (اے پی پی) وزيراعظم راجه پروېز اشرف د كانډا قامي ورځې په مهال خپل د كانډا همڅنګ سټېفن جوزف بار ته مباركي وركړې۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې وزيراعظم د قامي ورځې لمانځلو په مهال د خپل ٬ حكومت او اولس له اړخه ده ته مباركي وركړې۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كانډا سره مهمې اړيكې لري او سباؤن كښې به د دې لا مضبوطولو له هڅې كولې شي۔ ده په دې مهال د كانډا اولس له د نېكو هيلو څرګندونه هم اوكړه۔


 

 

 
> PDF Print E-mail

وزيراعظم فېصل آباد بار اېسوسي اېشن له 50 لكھھ او جهنګ بار له 20 لكھھ روپۍ ګرانټ اعلان كړو۔

لاهور 29 جون (اے پی پی) وزيراعظم راجه پروېز اشرف فېصل آباد بار اېسوسي اېشن له 50 لكھھ او جهنګ بار له 20 لكھھ روپۍ ګرانټ اعلان كړو۔ د خالي په ورځ ګورنر هاؤس لاهور كښې پيپلز لائرز فورم عهدېدارؤ سره د ملاقات په مهال وزيراعظم ووئيل چې وكيلانو زمونږ وړومبۍ دسته ده چا چې هېواد كښې د جمهوريت بحالۍ له خپل كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل چې وكيلان د آئين ٬ قانون او جمهوريت ساتندويه دي ځكه چې د دوئي تعلق نېغ په نېغ د قائد اعظم ٬ علامه اقبال او ذوالفقار علي بھټو شهيد پېشې سره دے۔ په دې مهال وكيلانو وزيراعظم خپلو ستونزو څخه خبر كړو۔ وزيراعظم وكيلانو ته د دوئي د مسئلو حل كولو باور وركړو۔


وزيراعظم د ختيز شاعر علامه محمد اقبال په مزار حاضري۔ ده په مزار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه ئې ولوستله۔ ختيز شاعر راروانو نسلونو لپاره د لارښودنې ستورې دے۔ مونږ په خپل عظيم فلسفي وياړ لرو۔ راجه پروېز اشرف د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات قلمبند كړو

لاهور 29 جون (اے پی پی) وزيراعظم راجه پروېز د خالي په ورځ د ختيز شاعر علامه محمد اقبال په مزار حاضري۔ ده په مزار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه ئې ولوستله۔ په دې مهال د پنجاب ګورنر سردار لطيف كھوسه ٬ صوبائي وزير چوهدري عبد الغفور او د پي پي پي لارښود اسلم ګل هم وزيراعظم سره ؤ۔ مزار ته په رسېدو د رېنجرز يوې چمتو ډلې وزيراعظم ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وزيراعظم د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات قلمبند كولو سره وليكل چی ختيز شاعر راروانو نسلونو لپاره د لارښودنې ستورې دے۔ مونږ په خپل عظيم فلسفي وياړ لرو۔


د مصر نوے ټاكلي شوي اولس مشر محمد مرسي څوګند پورته كړو

قاهره 29 جون (اے پی پی) د مصر نوي ټاكلي شوي اولس مشر محمد مرسي د خالي په ورځ د خپلې چوكۍ څوګند پورته كړو۔ د مصر سپريم آئيني كورټ ده څخه څوګند واخست۔ د اخوان المسلمين څخه تعلق لرونكي محمد مرسي د عرب نړۍ د آزاد ټول ټاكنو د لارې وړومبې ټاكلے شوے  اولس مشر او د 60 كاله وړاندې بادشاهت خاتمې څخه وروستو د مصر 5م اولس مشر جوړ شوے دے۔ محمد مرسي د خالي په ورځ د دريائے نيل په غاړه د پخواني مصري مندر په ډول جوړ ستره محكمه كښې خپل څوګند پورته كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هغه پوځ پلو مائل دے۔


د ګوند كارمندان او اولسي نمائندګان دې خپل صلاحيتونه د ګوند منشور ترمخه د اولس خذمت له وقف كړي۔ كارمندان د ګوند لپاره د ملا د تير حېثيت لري۔ د اوسني حكومت  وړومبې پام د راروانو ټول ټاكنو سپېځلتيا پلو دے۔ د وزيراعظم راجه پروېز اشرف د پي پي پي پنجاب پارلماني ګوند غونډې ته وېنا

