د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن جنرال خالد شميم وائيں په سركاري دوره كاناډا ته لاړو
پېنډۍ 30 اپریل (اے پی پی)د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن جنرال خالد شميم وائيں په سركاري دوره د ګل په ورځ كاناډا ته لاړو۔د آئي اېس پي آر له مخې هغه به د خپلې دورې په مهال د دفاعي مرستې په دوه اړخيزه مذاكراتو كښې برخه اخلي۔د جوائنټ چيفس آف سټاف كېمټۍ چيئرمېن به د كاناډا د وسله والو ځواكونو مشر او د كاناډا د دفاع وزير سره ملاقاتونه كوي۔هغه به د كاناډا د ځواكونو پھ كالج كښې زده كونكو ته ليكچر هم وركوي۔
دوهم سپيكر خوشدل خان د عمرې ادا كولو څخه وروستو وطن ته راستون شو
پېښور 30 اپریل (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دوهم سپيكر خوشدل خان د عمرې ادا كولو څخه وروستو وطن ته راستون شو۔د اسمبلۍ چمبر ته په راتللو سينئرصوبائي وزير بشير احمد بلور او د اسمبلۍ نورو غړو٬ اعلٰی چارواكو او عملې ده سره ملاقات وكړو او ده له يۍ په عمره كولو مباركي وركړه۔
كه بېلا بېلې ادارې 60 اربه واجب الادا روپۍ ادا كړي نو لوډشېدنګ به په ځانګړې توګه كم شي۔ دوهم وزير تسنيم احمد قرېشي
سرګودها 30 اپریل (اے پی پی)د اوبو او برېښنا دوهم وزير تسنيم احمد قرېشي وئېلي دي چې كه بېلا بېلې ادارې 60 اربه واجب الادا روپۍ ادا كړي نو لوډشېدنګ به په ځانګړې توګه كم شي۔د پاكستان پيپلز ګوند حكومت د ديامر او د بهاشا بند پشمول پھ 17 ورړو لويو پروژو كار كوي كومې به چې پھ څلورو كلونو كښې د برېښنا پېداوار پېل كړي۔په عمران ټاؤن كښې د ګاز د پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې پاكستان پيپلز ګوند اولسي ګوند دې٬د سونامي يره يوازې(ن)ليګ لري۔پاكستان پيپلز ګوند سونامي ته هېڅ اهميت نه وركوي۔زمونږ ګوند احتساب لپاره تل اولس ته تلې او اولس به په ټاكنو كښې زمونږ د سباؤن پريكړه كوي۔ده ووئيل چې د اپوزيشن مشران اولس بے لارې كوي او د جمهوريت په ضد پرپېګنډې كوي۔ده ووئيل چې پيپلزګوند د شهيدانو ګوند دې۔
د سيمې پرمختګ او د اولس خذمت لپاره ټولې وسيلې او صلاحيتونه پكار راوستلې شي۔د پېداوار وفاقي وزير انور علي چيمه
سرګودها 30 اپریل (اے پی پی)د پېدوار وفاقي وزير چوهدري انور علي چيمه وئېلي دي چې د سيمې پرمختګ او د اولس خذمت لپاره ټولې وسيلې او صلاحيتونه پكار راوستلې شي۔د ګل په ورځ د سيمې د مشرانو پلاوي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په راتلونكو ټاكنو كښې به هم د اولس په مرسته مخالفينو ته عبرت ناكه ماتې وركولې شي۔د دې څخه وړاندې د سوئي ګاز پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې اقتدار د اولس امانت دې او مونږ به كله هم د اولس پھ امانت كښې حيانت ونه كړو۔
د اېل پي جي په قيمتونو كښې د يو كلو قيمت 15 روپۍ نور كم كړې شو