امريكا پاكستان سره مرسته په ځائ ساتل غواړي۔هېلري كلنټن
واشنګټن 29 فروری (اے پی پی)د امريكې د بهرنيو چارو وزيرې هېلري كلنټن وئېلي دي چې امريكا د ترهه ګرۍ په ضد مبازره٬ اقتصادي استحكام او د سيمه ايزې مرستې پھ چارو كښې پاكستان سره پھ ګډه د كار كولو عزم لري۔د مېډيا راپورونو له مخې د غېر ملكي اقداماتو په اړه د سېنېټ ذيلي كمېټۍ ته د بيان وركولو په مهال د امريكې خارجه وزيرې ووئيل چې امريكا پاكستان سره مرسته په ځائ ساتل غواړي۔امريكا په افغانستان كښې جنګ ختمول غواړي او ټولې ذمه وارۍ افغان اولس ته سپارلې شي۔خارجه وزيرې هيله څرګنده كړه چې ډېر زر به پھ افغانستان كښې صورتحال ښه شي۔