لاهور 29 جون (اے پی پی) وزيراعظم راجه پروېز اشرف د ګوند په كارمندانو او اولسي نمائندګانو زور راوړې چې هغوئي دې خپل صلاحيتونه د ګوند منشور ترمخه د اولس خذمت له وقف كړي۔ كارمندان د ګوند لپاره د ملا د تير حېثيت لري۔ د اوسني حكومت  وړومبې پام د راروانو ټول ټاكنو سپېځلتيا پلو دے۔ ده د خالي په ورځ ګورنر هاؤس لاهور كښې د پي پي پي پنجاب پارلماني ګوند غونډې ته وېنا كوله۔ د پنجاب ګورنر سردار لطيف كھوسه ٬ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ٬ نذر محمد ګوندل او نور اعلی چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل زه د ټولو ملګرو مننه كوم چا چې ماته مباركي راكړې۔ حقيقت كښې دا ټولې مباركۍ اولس مشر زرداري او كارمندانو لپاره دي۔ ده ووئيل مونږ ټولو په ګډه هېواد كښې د جمهوريت بحالۍ له هلې ځلې كړي دي۔ ستاسو جذبات ما له سرمايه ده۔ زه به د ګوند او اولس ټول هيلو پوره كولو له هلې ځلې كوم۔ ده ووئيل د ټول ټاكنو وخت نزدې دے او مونږ له په بشپړ ډول تيارې كول پكار دي۔ ده ووئيل ټول ټاكنو كښې به پته ولګي چې چا اولس له هلې ځلې كړي دي۔ ده ووئيل مخالفه ډله هم د جمهوريت برخه ده۔ دا پرېكړه به اولس كوي چې هغوي د چا حكومت ته مېنډېټ وركوي۔ ده ووئيل زه د وركرانو د ستونزو څخه خبر يم كومې به چې په هر حال كښې حل كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل تاسو د فيلډ كمانډر حېثيت لرۍ او د جنګ ګټلو لپاره فيلډ كمانډر مضبوط پكار وي۔ وزيراعظم ووئيل چې پخوانے وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني چې د صبر او زغم سره كوم وخت تېر كړې د ستائنې وړ دے۔



چين كښې د سختو بارانونو په سوب 50 كسان مړه شول

بيجنګ 29 جون (اے پی پی) چين كښې د سختو بارانونو په سوب د كمرو نړېدو په نتيجه كښې لږ نه لږ 50 كسان مړه او 42 نور بې دركه شوي دي۔ د چيني ميډيا راپور له مخې 11 صوبو كښې د تېرو څو ورځو راسې بارانونو په سوب د بې كوره شويو كسانو شمېره 4 لكھھ 40 زرو ته رسېدلې۔ د بارانونو له امله ګڼ شمېر كورونو ته زيان رسېدلې۔ د راپور له مخې د چين سوئيلي لوئيديزه صوبه سېچوان كښې د كمر رانړېدو له امله 4 كسان مړه او 37 نور بې دركه شوي دي۔


 

 
> PDF Print E-mail

پیپلز ګوند د اتحادي ګوندونو به مرسته د پارلمان په شمول ټولې جمهوري ادارې مستحكم كړي دي۔ شېر اعظم وزير

پېښور۔30 جون (اے پی پی ) د خېبر پختونخوا د محنت وزیرشېراعظم وزیر وئيلي دي پیپلز ګوند د اتحادي ګوندونو په مرسته د پارلمان په شمول ټولې جمهوري ادارې مستحكم كړي دي۔ ده پېښور كښې ميډيا سره خبرو اترو كښې ووئيل چې پيپلز ګوند ختموؤنكي په خپله ختم شوي دي۔ خو زمونږ اولس او جمهوري ګوند نن هم د اول په شان د هېواد او اولس په خذمت كښې بوخت دے۔ ده ووئيل په خپله يو خواري كښ اولسي نمائنده يم  له دې كبله مې ټول عمري د خواري كښ اولس خېر ښېګړې له كار كړې او دوئي ته مې ھر ډول اسانۍ وركولو له هلې ځلې كړي دي۔ ده ووئيل پي پي پي ټول عمري د آمرانو په ضد غږ پورته كړې او د اولس د حقونو جنګ ئې كړې۔ ده ووئيل د اولس د خذمت دا جذبه روانه ساتو او كله به هم د هېواد او قامي ګټو سودا نه كوؤ اګر كه دې لپاره مونږ ته ډېرې قربانۍ وركول هم راپغاړه شي۔ (ص ف/وا/1909)

******** 10 ********

د پاکستان او امریکا ترمينځه د ناټو رسنې په ځائې كولو له هڅې په مثبت ډول روانې دي۔ لیون پنيټا

