د جرمن چانسلرې وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني سره ټېلېفوني تماس۔ د ناټو/ ايساف بريدونو كښې د پاكستانيو پوځيانو په شهادت د غمجنيو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه
كراچۍ 30 نومبر﴿اے پي پي﴾ د جرمن چانسلرې وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني سره شورؤ په ورځ ټېلېفوني تماس ونيولو۔ دې د پاكستان اولس ٬ دولت سره د يو يوالي او ملګرتيا څرګندونه وكړه۔ او د ناټو/ ايساف بريدونو كښې د پاكستانيو پوځيانو په شهادت د غمجنيو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ځواب كښی ووئيل پاكستان د جرمن د مينې او ملګرتيا قدر كوي۔ انجيلا مركل دا خوښي ښكاره كړه چې بون كنفرنس كښی د پاكستان ګډون جرمن له ډېر مهم دے۔ دې ووئيل د كنفرنس كاميابولو له د پاكستان نمائندګي ضروري دي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان جرمن ته دقدر په سترګه ګوري۔ خو په اوسنۍ وضعه كښې چې د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد كارولې شوې ده كابينې او حكومت پرېكړه كړې چې بون كنفرنس كښی د پاكستان ګډون كول ممكن نه دي۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ته ډېر زيات زيان رسېدلې دي او مونږ د خپلواكه افغانستان مرستې له لوئے قربانۍ وركړي دي۔ ده ووئيل د افغان خاورې د پاكستان په ضد كارولو كښی 25 بې ګناه عسكر وژلي شوي دي او د اولس جذبات مجروح شوي دي۔ چانسلرې وزيراعظم ته خواست وكړو چې بون كنفرنس كښې د ګډون نه كولو په پرېكړه بيا نظر واچوي۔ كنفرنس كښی پاكستان چوكۍ خالي نه ده پكار۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښی د جرمن چانسلرې خواست ترسره كولې نشو۔
قامي يووالې د وخت اړتيا ده۔ حكومت به د هېواد ګټه مقدم ساتي۔ اولس مشر او وزيراعظم د شهيد بھټو د سياسي ويژن او فلسفې ترمخه روان دي۔ د هېواد خپلواكي٬ سالميت او وقار به كوم زيان له ورنكړو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې فردوس عاشق اعوان خبري كنفرنس
لاهور 30 نومبر﴿اے پي پي﴾ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې فردوس عاشق اعوان وئيلي دي قامي يووالې د وخت اړتيا ده۔ حكومت به د هېواد ګټه مقدم ساتي۔ د پيپلز ګوند چيئرمېن شهيد ذوالفقار علي بهټو چې په څنګه مړانه او پوهه سلامتي كونسل ته د پاكستان مقدمه وړاندې كړې وه نن مونږ د پي پي پي د تاسيس په ورځ د هغه لوظ تجديد كوؤ چې د بھټو په فلسفه عمل كولو سره به ګران هېواد ته د پېښو چېلنجونو مقابله كوؤ۔ اولس مشر او وزيراعظم د شهيد بھټو د سياسي ويژن او فلسفې ترمخه روان دي۔ د هېواد خپلواكي٬ سالميت او وقار به كوم زيان له ورنكړو۔ دا خبره دې لاهور كښی خبري كنفرنس ته وكړه۔ دې ووئيل حكومت به د پارلمان د وړاندېزونو په رڼا هر هغه پرېكړه كوي كومه چې د هېواد په ګټه وي۔ دې ووئيل تېره ورځ د كابينې غونډه كښی پرېكړه وشوه چې د دفاعي كمېټۍ وړاندېزونه به راروانې د قامي اسمبلۍ او سېنټ په ګډه غونډې ته وړاندې كولې شي۔ دې د هېواد مسائلو او ستونزو هواري له ټولو ګوندونو ته غږ اوكړو چې خپلې ګټې وروستو كړې او قامي ګټې وړومبۍ كړي۔ دې ووئيل د محرم د احترام ترمخه د پي پي پي تاسيس ورځ سادګۍ سره ولمانځلې شوه۔ دوئي ووئيل مونږ عمر له ادارې مضبوطې كړي دي۔ دې ووئيل د اتلسم بدلون نه وروستو كمانډ اېنډ كنټرول اتھارټي وزيراعظم سره ده او هم هغه د هېواد چيف اېګزېكټيو دې۔ دې ووئيل د پاكستان اتومي اثاثې خوندي لاسونو كښی دي او د اتلسم بدلون ترمخه اولس مشر د وسله والو ځواكونو سپريم كمانډر دے۔ دے ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې او د سيمې امن له پاكستان ډېرې قربانۍ وركړي دي اوستونزو سره مخ شوي دي۔ دې ووئيل نړۍ له زمونږ قربانۍ تسليمول پكار دي۔ هر قام د خپلې ګټې ترمخه پرېكړې كوؤ۔ مونږ نړۍ كښی عزت او امن سره وسېدل غواړو۔ او دا دې څوك زمونږ كمزوري نه ګڼي۔ دې ووئيل د 2 مئي پېښې پلټنيو له كمېسيون جوړ كړې شوې دې او په وړاندېزونو به ئې عمل كولې شي۔
د ناټو په بريد د پاكستان د سخت او غوره موقف په اړه د نړيوالو لارښودو د پاكستان مشرتابه سره تماس۔ بون كنفرنس كښې د ګدون نه كولو پرېكړه بېرته اغستلو له د امريكا خارجه وزيرې هېلري كلنټن ٬ د جرمن چانسلر انجيلا ماركل ٬ د افغان اولس مشر حامد كرزي په شمول د ګڼو لارښودو رابطې او د سفارتي ذريعو كارول۔ د پاكستان خپلواكۍ ٬ سالميت ٬ امنيت او د وقار تحفظ تر باوري كولو به بون كنفرنس كښې ګډون نه كوؤ۔ وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني
زلمي زمونږ د سباؤن لارښود ٬ تږ لار جوړونكي او د بدلون علمبردار دي۔ دوئي په اقتصادي ٬ سماجي او سياسي توګه بيا د سره يو موټي كولو ته اړتيا ده۔ د سېنټ چيئرمېن فاروق اېچ نائيك ملګرو ملتونو كښی د كليز پارلماني بحث اخيرنۍ غونډې ته خطاب
نيويارك 30 نومبر﴿اے پي پي﴾ د سېنټ چيئرمېن فاروق اېچ نائيك وئيلي دي زلمي زمونږ د سباؤن لارښود ٬ تږ لار جوړونكي او د بدلون علمبردار دي۔ دوئي په اقتصادي ٬ سماجي او سياسي توګه بيا د سره يو موټي كولو ته اړتيا ده۔ د شورؤ په ورځ د ملګرو ملتونو كښی د كليز پارلماني بحث اخيرنۍ غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل دا وخت پېښه مسئله دا ده چې څنګه د زلمو ګډون مؤثر كړې شي۔ په اولسي نظام كښې د زلمو ګډون په اړه په ستونزو بيا غور كول پكار دي۔ ځكه چې د نړۍ په ځينو هېوادونو كښې نوې كول په ټول ټاكنو او سياسي ګوندونو كښې خوښي ډېره نه لري۔ او په ځېنې هېوادونو كښی زلمي سياسي اصلاحاتو له هڅې كوي۔ ده په الېكټرانك ميډيا زور راوړو چې په سياسي ژوند كښې د نوي نسل ګډون كولو ته خپل پام راوګرځوي چې ورسره سباؤن كښی جمهوري عمل ښه كېدو له مرسته ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل مونږ په خپلو خبرو اترو كښی د عملي ګامونو پورته كولو وئيلي دي دغسې چې نوې كول په روايتي توګه سياسي ګډون مخ په وړاندې بوتلې شي۔ دا هم وئيلي شوي دي چې رائې وركول لازمي ګرځولو سره به نوې نسل په سياست كښې زياته برخه اغستې شي۔ او پارلماني كوټه سسټم به د ځوانانو پارلمان كښې شمېر زياتولو له يو بل ښه ګام وي۔ فاروق اېچ نائيك ووئيل سياستمدارو له هغه مسائلو ته پام راګرځول پكار دي كومو كښې چې ځوانان خوښي لري او دوئي له د كالجونو او نورو زده كړو څانګو ته تلل پكار دي۔ ده ووئيل بدلون د رايو په زور راځي په بغاوت نه۔
پاكستان سوئيلي كوريا سره خپلې اړيكې په اقتصادي توګه جوړول غواړي۔ زمونږ هېواد منطقه كښې د معاشي هلو ځلو مركز دے۔ غېر ملكي سرمايه كارو ته بشپړ قانوني تحفظ ترلاسه دې۔ د كوريا كمپنيو له پاكستان كښی اقتصادي زونز جوړول پكار دي۔ د اولس مشر آصف علي زرداري د سوئيلي كوريا د بېلو كمپنيو استازو او مشرانو غونډې ته خطاب