د كوهستان پېښه د هېواد او د اسلام د دښمنانو عناصرو كاروائي ده٬د تحقيقاتو څخ وروستو به حقائق په ډاګه كولې شي٬د بےدركه كسانو شمېره يوازې 48 ده٬مېډيا دې د هېواد ماتولو خبرې كونكو ته اهميت ورنه كړي٬په بدعنوانۍ كښې د نادرا ككړو اهلكارو په ضد به كاروائي كېږي٬غېر ملكيانو ته د شناختي كارډونو جاري كونكو سره به هېڅ رعايت نه كېږي۔د كورنيو چارو وزير رحمان ملك دستورې ته وېنا او خبريالانو سره خبرې
اسلام آباد 29 فروری (اے پی پی)د كورنيو چارو وزير رحمان ملك وئېلي دي چې د كوهستان پېښه د هېواد او د اسلام د دښمنانو عناصرو كاروائي ده٬د تحقيقاتو څخه وروستو به حقائق په ډاګه كولې شي٬د بےدركه كسانو شمېره يوازې 48 ده٬مېډيا دې د هېواد ماتولو خبرې كونكو ته اهميت ورنه كړي٬په بدعنوانۍ كښې د نادرا ككړو اهلكارو په ضد به كاروائي كېږي٬غېر ملكيانو ته د شناختي كارډونو جاري كونكو سره به هېڅ رعايت نه كېږي۔ده د شورو په ورځ د نادرا په هېډكوارټر كښې د نادرا د ملازمانو مستقل كېدو دستورې ته وېنا او د دې څخه وروستو خبريالانو سره خبرې كولې۔په دې موقع د كورنيو چارو سېكتر صديق اكبر٬د نادرا چيئرمېن ارشد حكيم او دوهم چيئرمېن طارق ملك هم موجود وو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل چې په كوهستان كښې 20 كسان د څلورو ګاډو څخه راكوز كړې شويدي او دوي په ګولو ويشتل شوي٬د تورنو ملګري پھ غرونو كښې هم موجود وو او دا هغه ډله ده كومه چې په بېلا بېلو ښارونو كښې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې ككړه ده۔مونږ داسې شواهد ترلاسه كړي چې ورسره به تورنو ته رسنه وشي۔دا د اسلام او د پاكستان دښمنان عناصر دي۔د هزارې ډي آئي جي او د كوهستان ډي پي او د پېښې تحقيقات كوي او مرسته يۍ آئي اېس آئي٬آئي بي او نورې ايجنسۍ هم كوي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د شيعه علماﺀ كرامو سره د ده جلا جلا خبرې شوېدي او دوي د امن په ځائ ساتلو باور راكړې۔په ګلګت كښې لږه هله ګوله وشوه خو د عالمانو په ھڅو حالات په قابو كښې دي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل چې پوځ هم په بشپره توګه چمتو دې او كه ضرورت وو نو پوځ به رابللې شي۔د بلوچستان صورتحال پھ اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو وزير رحمان ملك ووئيل چې په بلوچستان كښې د مذاكراتو عمل روان دې كوم خلك چې مذاكرات كول نه غواړي او د هېواد د ماتولو خبره كوي بايد مېډيا دوي ته امنيت ورنه كړي او د دوي بائيكاټ وكړې شي۔د هېواد ماتولو خبره كونكي د بل چا په ايجنډا كار كوي مونږ د بلوچستان ځوانانو سره مذاكراتو ته چمتو يو۔اوسني حكومت د بلوچستان پېكج پشمول د بلوچستان اولس لپاره ډېرې آسانۍ وركړېدي۔اولس مشر د بلوچستان اولس څخه پھ تېر وخت كښې پھ شوي زياتي بخښنه غوښتې۔په بلوچستان كښې بايد د آزادۍ غوښتونكو حوصلې ماتې كړې شي او يوازې د پاكستان د نظريې منونكو سره خبره كېدے شي۔ده ووئيل چې د جرمونو پھ لحاظ سره د بلوچستان حالات د نورو صوبو څخه ښه دي۔