واشنګټن ۔ 30 جون (اے پی پی) د ا مريكا د دفاع وزير لیون پنیټا وئيلي دي د پاكستان او امريكا ترمينځھ د ناټو رسنې په ځائې كولو له هڅې په مثبت ډول روانې دي۔ پاكستان د ترهه ګرۍ دلاسه ځپلې هېواد دے د دواړو هېوادونو ترمينځه د زمكيزو او مواصلاتي رابطو په ځائې كولو له خبرې اترې روانې دي ولې بيا هم ځينې مسئلې پاتې دي كومې چې حل كول ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ چیئرمین جائنټ چیفس سټاف جنرل مارټن ډمپسی سره په ګډه يو خبري كنفرنس كښې د بريفېنګ وركولو په مهال اوكړه۔ ده ووئيل بايد امريكا او پاكستان دواړه په ګډه ګامونه پوته كړي دغسې چی د پاكستان افغانستان پولې دواړو اړخو ته د ترهه ګرۍ او لاس وهنې مخنيوي وكړې شي۔ بل خوا امريكا كښې د پاكستان سفيرې شيري رحمن په مشرۍ كښې يو پلاوې د امريكائي كانګرېس دوره كولو والا دې چرته به چې هغه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو او په دې لړ كښې د پورته كړې كوټلي ګامونو څه د پارلمان غړي خبر كړي۔



د پیپلز ګوند لارښودو ټول عمري جمهوريت له هلې ځلې كړي۔ سپیکر کرامت اللہ

پېښور۔30 جون (اے پی پی ) د صوبائي اسمبلۍ سپیکر کرامت اللہ خان وئيلي دي چې د پي پي پي لارښودو او كارمندانو ټول عمري د آمرانو په ضد جمهوريت لپاره هلې ځلې كړي دي۔ ده ووئيل د اولس مسائل حل كولو لپاره بايد د جمهوريت لړۍ روان وساتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ چغرمټۍ پېښور كښې د بېلا بېل مكاتب فكر خلكو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې اوكړه۔ ده ووئيل اوسني حكومت د مشكلاتو سره هم د پرمختګ پايه روانه ساتلې۔ او صوبه كشې د روغتيا ٬ زده كړې او توان پروژې د خپل بشپړ كېدو په آخري پړاؤ كښې دي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت خېبر پختونخوا ته د برېښنا او غاز په څانګه كښې په اربونو روپۍ وركړي دي۔ ده ووئيل دې سره د برېښنا پېداوار لپاره 23 لوئې وړې پروژې پېل كړې شوي دي۔ د كومو بشپړ كېدو سره به چې د توان مسئله ټول عمري لپاره ختمه شي۔ ده ووئيل پي پي پي ټول عمري د خپل كردار په بنياد ټول ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي۔ ده ووئيل د هېواد غريب اولس ته د عزت ژوند تېرولو موقعه په لاس وركولو له حكومت د بېنظير انكم سپورټ پروګرام او زلمو ته روزګار وركولو له وسيله روزګار او وسيله حق پروګرام پېل كړې۔


حکومت به د مالي كال 2012-13ء په مهال 600 افغان زده كوؤنكو ته وظيفې وركړي۔

د وزیر اعظم پاکستان سکالر شپ سکیم ترمخه تعليم ترسره كوؤنكي 30 افغان زده كوؤنكي د افغانستان بيا ودانۍ ٬ سماجي او معاشي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔

          اسلام آباد ۔ 30جون (اے پی پی) حکومت به د مالي كال 2012-13ء په مهال 600 افغان زده كوؤنكو ته د پاكستان بېلو تعليمي ادارو كښې د زده كړو لپاره وظيفې وركړي۔ د سكالرشپ ترلاسه كولو كښې د خوښي لرونكو زده كوؤنكو تحريري امتحان كابل كښې پاكستاني سفارت كښې اوشو۔ پاكستان د كال 2009ء څخه د وزيراعظم پاكستان لخوا افغان زده كوؤنكو ته د تعليم لپاره وظيفه وركوي۔ د دې سكيم څخه تر دې دمه 15 سوؤ څخه زيات افغان طالبعلمان استفاده كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د وزیر اعظم پاکستان سکالر شپ سکیم ترمخه تعليم ترسره كوؤنكي 30 افغان زده كوؤنكي د افغانستان بيا ودانۍ ٬ سماجي او معاشي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ د دې سكيم په سوب افغانستان كښې د تعليم پرمختګ كښې غوره والې رامخې ته شوې او دې سره دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطې شوې هم دي۔



