قومي اسيمبلي جو بجيٽ اجلاس سڀاڻي جمعي ڏينهن شام جو 5 وڳي پارليامينٽ هائوس ۾ ٿيندو
اسلام آباد - 30 مئي (اي پي پي) قومي اسيمبلي جو بجيٽ اجلاس سڀاڻي جمعي ڏينهن شام جو 5 وڳي پارليامينٽ هائوس ۾ ٿيندو. اجلاس جي صدارت قومي اسيمبلي جي اسپيڪر ڊاڪٽر فهميده مرزا ڪندي. اجلاس ۾ موجوده حڪومت پنهنجي پنجين بجيٽ پيش ڪندي. اجلاس کان اڳ هائوس بزنس ايڊوائيزري ڪميٽي جو اجلاس ٿيندو، جنهن ۾ بجيٽ اجلاس جي حوالي سان معاملا طئي ڪيا ويندا.
پارليامينٽ عوام جي قوت جي مظهر آهي، رياست جي ٻين ٿنڀن جي ابتڙ پارليامينٽ عوام جي امنگن جي ترجمان آهي، ان لاءِ هي بالادست ادارو آهي، جنهن جو احترام ڪرڻ گهرجي، اسپيڪر کي ملڪ جي 18 ڪروڙ عوام جا نمائندا چونڊين ٿا، ان جي لاءِ اسپيڪر جي فيصلي جو به احترام هجڻ گهرجي: ڊاڪٽر فهميده مرزا
اسلام آباد - 30 مئي (اي پي پي) قومي اسيمبلي جي اسپيڪر ڊاڪٽر فهميده مرزا چيو آهي ته پارليامينٽ عوام جي قوت جي مظهر آهي، رياست جي ٻين ٿنڀن جي ابتڙ پارليامينٽ عوام جي امنگن جي ترجمان آهي، ان لاءِ هي بالادست ادارو آهي، جنهن جو احترام ڪرڻ گهرجي، اسپيڪر کي ملڪ جي 18 ڪروڙ عوام جا نمائندا چونڊين ٿا، ان جي لاءِ اسپيڪر جي فيصلي جو به احترام هجڻ گهرجي. ڪالهه اربع ڏينهن پاڪستان انسٽيٽيوٽ آف پارليامينٽري سروسز جي نئين عمارت جي افتتاحي تقريب کي خطاب ۽ بعد ۾ صحافين سان ڳالهائيندي هن چيو ته جيڪو مون کي چوڻو هو اهو مون پنهنجي رولنگ ۾ چئي ڇڏيو آهي، عدالت ۾ اسپيڪر جي رولنگ کي چئلينج ڪرڻ جي حوالي سان کيس ڪو به نوٽيس ناهي مليو، جيڪڏهن نوٽيس مليو ته قانوني ماهرن سان مشاورت کانپوءِ فيصلو ڪيو ويندو. هن چيو ته اسپيڪر کي ملڪ جي 18 ڪروڙ عوام جا نمائندا چونڊين ٿا، ان جي لاءِ ان جي فيصلن جو به احترام ٿيڻ گهرجي. هن چيو ته اسپيڪر جي اختيارن جي حوالي سان ضابطو 28 پڙهيو وڃي ته صورتحال واضح ٿي ويندي. هن چيو ته بجيٽ اجلاس سڀاڻي کان شروع ٿيڻ وارو آهي، 18 ڪروڙ عوام جون نظرون بجيٽ تي کتل آهن. ان کانپوءِ قوم کي اليڪشن ۾ وڃڻو آهي ۽ ايوان جي ڪارڪردگي کڻي چونڊيل نمائندا عوام جي عدالت ۾ ويندا. اسپيڪر افتتاحي تقريب کي پنهنجي خطاب ۾ چيو ته اداري جي عمارت جي تعمير ۾ امداد تي آمريڪي حڪومت ۽ يو ايس ايڊ جا ٿورائتا آهيون. هي آمريڪي عوام طرفان پاڪستان جي عوام جي لاءِ هڪ شاندار تحفو آهي.
