|
د وزیراعظم سید یوسف رضا
ګیلانی په مشرۍ كښی توان لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه۔
هېواد كښی د برېښنا پېداوار
زياتولو له د پورته كړې شويو ګامونو جاج واغستلې شو۔ د توان كمېټۍ تكنيكي ذېلي
كمېټۍ غونډه دې په سمدستي توګه راوبللې شي۔ دغسې چې د اېل اېن جي او اېل پي جي
درآمد كولو په لار كښې ولاړ خنډان لرې كړې شي۔ د وزيراعظم سپارښتنه
اسلام آباد ۔ 30 مارچ
(اے پی پی) د وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلانی په مشرۍ كښی توان لپاره د كابينه كمېټۍ
غونډه د جمعې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښی اوشوه۔ غونډه كښې هېواد كښی د برېښنا
پېداوار زياتولو له د پورته كړې شويو ګامونو جاج واغستلې شو۔ غونډې ته ووئيلې شو
چې د وزيراعظم په سپارښتنه بجلي ګھرو ته دې د مطلوبه قدرتي ګاز وركولو له انتظامات
اوكړې شي۔ او دا نظام دے څلور پينځ ورځو كښی فعال كړې شي۔ وزيراعظم سپارښتنه اوكړه
چی د توان كمېټۍ تكنيكي ذېلي كمېټۍ غونډه دې په سمدستي توګه راوبللې شي۔ دغسې چې د
اېل اېن جي او اېل پي جي درآمد كولو په لار كښې ولاړ خنډان لرې كړې شي۔ وزيراعظم
ووئيل معقول لوډ شېډنګ ٬ مناسب لوډ منېجمنټ
او نظام كښې زياته بریښنا شاملولو سره به اولس ته اسانۍ وركړې شي۔
|
|
|
وزیراعظم ګېلاني پی این سی اے كښې د 7م نړيوال دفاعی نمائش او
سیمینار آئیډیاز 2012ء پرانسته اوكړه
اسلام آباد۔30مارچ(اے
پی پی) وزیراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني د جمعې په ورځ پی این سی اے كښې د 7م نړيوال دفاعی نمائش او
سیمینار آئیډیاز 2012ء پرانسته اوكړه د كوم مقصد چې د د دفاعی سامان آپریشنل
صلاحیتوں څخه خبرول دي۔ د پرانستې په مهال د دفاع وزير چوهدری احمد مختار، د
اطلاعاتو وزيره فردوس عاشق اعوان، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمین جنرال خالد
شمیم وائیں، د پوځ سرلښكر جنرال اشفاق پروېز کیانی، د هوائي ځواكونو مشر طاهر رفیق
بټ، سفارتکار او اعلی چارواك هم موجود وو۔ د ډیفنس ایکسپورټ پروموشن آرګنائزیشن ډي
جي میجر جنرال طاهر اشرف خان مېلمنو ته هركلي وئيلو سره ووئيل وړومبنۍ دفاعي نمائش
كال 2000ﺀ كښې كراچۍ كښی شوے ؤ۔ ده ووئيل د 2010ﺀ په د سېلاب په سوب دا منسوخ كړے
شوے ؤ۔ ده ووئيل چې آئیډیا 2012ء لپاره بيل كړې شوي ځائې كښې 60 فيصده د اول نه بك
شوې دې او تركيه ٬ چين ٬ المان او فرانس د خپلو دفاعي مصنوعاتو نمائش لپاره زيات
ځائې بك كړے ؤ
|
|
|
پاكستان د كوم هېواد په ضد
خطرناكې اراداے نه لري٬د سوړ جنګ څخه وروستو د پوخ امن خوب له بده مرغه پوره نه
شو٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مو ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې۔زمونږ په دفاعي صنعت
كښې د مسابقت په بنياد د مصنوعاتو برآمد كولو لوي صلاحيتونه شته۔د وزيراعظم سيد
يوسف رضا ګېلاني د نړيوال دفاعي نندارتون"آئيډياز 2012" ته وېنا
اسلام آباد 30 مارچ(اے
پی پی)وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي چې پاكستان د كوم هېواد په ضد
خطرناكې اراداے نه لري٬د سوړ جنګ څخه وروستو د پوخ امن خوب له بده مرغه پوره نه
شو٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مو ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې۔زمونږ په دفاعي صنعت
كښې د مسابقت په بنياد د مصنوعاتو برآمد كولو لوي صلاحيتونه شته۔د وسلو د زغل د
برخې جوړېدو خواهش نه لرو۔بايد نړيواله ټولنه د پخوانو شخړو د سوله ايز حل پشمول د
چېلنجونو په مقابله كښې زمونږ مرسته وكړي۔پاكستان به د فعال اقتصادي٬سماجي٬حقيقي
جمهوري او په بهرني لحاظ سره محفوظ هېواد جوړېږي۔ده د جمعې پھ ورځ نړيوال دفاعي
نندارتون"آئيډياز 2012" ته وېنا كوله۔پھ دې موقع د دفاع وزير چوهدري
احمد مختار٬د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چيرمېن جنرال خالد شميم وائيں٬سرلښكر
جنرال اشفاق پروېز كياني او اعلٰی افسران موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان په
دفاعي څانګه كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړېدي او د څو كلونو څخه دفاعي نندارتون
آئيډياز په لوړه كچه دفاعي پلاوو٬دفاعي تجزيه نګارو٬دفاعي نندارتون كونكو او د تجارانو
پلاوو لپاره د پام مركز ګرځېدلې چې ورسره به د تجارت او د شريكو پروژو سره سره د
دفاعي صنعت چېلنجونو مخ نيوي لپاره د قبلولو وړ د حل تجويزونو د تفاهم او دوستۍ