اولس ته بنيادي اسانۍ وركولو ته پي پي پي تر ټولو وړومبې پام كوي۔ نذر محمد ګوندل

اسلام آباد ۔ 30 جون (اے پی پی) د کېپټل اېډمنسټرېشن اېنډ ډوېلپمنټ (کېډ) وفاقي وزير نذر محمد ګوندل وئيلي دي پي پي پي به د اولس په مرسته خپله 5 كلنه موده ترسره كوي۔ د خالي په ورځ ”اے پی پی“ سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل اولس ته بنيادي اسانۍ وركولو ته پي پي پي تر ټولو اول پام كوي۔ ده ووئيل پي پي پي په جمهوريت باور لري او هېواد د ستونزو څخه ويستلو كښې د پي پي پي مهم كردار دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب نذر محمد ګوندل ووئيل هېواد كښی سياسي استحكام د جمهوري ادارو مضبوطيا له ډېر ضروري دے۔ ده ووئيل پي پي پي به د شهیدې بېنظیر بھټو ويژن ترمخه د اولس خذمت روان ساتي۔ (ص ف/وا/1909)

******** 14 ********

هېواد كښې غېر يقيني صورتحال سره سنګينې مسئلې پېدا كيږي۔ ټول سياسي ګوندونه دې رياستي ادارې او سټېك هولډرز سسټم د غېر مستحكم كېدو څخه بچ كړي۔ د حكومت جوړولو او د منځه اوړولو حق يوازې اولس سره دے۔ مونږ بايد هغه اوكړو كوم چې د هېواد او قام په ګټه وي۔ يو بل ښكته ثابتولو سره د هېواد او قام زيان كيږي او راروان نسلونه ځپلې كيږي۔ د وزيراعظم راجه پروېز اشرف ګورنر هاؤس كښې مشرانو ایډیټرانو او كالم نګارو سره د ملاقات په مهال خبرې اترې