د پوځ سرلښكر د بلوچستان مسئلې د سياسي حل ملاتړ كړے۔ هيله لرو چې بې دركه كسان به ډېر زر خپلو كورونو ته واپس شي۔ د ناټو سپلائي د پاكستان او امريكا ترمينځھ د اعصابو جنګ دے۔ شېكاګو كنفرنس كښې د اولس مشر په ګډون ټكونه كول جواز نه لري۔ شېكاګو كنفرنس كښې د اولس مشر انداز امريكا ته خوښ نه ؤ۔ راروانو ټول ټاكنو كښې به اولس ته اسانۍ وركوؤ۔ د توان په بحران قابو موندلو له به بجټ كښې لوئے فنډ بيلولے شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير قمر زمان كائره نجي ټي وي پروګرام كښې د خيالاتو څرګندوه
اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير قمر زمان كائره وئيلي دي چی د پوځ سرلښكر جنرال اشفاق پروېز كياني د بلوچستان مسئلې د سياسي حل ملاتړ كړے۔ هيله لرو چې بې دركه كسان به ډېر زر خپلو كورونو ته واپس شي۔ د ناټو سپلائي د پاكستان او امريكا ترمينځھ د اعصابو جنګ دے۔ شېكاګو كنفرنس كښې د اولس مشر په ګډون ټكونه كول جواز نه لري۔ شېكاګو كنفرنس كښې د اولس مشر انداز امريكا ته خوښ نه ؤ۔ راروانو ټول ټاكنو كښې به اولس ته اسانۍ وركوؤ۔ د توان په بحران قابو موندلو له به بجټ كښې لوئے فنډ بيلولے شي۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې سره وفاقي وزير ووئيل چې د پوځ سرلښكر تجويز راكړې چې حكومت بلوچستان كښې د خبرو اترو عمل پېل كړي او چرته چې زمونږ حاجت وي مونږ به هم مرسته كوي۔ حكومت بلوچستان كښې د خبرو اترو عمل پېل كړے۔ په وفاق باور لرونكو ځينې ګوندونو د تېرو ټولو ټاكنو څخه بائيكاټ كړې ؤ د كومې سره چې لوئے زيان رامخے ته شوے ؤ۔ مونږ هغوي قامي هلو ځلو كښې شامل كړي دي او دغه ګوندونه به راروانو ټول ټاكنو كښی برخه اخلي۔ ده ووئيل بلوچستان كښی د بلوچ اولس ټاكلے شوے حكومت دے۔ جمهوريت كښې د رايو آزادي وي هركس خپلې مرضۍ سره د ووټ حق استعمالوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د بلوچستان مسئلې حل له 6 كسيزه كمېټي جوړه شوې كومه چې درې نمائندګان د وفاق او درې د صوبائي حكومت به وي۔ ده ووئيل د پيپلز ګوند مشرانو او كارمندانو هېواد له قرباني وركړې۔ مونږ هېواد كښی استحكام غواړو۔ ده ووئيل چې د ناټو سپلائي په ځائے كولو د دواړو هېوادونو د زغم امتحان دے۔ په دې معامله ځينو خلكو دا خبرې كولې چې اولس مشر زرداري به په شكاګو كنفرنس كښې د دې د بحالۍ اعلان كوي۔ اولس مشر زرداري د شېكاګو په دوره د مياں نواز شريف په شمول ټكونه هېڅ معنی نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل شكاګو كنفرنس كښې اولس مشر ته بې د كوم شرطه بلنه وركړې شوې وه۔ مونږ كوم غېر ذمه وار قام نه يو۔ زمونږ پارلمان د هېواد وقار پورته كړې۔ پارلمان د ناټو سپلائۍ د بندولو پرېكړه كړې۔ او اولس مشر د هېواد وقار مقدم ساتلے۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو ذمه وارو څخه نه تښتي۔ مونږ افغانستان كښی امن غواړو۔ افغانستان كښی امن د پاكستان په ګټه كښې دې۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښی مونږ تر ټولو زياتې قربانۍ وركړي دي۔ ده ووئيل امريكا كښی د پاكستان سفيره شېري رحمن په غوره ډول سفارتكاري كوي۔ او هغې د پاكستان موقف په غوره ډول رامخې ته كړې۔ ده ووئيل مونږ به څوك دے ته نه پرېږدو چې د پاكستان زمكه د كوم بل هېواد په ضد وكاروي۔ د حافظ سعيد په شمول كه په چا كوم تور دے نو مونږ ته دے ثبوت راكړي مونږ به عمليات اوكړو۔ مونږ صرف په آئين او قانون عمل كول غواړو۔ ده ووئيل برطانيه كښی په لويه شمېره وګړي ډبل شهريت لري كوم چې بېلو ادارو كښی خذمتونه ترسره كوي هغې كښې پاكستان هم شامل دے۔ كه مونږ د پاكستانيانو ډبل شهريت نه قبولوؤ نو بياد امريكا ٬ برطانيه او نور داسې هېوادونه ولې ډبل شهريت قبوي۔ ده ووئيل د معين قرېشي سره د پاكستان شناختي كارډ هم نه ؤ۔ د بهر څخه رابللو سره دے د هېواد وزيراعظم جوړ كړے شو او وروستو د هغه شناختي كارډ جوړ شو۔ د بجټ په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې حكومت 70 فيصده وسائل صوبو ته وركړي دي او اوس د هغې په بنياد صوبائي بجټ هم مهم دے۔ د برېښنا د لوډشېډنګ په حقله ده ووئيل چې د چين كمپنيو پاكستان كښی د سولر سسټم لګولو خبره كړې كوم به چې يو كال كښی پېدوار پېل كړي۔ مونږ 3 زره 3 سوه مېګاواټ برېښنا نظام كښې شامل كړې۔ مونږ راروان بجټ كښې دا خبره باوري كول غواړو چې د كومې برېښنا پېدواري يونټ د فنډ په سوب بند نه شي۔