لپاره پياوړې موقع په لاس راشي۔ده ووئيل چې زمونږ منطقه ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ
چېلنج سره مخ شوې۔ده ووئيل چې پاكستان په نړۍ كښې امن ته د ورپېښو خطرو په ضد په
اجتماعي مبارزه كښې د لومړي صف كردار لري٬د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ له امله پاكستان
تر ټولو زيات ځپلې شوې۔ده ووئيل چې پاكستان خپلې ذمه وارۍ محسوس كولو سره د
نړيوالې ټولنې د يو ذمه وار غړي په حېث په منطقه او نړۍ كښې امن او استحكام لپاره
عزم لري۔زمونږ وسله وال ځواكونه او اولس غوره سباؤن لپاره بے مثاله قربانۍ
وركوي۔زمونږ قربانۍ په ځاني او مالي دواړو صورتونو كښې دي او موڼږ د انسان په
تاريخ كښې يو سپيځلې باب جوړ كړې۔وزيراعظم ووئيل چې مونږ غواړو چې نړيواله ټولنه
په منطقه كښې زر تر زره د امن بحالۍ لپاره زمونږ په هڅو كښې مرسته وكړي۔وزيراعظم
ووئيل چې مونږ د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد جنګ كښې د دې د لاملونو د خاتمې د
ضرورت څخه هم سترګې نه شو پټولې۔ده ووئيل چې پاكستان د نويو وسلو نظام او پوځي
سازو سامان پخپله جوړوي۔مونږ په دا خبره باور لرو چې پاكستان د وسلې په زغل كښې
شركت نه غواړي ځكه چې د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ د اوسني حكومت لومړې ترجيح
دے او زمونږ بنيادي خواهش امن دے۔ده ووئيل چې د پاكستان وسله وال ځواكونه د غوره
جنګي او وظفيائي صلاحيتونو په لحاظ په نړۍ كښې يو مقام لري او د ملګرو ملتونو په
امن مشن كښې زمونږ كردار د دې ثبوت دے
|
|
|
په
پارلمان كښې د خارجه پالېسۍ په اړه د اتفاق پېدا كولو هڅه كولې شي٬پارلمان د قامي
سلامتيا كمېټۍ په وړاندېزونو كښې د بدلون كولو اختيار لري۔د اطلاعاتو او خپرونو
وفاقي وزيرې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د پارلېمنټ هاؤس په خوا كښې خبريالانو سره
خبرې
اسلام آباد 30 مارچ (اے پی پی﴾د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې ډاكټر
فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې په پارلمان كښې د خارجه پالېسۍ په اړه د اتفاق پېدا
كولو هڅه كولې شي٬پارلمان د قامي سلامتيا كمېټۍ په وړاندېزونو كښې د بدلون كولو
اختيار لري٬د تېرې ورځې پھ غونډه كښې د چوهدري نثار ګډون كولو د هركلې وړ دي۔د
جمعې په ورځ د پارلېمنټ هاؤس په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزيرې
ووئيل چې تېره شپه مو د ټولو ډلو غونډه رابللې وه۔حكومت غواړي چې خارجه پالېسي په
اتفاق سره منظوره كړې شي۔وړاندېزونو ته حتمي شكل وركولو لپاره كار روان دے۔په دې
لړ كښې اپوزيشن سره په خبرو كښې مثبت پرمختګ شوې۔هغې ووئيل چې راتلونكې اونۍ غونډه
ځكه وځنډول شوه چې د اپرېل په څلورمه نېټه د شهيد ذالفقارعلي بهټو كليزه ده۔هغې
ووئيل چې پارلمان يو نوې تاريخ جوړونكې دے۔د اطلاعاتو وزيرې شهيد ذوالفقار علي
بهټو ته پېرزوينه وړاندې كولو سره ووئيل چې د هغه د پاكستان اتومي پروګرام پېل كړے
و۔قوم ته يې په اتفاق سره آئين وركړو او اولس ته يۍ خپلواكي وركړه۔د يوې پوشتنې پھ
ځواب كښې د اطلاعاتو وزيرې ووئيل چې د پاكستان پيپلز ګوند د مركزي شورا په غونډه
كښې به د اولس قائد شهيد ذوالفقارعلي بهټو ته پېرزوينې وړاندې كولې شي۔د اطلاعاتو
وزيرې ووئيل چې د نواز شريف او ميا شهباز شريف په قول او فعل كښې تضاد دے۔د يوې
پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د وزيراعظم د كوم رشته دار په ضد تراوسه كوم تور
نه دے ثابت شوې۔
|
|
|
په
لوېديز افغانستان كښې ناټو ځواكونو سره په نښته كښې 30 طالبان ووژل شول
كابل 30 مارچ (اے پی پی﴾په
لوېديز افغانستان كښې ناټو ځواكونو سره په نښته كښې 30 طالبان ووژل شول۔د ايساف
لخوا په جاري شوي بيان كښې وياند وئېلي چې دوه ورځې وړاندې د ګزمې په مهال د
ګلستان ولسوالۍ په شمالي سيمه كښې ناټو ځواكونو په فضائي بريد كښې 30 طالبان وژلي
او 15 يۍ ژوبل كړي۔په لوېديز افغانستان كښې د پوليسو وياند عبدالروف احمدي د بريد
تصديق كړې او وئېلې يۍ دي چې په بريد كښې 30 طالبان مړه او 15 ژوبل شوي۔له بلې خوا
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د برتانيې خبري اژانس ته وئېلي چې په ګلستان كښې
د بريد په مهال 40 امنيتي سرتېري وژل شوي خو د طالبانو دا ادعا تصديق نه كړې شوه
|
|
|
|
<< Start < Prev 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 Next > End >>
|
| Results 73 - 81 of 2823 |