لاهور۔30 جون (اے پی پی) وزیراعظم راجه پروېز اشرف وئيلي دي هېواد كښې غېر يقيني صورتحال سره سنګينې مسئلې پېدا كيږي۔ ټول سياسي ګوندونه دې رياستي ادارې او سټېك هولډرز سسټم د غېر مستحكم كېدو څخه بچ كړي۔ د حكومت جوړولو او د منځه اوړولو حق يوازې اولس سره دے۔ مونږ بيا هغه اوكړو كوم چې د هېواد او قام په ګټه وي۔ يو بل ښكته ثابتولو سره د هېواد او قام زيان كيږي او راروان نسلونه ځپلې كيږي۔ ده د خالي په ورځ ګورنر هاؤس كښې مشرانو ایډیټرانو او كالم نګارو سره د ملاقات په مهال خبرې اترې كولې۔ په دې مهال د پنجاب ګورنر سردار لطیف کھوسه‘ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير قمرزمان کائرہ او د پی پی پی پنجاب صدر امتیاز صفدر وړائچ هم موجود ؤ۔ د روان كال پشكال بارانونو په سوب د ممكنه سېلابونو په اړه ده ووئيل صوبائي حكومتونو ته هدايت شوې چې هغوي په دې د قابو موندلو له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل قدرتي آفاتو څوك منع كولې نه شي خو دې لپاره حفاظتي تدبيرونو خپلولې شي د كوم لپاره به چې ټولې وسيلې كارولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل آئي پي پيز د 1994ﺀ پالېسي وه دغه وخت هم د برېښنا ستونزه موجود وه۔ ده ووئيل كه دغه پروژې نن هم جاري وې نو زمونږ سره به برېښنا سرپلس وې۔ وزيراعظم ووئيل چې حکومت د نیلم جهلم‘ کوهاله‘ دیامیر بھاشا ‘ ونډ ملز او تھرکول پراجېكټ په شمول په نورو پروژو كار روان ساتلے دے۔ او دې سره به د برېښنا په صورتحال كښې ښه والې رامخې ته شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د امن او امان په ځائې كول د صوبائي حكومت ذمه واري ده او چرته چې د وفاقي حكومت حاجت راځي نو د صوبائي حكومتونو مرسته به كولې شي۔ وزیر اعظم ووئيل حكومت د ترهه ګرۍ ختمولو له كوټلي ګامونه پورته كړي دي چې په سوب ئې حالات  ښه شوي دي خو اوس د كراچۍ او بلوچستان حالات ښه كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د هېواد دفاع او پولو ساتنه كښی د پاك پوځ ډېر مهم كردار دے او مونږ ته په خپل پوځ وياړ دے۔ وزيراعظم ووئيل لكه څنګه چې 30 كاله وړاندې هېواد كښې د ترهه ګرۍ نوم نه ؤ او د خلكو ځان او مال محفوظ ؤ دغسې به راروانو ورځو كښې هم د ترهه ګرۍ او غېر يقيني صورتحال خاتمه اوشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ له په اولس باور كول پكار دي ځكه ځې حكومتونه اولس جوړي وي او هم دوئي ئې اخوا كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د چيف الېكشن كمېشنر غوره كېدو له مخالفې ډلې ته د وركړې شوې بلنې به مثبت ځواب ترلاسه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د اصغر خان كېس ډېر معاملات اولس ته وړاندې كړې شوي دي مونږ غواړو چې تاريخ بيا دهراؤ نه كړې شي۔ مونږ هېواد كښې سپېځلې ټول ټاكنې غواړو۔ د كالا باغ بند په حقله ده ووئيل پاكستان دا وخت ډېمونو ته اړتيا لري۔ خو د كالا باغ ډېم خبره دومره متنازعه شوې چې دبلوچستان ٬ خېبر پختونخوا او سندھ اسمبليو د دې په ضد قراردادونه منظور كړي دي۔ داسې حالت كښې چې كله درې صوبې مخالفت كوي او د صوبو ترمينځھ نفرتونه زياتيږي نو مونږ دا اصولي پرېكړه كړې چې ترڅو په دې د رايو اتفاق نه وي نو تر هغه وخت دا ډول پرېكړه كول خطرناك ثابتېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې پنجاب كښې نون ليګ ته د حكومت كولو حق ترلاسه دے ځكه چې اولس دوئي ته مېنډېټ وركړې۔ ده ووئيل چې مونږ د نون ليګ د مشرتابه او پنجاب حكومت احترام كوؤ۔ د خارجه پالېسۍ په حقله ده ووئيل چې د كومې هم پالېسۍ مصدر پارلمان وي۔ او دغسې خارجه پالېسۍ جوړولو لپاره هم د پارلمان نه غېر بله كومه اداره نشته ځكه فارن پالېسي محفوظه لاسو كښې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې ترهه ګري دا وخت نړيواله مسئله ده۔ پاكستان د ترهه ګرۍ په جنګ كښې تر ټولو زياتې قربانۍ وركړي دي۔ د صدارتي استثناﺀ په حقله ده ووئيل چې اولس مشر ته استثنیٰ يوازې پاكستان كښې نه ګرده نړۍ كښې ترلاسه ده۔ ده ووئيل چې ټول رياستي ادارو ته خواست كوم چې مونږ له هغه كار كول پكار دي كوم چې د خوږ هېواد او نظام لپاره ښه وي۔ ده ووئيل بلوچستان د پاكستان مهمه صوبه ده او د دغه ځائې ټولو سټېك هولډرز ته د خبرو اترو بلنه وركوؤ او د دوئي جائز غوښتنې به منلې شي۔ ده ووئيل چی د حكومت د پالېسيو په سوب په وړومبي ځل غريب كرونده ګر خوشحاله ٬ برآمدات 35 ارب ډالر ته رسېدلي دي او دغسې د زر مبادله ذخيرو كښې زياتوالې شوې او افراط زر كښې كمي راوستلې شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې بايد اوسنې حكومت خپله آئيني موده پوره كړي۔ د توان بحران په حقله ده ووئيل چې دا ستونزه د تېر حكومت څخه پاتې ده خو بيا هم اوسني حكومت د دې خاتمې له ګامونه پورته كړي دي او مونږ هڅې كوؤ چی دا ستونزه كمه نه كمه كړې شي۔


 

 
<< Start < Prev 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 Next > End >>

Results 1 - 9 of 1758

kashmir black day

Budget 2014-2015
Federal Budget
Highlights 2014-2015
Punjab Budget
Sindh Budget
KPK Budget
Balochistan Budget
A.J.K Budget
Gilgit Baltistan Budget
Elections 2013
Elections 2013 News
Code of Conduct
Code of Conduct
Manifestos of Parties
Manifestos of Political Parties
Independence Day News
Independence Day News
Economic Survey
Economic Survey 2013-2014
Presidential address to the joint sitting of parliament
Presidential address to the joint sitting of parliament
Parlimentary Proceedings
National Assembly
Senate